د تراويح لمونځ

د تراويح د لمانځه فضيلت

د ابی هريره نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل :
من قام رمضان ايماناً و احتساباً عفر له ما تقدم من ذنبه (بخاری )
ژباړه : څوک چې د رمضان په مياشت کې دشپی قيام وکړی (د تراويح لمونځ ) د ايمان په تقاضا او دثواب لپاره نو دهغه آينده ګناهونه بخښل کيږي .
عن أبا سلمة بن عَبْدُ الرحمن- أن رَسُول اللَّهِ صَلَى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسلَّمْ ذكر شهر رمضان فقال ((شهر كتب اللَّه عليكم صيامه، وسننت لكم قيامه. فمن صامه و قامه إيماناً واحتساباً خرج من ذنوبه كيوم ولدته أمه)). (سنن ابن ماجه او النسائی )
ژباړه : له أبا سلمة ابن عَبْدُ الرحمن روايت دي :
چې  رَسُول اللَّهِ صَلَى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسلَّمْ  د رمضان د مياشتی يادونه وکړه چې دا هغه مياشت ده چې الله تعالی د هغی روژی پر تاسې فرض کړی ده نو څوک چې د رمضان روژی ونيسی او دشپې (د تراويح لمونځ ) هم وکړي د ايمان په تقاضا او د ثواب لپاره نو له ګناهونو به داسې وځی لکه په کومه ورځ چې مور زيږولی وي .

د تراويح معنی :

د رمضان په مبارکه مياشت کې د فرضو او سنتو نه ورسته او د واجبو نه مخې چې کوم لمونځ ادا کيږي هغه ته په شريعت کې تراويح وايې ، د تراويح لغوي معنی آرام او راحت دي څرنګه چې له هرو څلورو رکعتو  لږ شان آرام کيږي ددی وجې دې لمانځه ته تراويح وايې .

د تراويح  د لمانځه حکم :

د تراويح لمونځ په نر او ښځه سنت مؤکد دی ښځې به يې په کور کې ادا کوي او سړي په جماعت کې په کوم کلی يا محل کې چې هيڅ څوک يې هم په جَمعی سره ادا نه کړي نو په ټول کلی به ملامتيا وي .
پدی لمانځه ځکه ډير تاقيد شوي دی چې د اسلام ستر پيغمبر صلی الله عليه وسلم خو چې د خپل امت د نجات لپاره څومره هلی ځلی کړی دی له هيچا هم پټې نه دي په روژه کې د نفلو لمونځ د فرضو برابر ثواب لري .
نبی صلی الله عليه وسلم خپله هم د تراويح لمونځ کړی دی او اصحابو کرامو رضی الله عنهم ته يې هم د تراويح د ادا کولو حکم کړي دی .
کله چې محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم د تراويح لمونځ کولو د لمونځ کونکو تعداد به بې حده ذيات ؤ کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  د لمونځ کونکو شوق او زوق وليدو ويې فرمايل زه وېريږم چې دا لمونځ پر تاسې فرض نشي .
وروسته صحابه کرامو  د تراويح  لمونځ په مختلفو رکعتونو کې په جماعت او يواځی ټوګه کولو تر هغه چې حضرت عمر فاروق رض د خلافت په دور کې ۲۰ رکعته په جماعت سره وټاکلی د ټولو اصحابو کرامو په اتفاق همدارنګه د امت د اکثرو فقهاؤ پدی ۲۰ رکعته اتفاق دی .

په تراويح کې د قرآنکريم يو ځل ختم سنت دی

خو قرآن داسې لوستل پکار دی چې صحی ادا شي ، همدارنګه دومره لوستل يې پکار دی چې د لوستو حق ادا شي او هم پر خلکو بار نشي خلک یې په پوره اخلاص او شوق واروي

ځکه چې د فرضو لمونځونو په جماعت کې د مختصروالی حکم شوی دی دا خو سنت دي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب