د بېکاره نومونو بدلول

امام ابوداود وایې چې: پیغمبرصلی الله علیه وسلم د عاص، عزیر، عقله، شیطان، حکم، غراب، حباب،  شهاب، نومونه بدلول … او همدا ډول به یې  د حرب نوم په سلم، او مضطجع په منبعث او عفرة په خضرة او شعب الضلالة په شعب الهدی، او بنو زینیة په بنو الرشده بدلول.

د صحيح البخاري په روایت کې راغلي: سعید بن المسیب  له خپل پلار څخه روایت کوي چي زما پلار پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته راغی هغه صلی الله عليه وسلم ورته وویل ستا نوم څه ده؟ زما پلار ورته وویل حزن (غمګین) نو پیغمبر صلی الله عليه وسلم ورته وویل: «لا بل انت سهل» نه بلکې ته سهل (خوشحال) یې، یعنې ستا نوم باید حزن نه، بلکې سهل وي. خو هغه ورته وویل: نه زه هغه  نوم نه بدلوم چي پلار ورباندې بللی یم.

له دې روایت څخه وروسته ستر تابعي سعید بن المسیب وایي: چي له هماغه مهاله په موږ کې حزن غم ځای نیولی دی .

په دې اړه نور هم  ډېر حدیثونه او اثار نقل شوي دي چې موږ ته پکې دا لارښونه شوې ده چي په ماشومانو بېکاره نومان ايښودل له هغوی او ځان سره جفا ده  .

د ښه نوم په اورېدلو د پیغمبر صلی الله عليه وسلم خوښي:

عبدالله بن بریده  له خپل پلار څخه روایت کوي:

«وکان النبي صلی الله عليه وسلم، لا يتطير من شيء ولکنه إذا أراد أن يأتي أرضا سأل عن اسمها فإن كان حسنا رؤي ذلك في وجهه، وکان إذا بعث رجلا سأل عن اسمه فان کان حسن الاسم رؤی البشر في وجهه وإن کان قبیحا رؤی ذلک في وجهه»  (مفتاح السعادة ۲/۲۴۷)

ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم به له هیڅ شي کرکه نه کوله، کله چي به یوې سیمي ته داخل شو، نو د هغه کلي یا سیمې د نوم پوښتنه به یې کوله، که به یې ښه نوم وو، نو د رسول الله صلی الله عليه وسلم په مبارک مخ کې به د خوښۍ نښې ښکاره شوي، او کله چي به یې یو مجاهد چېرته لېږل، نو لومړی به یې د نوم په اړه  ورځینې وپوښتل که به یې ښه نوم وو، نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم په  مبارکه  څهره به د خوښۍ نښې څرګندې شوې. او که به یې بېکاره نوم وو نو د ناخوښۍ نښې به یې په مبارک مخ کې ښکاره  شوې.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب