د تثلیث عقیدې دلیل کیمیا څخه او رد یې

کله چې ماښاغلی متی العربي سره مناظره پيل کړه نوپه دې مناظره کی درې نورکسان مله شول چې يويی ښاغلی جيمزدی، له ښاغلی جيمزځخه علاوه يوحنا مريم له جنوبی افريقاڅخه ميرمن کيتی پيټرله فليپين څخه په دی مناظره کی ګډون وکړچی الحمدلله وټولوته مو د لوی خدای جل جلاله په مرسته سره دقناعت وړځوابونه ورکړل اوددوهم ځل لپاره يی بيادجرأت ونکړ.

 دنيټ له لاری یوسړی چې ځان ئې راته جیمز(James) معارفی کړراڅخه وپوښتل چې زه تثلیث په کیمیاپوهنې (Chemistry) کی درته ثابتوم، اوحال داچې تاسی مسلمانان دتثلیث څخه منکریاست، ماورته وویل چې څنګه؟؟؟ده راته وویل چې ماده درې حالتونه لری مايع، غازاوجامد، چې دادرې سره په حقیقت کی یوه ماده ده، اوداتثلث ثابتوی؛ ماورڅخه وپوښتل چې سیدناحضرت عیسی علیه السلام، روح القدوس اوخدای یودی که نه؟ ده راته وویل هو! دایودی. ماورته وویل افرین ډیرښکلی ځواب دی راکی اواوس به زه ستاسودپوښتنې ښکلی ځواب درکړم.
دادکیمیادعلم یواصل دی چې ماده درې حالتونه لری، مایع، غازاوجامد خودادرې حالتونه هریوبیل بیل تعریفونه اوځانګړتیاوې لری، اوزه به لومړی ددې درې حالتونوتعریفونه درته وکړم:
دمادې جامدحالت: داهغه حالت دی چې ماده معلوم شکل، معلوم حجم اومعلوم وزن ولری. لکه ډبره چې دادرې سره حالتونه ئې ثابت دی اوهیڅ تغیرپکښې نه راځی.
دمادې مايع حالت: داهغه حالت دی چې ماده غیرثابت شکل لری، مګروزن اوحجم ئې ثابت دی. دمادې دمایع حالت دجامد حالت څخه په دې کی توپیرپیداشو چې جامدحالت ثابت شکل لری اومایع حالت ئې نه لری.
دمادې دګازحالت: دادمادې هغه حالت دی چې شکل ئې غیرثابت، حجم ئې غیرمعین اویواځی وزن ئې ثابت دی.
چې ددې تعریفوڅخه دا ولاسته راغلل چې دادرې سره حالتونه سره ژورتوپیرلری یعنی که یوشی جامدوی نوپه همدغه مهال مایع نشوورته ویلای، که مایع وی نوجامدنه دی ، که غازوی نوجامد نشوورته ویلای اوکه جامدوی نوغازاوهمدارنګه مایع… برعکس تاسی وایاست چې حضرت عیسی علیه سلام خدای دی، روح القدوس خدای دی،اوخدای داټوله یو خدای دی،اوټوله یوشانته دی، که موږدمادې ودې حالتونوته راشو نوویلای شوچې کله څرنګه چې جامدحالت په عین وخت مایع اوغازنشی کیدلای نوخدای چې شته بیاسیدناحضرت عیسی علیه السلام اوروح القدوس خدای نشی کیدلای، داځکه چې کله چې انسان دحضرت عیسی علیه السلام تصورکوی نودابه ووایی چې هغه یوانسان ؤ اودخدای له لوری رالیږل شوی پیغمبروو، کله چې دروح القدوس فکرکوی نووبه وایی چې دادخدای یوه مقربه ملایکه ده( حضرت جبرائیل علیه السلام) اودنده ئې داوه چې دالله احکام ئې وپیغمبرانوعلهیم السلاموته راوړل اوکله چې وروح القدوس ته راشونودکیمیاپوهنې له نګاه ویلای شوچې هغه یوه ملائیکه ده اوبس، نه خدای ده، اونه هم دعیسی علیه السلام په شان ده، اوداسی نور…
ماده دوه ډوله تغیرات اوخواص لری یو فزیکی اوبل کیمیاوي نوبیاستاسوپه اندڅوخدایان دی؟ کوم یوکموی؟ دکوم یوه څخه دخدایتوب صفت سلبوی؟ ایاتاسی په کیمیااوفزیک کی اونوروعصری علوموکی ګوری که یی درې څانګې درلودی نو دا ستاسو د تثلیث ثبوت اواستدلال دی؟ اوبیاودې ته هم نه ګوری چی دافیصله درسته ده اوکه بی بنسټه؟
وبل لورته اتوم دوې برخې لری هسته اومدارونه بیاستاسوپه اندڅوخدایان شول؟
اوکه تاسی ددوهم ځل لپاره ووایاست چې اتوم درې زرې لری اوداتثلیث شو، نوزه به دایوڅه وڅیړم:
په هسته کی نیوترون اوپروتون دی چې نیوترون خنثی ذره ده، اوپروتون مثبت چارچ لری، اوپه مداروکی الیکترون دی چې منفی چارچ لری چې په واقعیت کی دادرې سره زرې سره مخالفې دی اویوشانته نه دی؛ داځکه چې یوه زره به یاچارچ لری اویابه ئې نلری، که ئې لری یابه مثبت چارچ لری اویابه هم منفی چارچ لری، چې داټول سره په متضادحالت کی دی، یعنی که مثبت ونومنفی نشی کیدای، که خنثی ونوبیاچارچ نشی درلودلای، داسی نشی کیدلای لکه ستاسودتثلیث عقیده چی خدای، روح القدوس اوعیسی علیه السلام داټول سره یودی، اوس ددې څیړنومطابق کوم یوخنثی دی؟ اعوذمن ذالک،نوپه یوه ټکی کی درته وایم چې حضرت عیسی علیه السلام دبیولوژی اوکیمیاددې اوصولومطابق نه یواځی ستاسوتثلیث باطل ثابت شوبلکې وحدانیت ئې ثابت کړ، اوهغه داچې روح القدوس بیل دی، خدای بیل دی اوحضرت عیسی علیه السلام بیل دی، اودهریوه پیژندنه بیله ده، نوسیدناحضرت عیسی علیه السلام یواځی انسان وه اویولوی پیغمبروواوخدای نه وو.
جیمزددې ځواب په اوریدلوسره بیاددې جرئت ونکړچې بله پوښتنه راڅخه وکړی.

یادونه: که تاسی غواړی چی دعیسایت په هکله معلومات ولولی نوکولای شی چی زماچاپ شوی کتاب زمامناظره دیوه عیسایی راهب سره وګوری

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب