د تنقيد ازادي!

له لومړۍ ورځې مونږ په جماعت کې د تنقيدي روحيې ژوندۍ ساتلو کوښښ کړی. تنقيد همغه څه دي چې پر خپل وخت خرابۍ په نښه کوي او د اصلاح کولو احساس يې پيدا کوي. اجتماعي ژوند لپاره له اخلاقي پلوه تنقيد همغسې مهم دی لکه له مادي پلوه چې پاکي اهميت لري. لکه څنګه چې د نجاست او طهارت د حس مړينه او د پاکوالي د هڅو بندېدل د يوه کلي ټول چاپيريال پليتوي، او فضا يې هر ډول مرضونو ته مساعدوي، بيخي په همدې توګه که چېرې په تنقيدي نظر سره  خرابيو ته کتونکي سترګې، بيانوونکې ژبې او اورېدونکي غوږونه بند شي نو په کوم ملت، ټولنه او يا حرکت کې چې دغسې حالت پيدا شي هغه به د خرابيو موخه ګرځي او بيا به يې اصلاح په هيڅ توګه نه شي تر سره کېدای. له دې حقيقته مونږ هيڅ وخت نه يو غافله شوي.

سيد ابوالاعلی مودودي رحمه الله
ژباړه:وحيدالله مصلح

مونږ چې د انساني نړۍ، خپل هېواد او خپل ملت پر خرابيو په تنقيد کولو کې کومه ازادي لرلې، د تنقيد همدغه ازادي مو په خپل جماعت کې هم ساتلې ده، دا ددې په خاطر چې که د جماعت په داخل کې کومه خرابي موجوده وي چې پر وخت په نښه او د لېرې کولو کوښښ يې وشي.

د جماعت هر غړی نه يوازې دا چې د تنقيد حق لري بلکه دا پرې لازم دي چې د يوې خرابۍ په کتلو سره خاموش پاتې نه شي.

دا خبره د جماعت د هر غړي په فرايضو کې شامله ده چې که د خپلو ملګرو غړيو په شخصي او يا جماعتي کردار کې او يا د خپل جماعت په نظم او مشرانو کې کوم نقص ومومي نو بې تکلفه دې بيان کړي او د اصلاح دعوت دې ورکړي.

your ads

په همدې توګه پر کومو خلکو چې تنقيد کيږي هغوی له دې خبرې سره اموخته کړای شوي چې نه يوازې تنقيد به زغمي بلکې په سړه سينه به پرې غور کوي او کوم نقص چې په نښه شوی که چېرې ريښتيا وي نو لېرې کولو ته يې بايد پاملرنه وکړي او که نه نو د تنقيد کولو والا غلط فهمي دې رفع کړي.

په دې معاملې کې د تنقيد د جايزو حدودو او معقولو طريقو د نه معلومېدو له امله ډېر کله غلطۍ هم شوي او څه ناڅه نقصان يې مونږ هم وړی دی، ليکن له دې سره سره مونږ کله هم په جماعت کې د تنقيد روح خوبولی نه دی پرېښی، او ددې ګټه دا ده چې د جماعت هر فرد د جماعت په تربيه او تکميل کې مرسته کوي او بيا د خپل ځان په تربيه او تکميل کې له جماعته مرسته اخلي.
ماخذ:
(’اشارات‘، سید ابوالاعلیٰ مودودیؒ ، ترجمان القرآن، جلد۳۵، عدد۳،۴، ربیع الاول، ربیع الآخر ۱۳۷۰ھ، جنوری، فروری ۱۹۵۱ء، ص۸،۱۲۳)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب