د تورو مرچو شپږ مهمې ګټې

 

په دې خو ټول پوهیږو، چې تور مرچ د هر پخلنځي له لازمو موادو او داروګانو څخه دی. ځینې کورنۍ بیا په پخلي کې د بلې هرې مسألې په تېره بیا د سرو مرچو او رنګ پر ځای یوازې د تورو مرچو دارو کاروي. خو ایا په دې هم پوهېدئ، چې د تورو مرچو شپږ نورې مهمې ګټې څه دي؟
د روغتیاپالو په اند په تورو مرچو کې د پيپرین په نامه ماده شتون لري، چې د تورو مرچو سره د خوند په ښه والي سربېره د ګڼو نورو ګټو په رسولو کې مرستندوی ثابتیدای شي. چې هغه ګټې يې دا دي :

۱- تور مرچ د سرطاني غدو او حجرو پر وړاندې په نورو حجرو کې مقاومت پیاوړی کوي.

۲-  تور مرچ د انسان د معدې د تیزابو او قبضیت د ختمولو لپاره ګټه کوي. داسې چې د انسان د معدې تیزاب یعني د هایډرو کلوریک اسید د خارجولو چاره ګړندۍ کوي، چې له امله یې د انسان هاضمه ښه کیږي.

۳- تور مرچ د میکروبونو په خلاف هم مؤثر ثابت شوي. د کولمو د تخریب عوامل او میکروبونه له منځه وړي.
۴- د خوراک د خوند او ذایقې د ښه کولو ترڅنګ تور مرچ د اشتهاء په صافولو او زیاتولو کې مرسته کوي.

۵- تور مرچ د وزن د کمولو لپاره هم ګټور شی دي.تاسو به وایاست چې دا څنګه ؟! خو ځواب یې اسانه دی،ځکه که څه هم تور مرچ اشتهاء زیاتوي، خو بل پلو بیا د تورو مرچو یو خاصیت دا هم ښودل شوی، چې د وازدې (غوړزګي) بهرنۍ غشاء یا پرده غوڅوي او په همدې ډول په مسلسله توګه چربي او وازګه ویلي کوي.

۶-  که د معدې له ګاز او تیزابیت څخه کړېږئ، نو اسانه علاج یې دا دی، چې په خپلو خوړو کې مو تور مرچ زیات کړئ .

باید پام مو وي، چې د تورو مرچو په استعمال کې له اصراف او افراط څخه کار وانخیستل شي، ځکه د حاملو او باردارو مېرمنو لپاره او همداراز د معدو د دایمي ناروغانو لپاره د بې حده زیاتو تورو مرچو خوړل د ګټې پر ځای سخت تاوان کوي.

احمد شاه پوپل

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب