د بې خوبۍ څخه څرنګه ځان خلاص کړو؟

د بې خوبۍ څخه څرنګه ځان خلاص کړو؟

څومره ډیر دي داسي خلګ، چي د شپي ناوخته ویده کیږي، او د سهار له خوا بیا ناوخته را پاڅیږي، او که یی وپوښتې، او رشتیا درته ووایی نو اکثره به یی د سهار لمونځ هم قضا کړی وي، خو که ورته ووایی چي ولي وختي نه ویده کیږي، نو همدا به درته وايي چي خوب نه راځي ، وختي چي هر څومره کوشش وکړم، خوب نه راځي، څه وکړم؟

د سعودي عالم عایض القرني یو کتاب دی ، د لاتحزن په نامه یادیږي، هغه کي د بی خوبی علاج په لاندي توګه لیکل سوی چي ستاسو سره یی شریکه وم:

۱-  شرعي اذکار ووایه، هغه اذکار چي د خوب په وخت کې ویل سنت دی، ځکه چي بی خوبي یو نفس تنګي ده، او ذکر د زړه اطمینان دی. نو خپل نفس تنګي او د زړه نا ارامي همیشه په ذکر سره لیري کوه، الله جل جلاله فرمايي: الا بذکر الله تطمئن القلوب.
واوری او خبردار شی چي د الله په ذکر سره زړونه مطمئن کیږي.

دوهم د ورځي خوب پریږده، کوشش وکړه چي د ورځي بیخي خوب ونه کړې، که دي کوی هم نو هغه به قیلوله خوب وی، چي د غرمې له خوا نیم ساعت وي او بس، ځکه چي الله جل جلاله وايي: و جعلنا النهار معاشا
او ګرځولې ده مونږ ورځ د معاش لپاره، د کار لپاره

دریم، تر څو چي خوب نه وي درغلی، یو کتاب را واخله، وې لوله، خپل علم زیات کړه. الله جل جلاله فرمایي: وقل رب زدني علما ، او ووایه چي ای الله زما علم زیات کړه.. او یا یو قلم او ورقه درواخله، یو مفید شی ولیکه، مثلا د ورځي اعمال دي ولیکه چي نن تا څه کړي، او سبا به څه کوي، او داسي نور.

څلورم: د ورځي ځان ستړی کړه، په داسي کار چي ښه ګټور کار وي، ستا لپاره او ستا د کورنی لپاره او مجتمع او هیواد لپاره،  الله جل جلاله فرمايي: وجعل النهار نشورا
او ګرځولې یې ده ورځ د ښوریدلو او ګرځېدلو لپاره

پنځم: د چایو، قهوو او هغو شیانو څخه پرهیز وکړه چي خوب تښتوي، لکه ګیسې شربتونه، لکه پيپسی، فانټا، سیون اپ، وغیره، یا د طاقت شربتونه چی ورته وايي، لکه ریډ بل او نور، ځکه دا اکثره مشروبات د کافیین یو ماده لري، چي د انسان څخه خوب تښتوي، بدن او ذهن ته یو قسم نشاط ورکوي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب