د بورې او خوږو ډیر خوراک د انسان دماغ وژني!؟

د استرالیا د نیو ساوت ویلیز پوهنتون او د هند د تغذیې معهد یو شمیر علماء او پوهان د څیړنو په پایله کې دې نتیجې ته رسیدلې دي چې د بورې او خوږو اضافي خوراک په دماغو منفي اغیز لري.

دوی وایې بوره او نور خواږه په دماغو داسې اغیز لري لکه څرنګه یې چې نورې پریشانۍ او رواني تاوتریخوالی پرې لري.

دې علماوو په یو شمیر موږکانو تجربه کړې، ځینې موږکانو ته یې بوره او خواږه ورکړي، ځینې نور یې د رواني تاوتریخوالي او ستونزې سره مخامخ کړي، ځینو ته یې خواږه هم ورکړي او له ذهني ستونزې رواني تاوتریخوالي سره یې هم مخامخ کړي او ځینو نورو ته یې عادي غذا ورکړې او نور یې پرې غرض ندی کړی نو نتیجه یې داسې په لاس راغلې:

هغو ته چې د رواني ستونزو سره یې مخامخ کړي او هغو ته چې خواږه یې ډير ورکړي په (دماغو) کی یې ځینې منفي بدلونونه رامنځته شوي.

هغو ته چې هم یې د رواني ستونزو او ذهني فشار سره مخامخ کړي او هم یې خواږه ور زیات کړي د هغوی په دماغو کې منفي تاثیرات او بدلونونه له ورایه ډیر او څرګند ښکاري. خو کومو ته چی یې عادي خوراک ورکړی د هغې نتیجه مثبته وه.

your ads

په دماغو کې د بدلونونو او تغیراتو څخه د علماوو او پوهانو مراد د هورمون كورتيسول (د فشار هورمون) ترشح دی کوم چې د ډیروالې په صورت کی عصبي حجرې او خالیګاوې وژني او د وخت په تیریدو سره د انسان یاداشت له منځه وړي.

ددې څيړنو په پایله کې علماء او پوهان د کورنۍ مسؤولینو او مشرانو ته سپارښتنه کوي چې د خپلو ماشومانو په خوراک او څښاک کې د خوږو کچه راکمه کړي او که چیرې دوی اضافي خواږه وخوري نو ښایې په دماغو یې منفي اغیز ولري.//محمد

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب