د تراويح لمونځ

د تراويح لمونځ تعريف :

د رمضان په مبارکه مياشت کې د فرضو او سنتو نه ورسته او د واجبو نه مخې چې کوم لمونځ ادا کيږي هغه ته په شريعت کې تراويح وايي ، د تراويح لغوي معنی آرام او راحت دی څرنګه چې له هرو څلورو رکعتو لږ شان آرام کيږي ددې وجې دې لمانځه ته تراويح وايي .

د تراويح د لمانځه فضيلت

د ابی هريره نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل :

من قام رمضان ايماناً و احتساباً عفر له ما تقدم من ذنبه (بخاری ).

ژباړه : څوک چې د رمضان په مياشت کې دشپې قيام وکړي (د تراويح لمونځ ) د ايمان په تقاضا او د ثواب لپاره نو د هغه آينده ګناهونه بخښل کيږي .

عن أبا سلمة بن عَبْدُ الرحمن- أن رَسُول اللَّهِ صَلَى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسلَّمْ ذكر شهر رمضان فقال ((شهر كتب اللَّه عليكم صيامه، وسننت لكم قيامه. فمن صامه و قامه إيماناً واحتساباً خرج من ذنوبه كيوم ولدته أمه)). (سنن ابن ماجه او النسائی ).

ژباړه : له أبا سلمة ابن عَبْدُ الرحمن نه روايت دی :چې رسول اللَّه صلَى اللَّه علَيْه وسلم د رمضان د مياشتی يادونه وکړه چې دا هغه مياشت ده چې الله تعالی د هغی روژی پر تاسې فرض کړی ده نو څوک چې د رمضان روژی ونيسی او دشپې (د تراويح لمونځ ) هم وکړي د ايمان په تقاضا او د ثواب لپاره نو له ګناهونو به داسې وځی لکه په کومه ورځ چې مور زيږولی وي

صفت الله قريشي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب