د بې وزلو مرسته وکړئ

رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې : که څوک د قیامت د ورځي له سختیو نه دځان ژغورلو لیوالتیا لرې لرې نو له تنګلاسي انسان سره دي مرسته وکړې ، یاد ي کوم مشکل ورته حل کړې .
” من سره أن ينجيه الله من كرب يوم القيامة، فلينفس عن
معسر أو يضع عنه “[صحيح مسلم]

په بل روایت کې راغلي دې : څوک چې یو مومن د دنیا له درد او غم نه وژغورې . خدای جل جلاله به داخرت په ورځ هغه څوک له دردونو وژغوري . ” من نفَّسَ عن مؤمنٍ كُربةً من كُرَبِ الدنيا ، نفَّسَ اللهُ عنه كُربةً من كُرَبِ يومِ القيامةِ ”
[صحيح مسلم]

زموږ ډیری دینداره او د اخرت له پاره توښه برابرونکي مسلمانان وروڼه هروخت دنیکیو اوښو کارونوپه تلاش کې وې ، او الحمدلله نن ډیر داسي مسلمانان شته چې له ښو کارونو سره ډیره مینه لرې ، زموږ علماء ، خلیفه صاحبان او تبلیغي وروڼه هم د محتلفو اورادو او دعاګانو توصیي کوې او یا په مختلفو وختونو کې دخیراتونو کولو ثوابونه بیانوې . خو زما په اند زموږ دهیواد په موجوده سختو حالاتو کې د یوه صالح مومن له پاره ترټولو لوی عبادت دیوه بي وزله او تنګلاسي انسان مرسته او لاسنیوی ده .

دا لوړ دصحیح مسلم روایتونه مې په همد ي موخه وژباړل چې خلک پوه شې چې له یوه مسکین سره مرسته څومره دلوی څښتن دتوجه وړ کار ده او په هغه سخته ورځ کې د دردونو او غمونو دکمولو له پاره ښه لاره داده چې په دي دنیا دبي وزلو د ستونزو او مشکلاتو په کمولو کې مرسته وکړل شې .

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب