د توبې شپې ورځې

د روژې په مبارکه میاشت كې توبه او د ځان سره محاسبه کول هغه کارونه دی چې الله تعالی ته ډیر محبوب دي. په دې مبارکه میاشت كې د توبی دروازې خلاصې دي او د الله تعالی فضل او کرم سهار او ماښام زمونږ سره دی نو چیرته دي هغه کسان چې الله تعالی ته رجوع وکړي او د الله تعالی نه بښنه وغواړي؟

الله تعالی فرمایی:
ای زما بندگانو چې په خپل ځان مو د گناهونو ډیروالى غوره کړی دى، د الله جل جلاله د رحمت ځنی نا امیده مه شئ الله جل جلاله ټول ګناهونه بښي او هغه بښونکى او مهربان دى. زمر/53
دا میاشت د توبې او بښلو میاشت ده، د ګناهونو ځنی د تیريدنې او الله تعالی ته د ورگرځیدلو میاشت ده، دا وخت او زمان د بل هر وخت او زمان نه ارزښت ناك وخت دی.
د رسول مبارک څخه په صحیح سند روایت شوی دی چې فرمایي :
الله تعالی د شپې خپل د رحمت لاس غځوي چې د ورځي ګنهکاران توبه وباسي او ورځي د رحمت لاس غځوي ترڅو د شپې ګنهکاران توبه وباسي. دا كار ترهغه تر سره كيږي چې لمر له لودیځ ځنې را پورته شي. مسلم
زمونز بدۍ زیاتې دي اما د الله جل جلاله تیریدنه ډیره ده، زمونز گناهونه زیات دي اما د هغه رحمت پراخ دى، زمونر سهوې او خطاگاني زیاتې دي اما د الله تعالی بښنه بې اندازې ده.
الله تعالی فرمایی:
هغوی چې بد کارونه یې سرته رسولي او د گناهونو په کولو سره یې په خپل خان باندی ظلم کړی، که د الله تعالی په یاد باندې د خپلو گناهونو بښنه وغواړي نو څوک دي چې گناهونه بښي بغیر د الله تعالی نه. په هغه صورت کې چې تیر شوي گناهونه تکرار نه کړي. آل عمران/135
هغه کسان چې په خپلو بدو کړنو پښیمانه دي، سهوه یې کړې، په خپلی سهوې باندې اقرار کوي گناه يې کړې اما بښنه یې غوښتې، بد عملونه يې سرته رسولي اما پښیمانتیا يې ښکاره کړې، نو دا کسان د الله تعالی د بښنې وړ دي.
د رسول اکرم صلى الله عليه وسلم څخه روایت دى چې ويلي يې دي: د هغه کس مخ د سپیره شي چې د روژی مبارکه میاشت پرې راشي او ونه بښل شي. ترمذی او حاکم
روژه هغه موقع ده چې بیا نه تکراریږي، دا موقع بیا نه پداکیږی مګر ډیرکم. ایا څوک شته چې ترینه استفاده وکړي؟
په دې مبارکه میشات كې د تیر یوه کال ګناهونه بښل کیږي، په هغه صورت كې چې انسان صادق او پاک وي او د لویو گناهونو ځنې پرهیز وکړي.
الله تعالی په حدیث قدسی كې خپلو بندگانو ته په خطاب كې فرمایي:
ای زما بندګانو! تاسو شپه او ورځ گناه کوى او زه ټول گناهونه بښم. له ما ځني د بښنې غوښتنه وکړئ تر څو تاسو وبښم. مسلم
الله تعالی په حدیث قدسی کې فرمایی:
ای د ادم بچیه! تا له ما ځنې بښنه ونه غوښته او زما ځنې نا هیلى شوې، اما هر څه دې چې کړي وه ما وبښل. د گناهونو زیاتوالی دې مهم نه دی. ترمذی
ای روژه نیونکیو! دا میاشت زمونو لپاره یوغنیمت دى د نصوحې توبی لپاره. ایا له دغه فرصت اوغنیمت نه استفاده کوو؟
ګرانه وروره او درنې خورې!
پوهیږی چې: د الله متعالی په دربار کې د روژې د قبلیدو د علائمو ځنې یو دا دی چې د زړه د اخلاصه توبه وکړو، قوی عزم او قصد وکړو چې بیا به تیرشوي گناهونه نه تکراروو او په خپلو بدو عملونو پښیمانی ښکاره کړو.
الله تعالی دى چې له بندگانو ځنی توبه قبلوي او له بدۍ ځنی تیریزی او پوهیږی چې څه کوو. شورای /25
د رسول اکرم صلى الله عليه وسلم ځنې روایت دی چې: قسم په هغه ذات چې زما روح د هغه په لاس كې دی که چیرې تاسو گناه ونه کړی نو د ملائکو په شان به مو الله تعالی یوسې او یو ټولی به راوړي چې گناه وکړي او د الله تعالی نه بښنه وغواړي او هغوی وبښی. مسلم
څوک چې د روژې په میاشت کې توبه ونکړي نو کله به توبه کوي او چې پدې میاشت کې د الله تعالی طرف ته رجوع ونه کړي نو کله به يې کوي؟
زیاتره روژه نیونکي فقط د روژې په میاشت كې نیک او صالح اعمال سرته رسوي اما چې د روژې میاشت پای ته ورسیږي، همغه پخواني عملونه سرته رسوي، هره هغه توښه چې د روژی په زریعه لاسته راوړي هغه ضایع شي  او هغه وعدْ چې د الله تعالی سره يې کړْ ماتی کړي نو په همدی ډول سره ټول عمر په وعدو کولو او وعدو ماتولوسره تیریږي…….
زیاتره سلف داسْ وه چې د روژی میاشت به خلاصه شوه نو په روژه پسې به يې ډیر افسوس کولو او د روژې په میاشت پسې به يې ژړل چې دا د هغوی د زړونو د روښنایۍ دلیل وو.
ژباړه: خليل الرحمن مجاهد

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب