د جمهوریت او دیموکراسۍ اهداف

دتحریف شوی مسیحی او یهودي اسلام دښمنه، طاغوتی او اشعالګره نړۍ دخلافت لمنځه وړلو او په اسلامی امت کی دجمهوریت او دیموکراسی په دود او ترویج کولو ګڼ شوم او مقاصد او اهداف لری چی یو څو یی د بیلګی په توګه دلته وړاندی کوم څو دا ثابته شی چی دوی اسلامی امت ته دګټور نظام په نوم جمهوریت وړاندی کړې چی په حقیقت کی د پیل څخه تر پایه پوری مسلمه امت ته زیانمن دی او اسلامی امت د تباهۍ، بربادۍ او حیوانیت لوری ته سوق کوی.

الف:ـ داسلامی امت دوحدت خاتمه:ـ دخلافت او اسلامی سیاسی نظام څخه دمسلمانانو محرومول وو دګردو څخه لوی هدف دیووالی څخه داسلامی امت محرومول او دهغوی وحدت او یووالی په اختلاف بدلول دی او دا کار دوی وکړی شو ځکه چی یو اسلامی امت یی شپږپنځوس ټوټي کړ او هری یوی ټوټی ته یی بیلا بیله سیمه وټاکله او ملی نوم یی ورکړ، لکه دعراق جمهوریت، دسوډان ملی جمهوریت ، د ایران او یمن جمهوریت اوداسی نورو جمهوریتونه هریوه ته یی پولی وټاکلی او له یومسلمانی سیمی څخه یی بلی مسلمانی سیمی ته دخپل مسلمان ورور په ازادانه توګه په داخلیدلو سرکاری بندیزونه ولګول دا هر څه ددی لپاره چی بیا په اسلامی امت کی بل محمد بن قاسم سر اوچت نکړی چی داسلام په حکم دبغداد څخه سند ته لاړشی او دخپل مسلمانو خویندو میندو بلنی او مرستو غوښتلو فریاد ته لبیک ووایی او راجا داهر سره وجنګیږی او مظلومی مسلمانی ښځی ورڅخه ازادی کړی او ددی لپاره چی بیا بل احمدشاه ابدالی په افغانستان کی پیدا نشی چی دشاه ولی الله (رح) دمرستی غوښتونو په بلنلیک هندوستان ته لاړ شی او دهغه ځای مظلومو مسلمانانو ته له ظلمونو څخه نجات ورکړی ، ددی لپاره یی دخلافت سیاسی نظام سرته ورسولو چی په مسلمانانو کی بل صلاح الدین ایوبی (رح) پیدا نشی چی دبیت المقدس اسیر کړل شوی مسلمانان نارینه او ښځی، کوچنیان او لویان دصلیبی یرغلګرو او وحشیانو له ظلمونو خلاص کړی او د الله تعالی سپیڅلی کور بیت المقدس دتثلیث له نجسو او مشرکانه پنجو څخه آزاد کړی او دیو الله تعالی عبادت او لمانځنه پکی وکړل شی، ددی لپاره یی اسلامی او عثمانی خلافت ختم کړ چی بیا د اسلامی خلافت تر توحیدی بیرغ لاندی بل سلطان محمودغزنوی پیدا نشی چی هندوستان ته لاړ شی او دالله تعالی په حکم دالله ﷻ درضامندی په خاطر د سومنات بتخانه کنډوالی وګرځوی او د سومنات بت د هندوانو په وړاندی په توحیدی میړانه او غیرت دړی وړی کړی او خلک یواځی د یو الله ﷻ عبادت ته دعوت کړی، ددی لپاره یی اسلامی خلافت ته دپای ټکی کیښود چی په اسلامی امت کی بل مجدد الف ثانی سر وچت نه کړی چی پر مسلمانانو جابر او مرتدد حاکم او حکومت کوونکې ته مخامخ او نیغه په نیغه دحق کلیمه ووایې، ددی لپاره چی په اسلامی امت کی بل مهدی سوډانی پیدا نشی چی دګلډسټن استعماری پلان او نقشه دړی وړی، څیری، ناکامه او نامراده کړي، ددی لپاره یی اسلامی خلافت ټوټه کړ چی په اسلامی امت کی بل علامه سیدجمال الدین افغان پیدا نشی چی داسلامی امت په اختلاف غمجن او اسلامی داعیه پیل کړی او دامت دوحدت په ارمان سر وهلی برهلی دلویدیځ څخه تر ختیځه او دشمال څخه تر جنوبه لالهاند وګرځی او اسلامی حاکمانو ته ځولئ وغوړوی چی سره یو شی او امیرشیرعلیخان ته زړه سوانده وړاندیز وکړی چی په افغانستان کی اسلامی خلافت د قیام ویاړ تر لاسه کړی همداسی وشول لکه چی کفري نړۍ یی غواړی چی څو بیلګی یی په لاندی ډول دی.

  1. دنن اسلامی نړی چارواکی دنړیوالی کفر دخوشحالتیا لپاره دمسلمانانو دوحدت په ځای تفرقه پیاوړی کوې.

  2. داستعمار دظالمانه پلانونودشنډولو پر ځای نور هم پیاوړی کوي او هغوی ظلم او وحشت ته ترقی او کامیابی وایی.

  3. پر اسلامی ملتونو جابر حاکمانو ته دحق ویلو پرځای ددوی هری طاغوتی خبری او عمل ته دحق صبغه ورکوی، حق ویلو ته بغاوت وایی او سرغړونکې او حق ویونکې ته یاغی او واجب القتل ګڼې.

    your ads

  4. دبتانو دماتولو پرځای دبتانو ساتنه کوی او دملی لرغونو آثارو په نوم دبتانو ساتنه کوی ماتوونکې، دبتانو کرکه کوونکې ملی خاینین، بنسټ پال، تنګ نظر او مرتجع او څه نور ګڼل کیږی.

  5. دجمهوریت اوددیموکراسی په حکم بیت المقدس دیهودانو او نصرانیانو مسلم حق ګڼل کیږی.

  6. کافر او مشرک ته نجس ویل دبشردوستۍ خلاف ګڼی او هغوی ته نیږدیوالی د خپل ځان لپاره شرف او ویاړګڼی.

  7. دمسلمانانو څخه ددفاع پرځای ددوی په وژلو کې دیهودو او نصرانیانو سره مرسته کوی او پری پلوری یی.

ب:- اجنبی تهذیب دودول دخلافت د ړنګولو او په بدل کې یی په اسلامی نړی کی ددیموکراسی او جمهوریت د ترویج کولو څخه دوی لوی هدف په اسلامی مرحمه امت کی داسلامی تهذیب پرځای دغرب بشردښمنه تهذیب دودول دی دا ځکه چی ددیموکراسی نظام دروح او مزاج سره غربی تهذیب لازم او ملزوم دي چی په نتجه کی فردي او اجتماعی فساد منځ ته راځی او انسان د عالی کرامت د اوچت مقام څخه بهیمیت او حیوانیت تباه کوونکی کندی ته غورځوی تر اسلامی امت هم دځان په څیر کړي، په اسلامی امت کی دغرب او اروپا په شان دکورني نظام پای ته رسول، شرم او حیا ختمول، فحشا او فحاشی ته وده ورکول، د ازدواجي اسلام اصول او قوانین له منځه وړل، اسلامی او ملی لباس له منځه وړل او پر ځای باندی یی د نارینه او ښځو لپاره غیر شرعی او غیر اسلامی لباس منځ ته راوړل دي، ځکه چی په بشری ټولنه کی د تهذیب په نوم ددغو وحشی او حیوانی چارو د ترویج څخه پرته دیموکراسی او جمهوریت قایم کیدای نشی.

ج:ـ له دین څخه بیزارول: دکفری نړۍ دخلافت د ختمولو او پرځای اسلامی امت کی ددیموکراسی نظام له مسلط کولو څخه دریم اصلی هدف د اسلام دمقدس د الهی دین څخه دمسلمانانو بیزارول او کافر کول دی، هو کفری نړۍ دا کوښښ کوی چی اسلامی امت هم پر الله ﷻ باندی داسی کافر شی لکه څرنګه چی دوی پر کافران شوی دی څو دوی دواړه په کفر کی سره برابر او یو شان الهی العالمین په خپل مقدس کتاب کی فرمایلی دي:

” ودوا لو تكفرون كما كفروا فتكونون سواء الآيه” [سورة النساء ایه ۸۹]

ترجمه: خوښوی دوی، غواړی د مرتدان دغه چی که تاسی هم کافران شی لکه چی کافران شوی دي دوی نو شی به تاسی او دوی ګرد سره برابر په کفر او مرتدوالی کې له حق دین او له سمی لاری څخه، داځکه چی جمهوریت او دیموکراسی یو جاهلی نظام دی په دغه نظام کی تقوای، معنویات،عقیده،اخلاق اوداسی نور بیخی مطرح ندي په دیموکراسی او جمهوریت کی یوازی او یوازی مطرح مادیات دی په دیموکراسی کی انسان هیڅ ارزش نه لری بلکی هغه د تولید ماشین دی او بس. اوهمدارنګه په دیموکراسی کی دیانت،صداقت او شرافت وجود نلری، حلال او حرام پکی نشته بلکی…

گرگ باش خوک باش یا سگ مردار باش

هر چی باشی باش لیکن یک ذره زردار باش

بغیر دکوم قید او شرط نه هرڅوک چی څه غواړی هغه کولې شی.

د:ـ اسلامی جمهوریت: داسلام او اسلامی امت سره خورا زیات ناوړه جفا دا وشوه چی غربی غیر اسلامی سیاسی نظام دیموکراسی چی دهغی مفهوم او معنی جمهوریت دی داسلام دمقدس نوم سره یی ضمیمه او اسلام ته یی منسوب کړه، څو داسلامی امت ناپوه وګړی او هغه چی په اسلامی سیاست کی هیڅ معلومات نه لری او یا خو یی لری مګر ډېر لږ هغوی دا باور کوی چی جمهوریت د اسلام سره هیڅ مخالفت نه لری بلکی داسلامی خلافت دوهم نوم جمهوریت دی، دغه ناوړه عمل دلمړی ځل لپاره په مریتانیا کې وکړای شو او بیا په پاکستان کی ورپسی په ایران کی او دا دی اوس په افغانستان کې جمهوریت چی معنی یی دیموکراسی ده اسلام ته منسوب کړای شو په داسی حال کی چی ۱۳۵۲ لمریزکال کې په افغانستان کی محمدداود خان کودتا وکړه او دلمړی ځل لپاره یی ملوکیت په جمهوریت بدل کړخو داظلم یی وه نکړ چی اسلام ته یی منسوب کړي مګر کله چی ۱۳۸۰لمریز کال کی امریکایی وحشی درنده ګانو د انسان په شکل ځنګلیانو په ګران هیواد افغانستان باندی نظامی یرغل وکړ او دطالبانو اسلامی امارت چی اسلامی نظام وه له منځه لاړه او دمرکزونو نه یی تخنیکی پر شاه شول په افغانستان کی یی دخپل دخوښې سیاسی او وحشی نظام قایم کړ ټوله رهبری یی له سپینی ماڼۍ کیږی په هغه وخت کی به ستاسو په یاد وی چی ګل آغا شیرزی چی په همدغه نظام کې امریکایانو ته منلی څیره وه دجمهوریت دضمیمه کول د اسلام سره مخالفت کاوه ځکه هغه ته راتلوونکې پلانونه معلوم وه او پرته له قصد نه دا خبره د هغه نه ظاهره شوه چی جمهوریت اسلام ته مه منسوبوی نوددی لپاره چی خپل دغه ظالمانه قانون ته مشروعیت ورکړی په ۱۳۸۲ لمریزکال کی داساسی قانون جوړولو اود تدوین اعلان وکړ له دی کبله چی په اساسی قانون کی نظام تعینیږی نو له یو پلوه زمونږ دافغانستان د مسلمان او مجاهد ملت دغولونی په خاطر په افغانستان کی د راتلونکی سیاسی نظام د ټاکنی نظر پوښتنه پيل شوه او له بل پلوه دافغانستان د اووم اساسی قانون دتدوین او دتقنین د کمیسون مشر پوهان نعمت الله شهرانی په هره غونډه کی اعلانونه کول چی دافغانستان راتلونکی سیاسی نظام به اسلامی جمهوریت وی او ښاغلی شهرانی صیب په تفسیرشریف کی ماستری لری نه پوهیږو چی نوموړی په کوم تفسیر شریف کی دکفری او اسلامی نظامونو دامتزاج مشروعیت پیداکړی دی په داسی حال کی چی جمهوریت او اسلامی سیاسی نظام یو دبل خلاف دی او د دواړو ترمینڅ غیر محدود توپیرونه موجود دي او هغه داسی چی جمهوریت سیکولربشری نظام دي او خلافت یا اسلامی نظام دالله ﷻ نظام دی چی دغه دواړه دتاریخ په لحاظ، او داصولو او مبانیو په لحاظ ډېر زیات فرق لري که تاسی دیموکراسی چی مترادف یی جمهوریت دي مطالعه کړی نو پوه به شی چی یقیناً جمهوریت کفربواح دی یعنی ددیموکراسی او دجمهوریت اهداف خلاصه دا شول چی خلق بی دینه کول،بی حیا کول،العیاذباالله من ذالک خدای ﷻ نه انکار کول او دهغه قانون نه منل بلکی دالله ﷻ د قانون پر ځای داکثریت پیروی کول معیار دحق او دباطل اکثریت ګرځول او داکثریت حیثیت ددین د لحاظ او د الهی قانون د لحاظه مطالعه شی نو اکثریت هیڅ کو حیثیت دالله ﷻ په نزد نه لری بلکی دالله په نزد اکثریت مردود دي لکه څرنګه چی په لاندی آیتونو کې هغه ته په صراحت سره اشاره شوی ده :

بسم الله الرحمن الرحیم

(وان تطع اکثرمن فی الارض یضلوک عن سبیلاالله ان یتبعون الاالظن وان هم الا یخرصون الانعام ۱۱۶)

ترجمه: که چیرته ته داکثرهغه چاچی په ځمکه دی پیروی وکړی وا به ړوی تا ای پيغمبره دالله ﷻ دلاری نه ځکه چی هغوی پیروی نه کوی مګر دګومان او نه دی هغوی مګر اټکل کوونکی او دروغ .

او همدارنګه الله ﷻ فرمایی: وما اکثرالناس ولوحرصة بمومنین سورت یوسف۱۰۳

ترجمه: ندی زیات دخلکو اګر که ته کوښښ کوی او تلاش وکړی امان راوړونکی ای پیغمبره.

او همدارنګه الله ﷻ فرمایی: (وان کثیرا من الناس بلقاء ربهم لکافرون سورت الروم ۸)

ترجمه: او زیات دخلکو نه داسی هم دی چی دخپل دپروردګار په دیدار ایمان نه لری او کافری دی.

او همدارنګه الله ﷻ فرمایی: (ومایومن اکثرهم باالله الا وهم مشرکون سورت یوسف۱۰۶)

ترجمه: او ایمان نه راوړی اکثره او زیات ددوی په الله ﷻ مګر دا چی دوی مشرکان او شرک کوونکی دی.

او همدارنګه په غافر سورت کی په ۶۱ آیات کی الله ﷻ فرمایی:

(ولکن اکثرالناس لایشکرون)

ترجمه: لکن داکثره دخلکو شکر دالله نه پرځای کوی.

(ولکن اکثرالناس لایومنون) سورت هود۱۷

ترجمه: لاکن اکثریت دخلکو په الله ایمان او باور نه لری

(ولکن اکثرالناس لایعلمون سوره الاعراف ایه ۱۸۷)

ترجمه: لکن اکثریت دخلکو نه پوهیږی

او همدارنګه پّ سورت الاسرا کی ایت ۸۹ (فان اکثرالناس الاکفورا)

ترجمه: ولی اکثره خلکو بغیر دانکار د حق نه څه شی قبول نه کړ.

دا وه داکثریت وزن او تله دالله ﷻ په نظام کی دجمهوریت او دیموکراسی د طاغوتی نظام په خلاف په اسلامی سیاسی نظام کی د حلالو او حرامو واکمن یواځی او یواځی الله رب العزت دی او بس، الله ﷻ چی پخپل جامع او ابدی اساسی قانون کی قرانکریم کی چی بشریت ته څه حلال کړی دی هغه به تر قیامته پوری حلال وی او پر بشریت یی چی څه حرام کړیدی هغه به تر قیامته پوری حرام وی، ترڅو چی دا دنیا وی حرام دی، هیڅ چا ته دا حق ورکړ شوی نه دی چی د الله ﷻ حرام کړل شوی شیان حلال او حلال کړل شوی شیان حرام وګرځوی ان تر دی چی الله ﷻ وروستی نبی امام النبیاء خاتم الرسل محمد ﷺ دالله ﷻ له پلوه دا حق ورکړ شوی ندی چی پخپله خوښه یا دبل چا په غوښتنه او یا دچا خوشحالتیا لپاره حرام حلال وګرځوی او یا حلال حرام وګرځوی.

د اسلامي امت د یوالي په هیله

لیکوال: مولوي محمد ادریس

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب