د جنيتيک پلي کول- DNA کشف

د جنيتيک پلي کول

په تېرو څپرکو کې مو د کروموزومونو او DNA په باره کې معلومات حاصل کړل. هستوي تېزابونه په جنتيک کې اساسي ماده ده چې هر وګړی د ارثي ځان/ړتياوې او معلومات لري او له يو نسل څخه بل نسل ته انتقال کوي.

د جنتيک پوهان د شلمې پړېۍ له لومړيو څخه په حجره کې د جنتيک د مادې د ماهيت د کشفولو په لټه کې و. په هغه زمانه کې د جنتيکي مادې د جوړښت او څرن/والي په باره کې یې پوره معلومات نه درلودل، خو په دې عقيده و چې دجنتيک ماده بايد د لاندې ځان/ړتياوو لرونکي وي: ١- جنتيکي اطلاعات په خپل ځان کې زځرمه کړي. ٢- هغه د يو نسل څخه بل نسل ته ولېږدوي. ٣- د دوامداره جوړښت لرونکي وي چې د ژوند تر پای پورې فرد تغير ونه کړي. په دې څپرکي کې به تاسو د جنتيکي مادې د جوړښت او د انسانانو د ژوند په ښه والي کې به د جنتيک د اهميت په باره کې معلومات حاصل کړئ.

DNA څه شي دي او د څه شي سره ورته والی لري؟

ډځر کلونه د DNA د ماليکول جوړښت او شکل د جنتيک پوهانو ته يوه معما وه. په ١٩٥٠ م کال کې دوو پوهانو کريک او واټسن له زياتو مختلفو تجربو څخه وروسته د DNA د کيمياوي جوړښت موډل کشف کړ چې ددې معما په حلولو سره یې د نوبل جايزه واخېستله.

ارثي صفتونه د جينونو په واسطه تعينېږي. همدا جينونه دي چې له يو نسل څخه بل نسل ته لېږدول کېږي. جينونه د کروموزومونو د پاسه واقع دي د کروموزوم يوه برخه ده چې د زياترو حجرو په هسته کې واقع وي. کروموزومونه له پروټين او DNA څخه جوړ دي. DNA جنتيکي ماده ده چې د ارثي صفتونو

تعينوونکې ده. خو أيا دغه جنتيکي ماده )DNA( به په کوم شکل وي؟ پوهان په دې پوهېدل چې DNA، بايد دوه خصوصيات ولري:

١- د حجرې د خاصو فعاليتونو د لارښوونې وس ولري.

٢- وکولی شي چې ارثي معلومات له يو نسل څخه بل نسل ته ولېږدوي. پوهانو فکر کاوه چې يوازې پېچلي ماليکولونه؛ لکه پروټينونه کولی شي چې پورته نومول شوې دوه عملیې سرته ورسوي. خو وليدل شو چې DNA ارثي خواص نقلوي.

د DNA جوړوونکي برخې يا نوکليوټايډونه DNA له کوچنيو برخو څخه جوړ شوي دي چې د نوکليوټايد په نامه يادېږي.

هر نوکلوتايد له پنځه کاربنه قند، قلوي او فاسفټې څخه جوړ دي. قلوي ګانې یې څلور ډوله دي، له: ادنين، ګوانين، سايتوزين او تايمين څخه عبارت دي چې هر يو یې خاص شکل لري. پوهان دغه قلوي ګانې د خپل نوم په لومړي توري يادوي، لکه: ادنين (A) او داسې نور.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب