د بلخ پوهنتون

بلخ پوهنتون

بلخ پوهنتون د يو ستر ښوونيز او اکاډميک نهاد په توګه، په ۱۳۶۶ ل. ل. کال د کب په ۳۰مه، په مزارشريف کې جوړ او پرانيستل شو؛ خو د څلورو پوهنځيو- انجينري، تاريخ- ادبيات، اقتصاد او کرنې- په درلودلو يې په ۱۳۶۷ل.ل. رسما پر فعاليت پيل وکړ، چې په همدې وخت، د نورو پوهنځيو د فعاليت تر څنګ، طب پوهنځی هم، د ۵۶ تنو محصلينو په ظرفيت د عامې روغتيا د وزارت تر پوښښ لاندې پر کار شروع وکړه. وروسته، د اړتيا او د محيط د غوښتنې له مخې، په ۱۳۷۱ ل.ل. کال د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی او په ۱۳۷۲ ل.ل. د شرعياتو پوهنځی هم په کار پيل وکړ. همدا ډول، ښوونه او روزنه، چې د رودکي پيداګوژۍ انسټيټوټ په نامه، په بلخ کې د ښوونکو د روزنې تر ټولو پخوانۍ موسسه ده، په ۱۳۸۲ل.ل. د بلخ پوهنتون په چوکاټ کې راغی.

بلخ پوهنتون په ۱۳۶۷ ل.ل. د څلورو- انجنيري، اقتصاد، ادبيات او کرنې- پوهنځيو په لرلو جوړ شو، چې اوس ۱۵ ورځني پوهنځي (انجنيري، اقتصاد، زراعت، شرعيات، ادبيات، کمپيوټر ساينس، ژورناليزم، حقوق، اداره عامه، طب، ښوونه او روزنه، د سمنګان ښوونې او روزنې او کرنې پوهنځۍ، وترنرې او فارمسي چې په ۱۳۹۱ کې جوړ شوی) او څلور شپني پوهنځي (اقتصاد، ادبيات، حقوق، ښوونه او روزنه) لري.

دغه پوهنتون ۱۲۷۴ محصلين، ۳۵۹ استادان، ۱۰۲ مامورين او ۱۰۴ کارکوونکي لري.
په دې وروستيو کې د کمپيوټر ساينس پوهنځی د لوړو زده کړو وزارت د منظورۍ په اساس، د ۱۳۹۰ ل.ل. په تشکيل کې ددغه پوهنتون پر پوهنځيو ورزيات شو او په نږدې راتلونکي کې به د اداره عامه پوهنځی هم اضافه شي.
دغه پوهنتون د ۶۰۰۰۰ ټوکه کتابونو په ظرفيت کتابتون (۲۰ زره عنوانه)، د کمپيوټر د زده کړې شپږ مرکزونه او د انګليسي ژبې د پياوړتيا مرکز په کې موجود دي او همدارنګه د انټرنټ په ليکه هم نښلول شوی دی. تر اوسه، د کمپيوټر مرکز يې، تر لس دورو ډېر محصلين، استادان او مامورين فارغه کړي دي.

د بلخ پوهنتون د علمي مجلې چاپ او نشر، چې د «مجله علمي بلخ» او «معرفت» تر نامه لاندې دي، دوام لري. په دواړو کې، د پوهنتون د استادانو علمي او څيړنيزې ليکنې او اثار خپرېږي. همدارنګه، د «چشم انداز» مياشتنۍ خپرونه (د بلخ پوهنتون خبري، تحليلي او فرهنګي خپرونه) او د «ژورناليست بلخ» مياشتنۍ خپرونه (د ژورناليزم پوهنځي خپرونه) هم د يادولو وړ دي.
د بلخ پوهنتون، [د ۱۳۸۱ غويي تر يولسمې تر اوسه] د جنوبي کوريا له علمي موسساتو، د المان بوخم پوهنتون، د برلين تخنيکي پوهنتون، د ټايلنډ د تکنالوژۍ اسيايي انسټيټوټ، په امريکا کې د کنزاس پوهنتون، په ترکيه کې سلجوق، په پاکستان کې د امريکا د «الوناز» پوهنتون له نمايندګيو او همدارنګه تاجکستان سره وصل دی او له دوی سره نږدې علمي اړيکي لري. هر کال، يو شمېر استادان او محصلين ددغو پوهنتونونو له علمي پروګرامونو ګټه پورته کوي.
په لنډو ټکو کې، نن په بلخ پوهنتون کې ۳ تنه پوهاند، ۱۵ تنه پوهنوال، ۲۴ تنه پوهندوی، ۵۴ تنه پوهنمل، ۹۶ تنه پوهنيار، ۶۴ تنه پوهيالی او ۵ تنه نامزد پوهيالی پر خپلو علمي- اکاډميکو دندو بوخت دي.

اوسمهال دغه ۱۲ ګونې پوهنځۍ لري:

  • د انجنيرۍ پوهنځی-  د تاسيس کال: ۱۳۶۷
  • د ادبيات او بشري علومو پوهنځی-  د تاسيس کال: ۱۳۶۷
  • د اقتصاد پوهنځی-  د تاسيس کال: ۱۳۶۷
  • د کرهڼې پوهنځی-  د تاسيس کال: ۱۳۶۷
  • د طب پوهنځی-  د تاسيس کال: ۱۳۶۷
  • د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی- د تاسيس کال: ۱۳۷۱
  • د شرعياتو پوهنځی-  د تاسيس کال: ۱۳۷۲
  • د ښوونې او روزنې پوهنځی-  دغه پوهنځی لومړی په ۱۳۶۵ لمريز کې د پيداګوژۍ په نوم تاسيس شوی و؛ خو وروسته په ۱۳۸۲ لمريز د ښوونې او روزنې په نامه د بلخ پوهنتون په چوکاټ کې راغی.
  • د سمنګان د ښوونې او روزنې پوهنځی- د تاسيس کال: ۱۳۸۷
  • د ژورناليزم پوهنځی- د تاسيس کال: ۱۳۹۰
  • د کمپيوټر ساينس پوهنځی- د تاسيس کال: ۱۳۹۰
  • د عامه ادارې پوهنځی- د تاسيس کال: ۱۳۹۰
  • دفارمسی پوهنحی – دتاسیس کال : ۱۳۹۱
  • د وترنری پوهنحی – دتاسیس کال ۱۳۹۱

Feb ۲۰۱۴

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب