د تهجد لمونځ سنتونه او آداب

که څه هم چې د تهجد لمونځ په شپه کې ادا کیږي، خو له دې لړۍ مو ټول هغه سنت مراد دي چې په ۲۴ساعتونو کې واقع کیږي او د اغلبیت په بنا مو د ورځې سنت بللي دي.
رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایي: له فرض لمانځه وروسته غوره لمونځ د شپې لمونځ دی. رواه مسلم
د تهجد لمانځه لپاره دا هم سنت دي چې مسواک ورته ووهل شي، او هم د ال عمران له ۱۹۰ایت (ان فی خلق السموات والارض واختلاف اللیل والنهار لایات للاولی الباب) څخه تر پایه تلاوت وکړي.
او هم دا دوعا وویل شي: اللهم لک الحمد، انت قیم السموات والارض، ومن فیهن، ولک الحمد انت نور السموات والارض ومن فیهن، ولک الحمد انت ملک السموات والارض، ولک الحمد انت  الحق، ووعد الحق، ولقاوک حق، وقولک حق، والجنة حق، والنارحق، والنبییون حق، ومحمد حق، والساعة حق، اللهم لک اسلمت، وبک امنت، وعلیک توکلت، والیک انبت و بک خاصمت، و الیک حاکمت، فاغفرلی ماقدمت و مااخرت، وما اسرت و ما اعلنت، انت المقدم، و انت الموخر،لا اله الاانت. (رواه البخاری)
او د تهجد له سنتو نه دا هم ده چې په دوه رکعتونه چې ډیر درانه نه وی پیل شي، تر څو وروسته نورو رکعتونو ته نشاط واخلي، رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایي: کله چې له تاسو نه کوم یو د شپې لمانځه ته پاڅېد، نو په دوه سپکو او اسانه رکعتونو دې یې پیل کړي. (رواه مسلم)
هغه ټکي چې تهجد ته په راپاڅیدلو کې مرسته کوي.
1: دعا، له الله نه غوښتل چې دا توفیق ورپه برخه شي
۲: د شپې تر ناوخته پوری نه کیناستل.
۳: په ورځ کې یوه اندازه خوب یا قیلوله کول
۴: ګناهونه پرېښودل.
۵: د خپل نفس سره مبارزه کول

ژباړه: سید مصطفی حماس

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب