د بسم الله الرحمن الرحیم فضیلت

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي، چې پر ما یو داسې آیت نازل شوی، چې هیڅ نبي باندې بغیر د حضرت سلیمان علیه السلام څخه نی نازل شوی هغه آیت ده  بِسْمِ اللهِ الّرَحْمَنِ الَّرَحِیْم.

حضرت جابر رضی الله عنه  فرمایي کله چې دا آیت نازل شو:

۱: هوا ګانې دمشرق خواته روانې شوې    ۲:  هواګانې ساکنې یا اودرېدې.

۳: سمندرونه ودرېدل.     ۴:   ځناورو غوږونه کېښول.    ۵: پر شیطانانو باندې له آسمانه شغلې را ولوېدې.  ۶:  د ټول عالم پالونکي پخپل عزت او جلال باندې سوګند وخوړ او ویې فرمایل چې پر هر هغه شي چې زما دا نوم چا یاد کړ نو په هغه کې به ضرور برکت وي.

حضرت ابن مسعود رضی الله عنه فرمایي، چې که څوک وغواړي چې دجهنم له نولس (۱۹) داروغه وو یا ساتونکو څخه ځان وساتي هغه دې  بِسْمِ اللهِ الّرَحْمَنِ الَّرَحِیْم ووایي او د بسم الله هم نولس حروف دي هر حرف به د هرې پرښتې یا ملایکې څخه ساتنه کوي دا ابن عطیه هم بیان کړي او ددې تائید د یوه حدیث څخه هم کیږي، لکه: وايي ما دېرشو څخه ډیرې ملایکې ولیدلې چې هغوی عجله کوله دا حضور صلی الله علیه وسلم هغه وخت وفرمایل چې یوکس رَبَّنَا وَلَکَ الْحَمْدُ حَمْدًا کَثَیْرًا طَیِّبًا مًبَارَکًا فِیْهِ لوسته  ـ  او دلته هم له دېرشو څخه ډېر حروف دي او همدومره ملایکې ورسره نازلې شوي، همدارنګه د بِسْمِ اللهِ الّرَحْمَنِ الَّرَحِیْم  هم نولس حروف دي چې ورسره د ملایکو تعداد هم نولس ده.

your ads

مسند احمد کې راغلي: د حضرت محمد  صلی الله علیه وسلم سره کوم صحابي چې د سورلۍ وروسته ناست وو د هغه بیان ده، چې د حضور صلی الله علیه وسلم اوښه لږ وښویېده  نو ماوویل چې شیطان دې برباد وي ـ  هغه مبارک وفرمایل چې داسې مه وایه له دې سره شیطان مغروره کیږي او ګمان کوي چې ده پخپل قوت سره دا اوښه غورځولې ده هو بِسْمِ اللهِ الّرَحْمَنِ الَّرَحِیْم ویلو سره هغه د مچ پشان ذلیل او خواریږي. یوه حدیث کې راغلي کچیرته په بِسْمِ اللهِ الّرَحْمَنِ الَّرَحِیْم د ثواب کوم کار پیل نشي، نو هغه کې برکت نه وي یعنې هغه کار بې برکته وي.

استاد انجینر نورالله خان احمدزی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب