د جنینو تنظیم او ماشوم دغړو دودې ترتیب| قرآن علمي اعجاز

د جنینو تنظیم Gene

له نطفې نه مو پیداکړ اوانډول مو ورته سم کړ. بیامو تګلوری ورته آسان کړ (عبس ۱۹-۲۰).
د “قدره” کلمه چې متناسب ژباړل شوی دی د قدر له فعل څخه اخستل شوی . دغه کلمه دتنظیمولو، پلانولو، طرحې اچولو، وړاندوینې اوپه پای کې دهرڅه لیکل په تقدیر کې دی.
کله چې  سپرم دتخمې پلار مور القاح کړه دواړه جینونه یوځای کېږی اود ماشوم د جسم ټولې ځانګړنې جوتېږی . هریو د دې زرګونو جینو څخه ځانته ځانګړې دنده لری . دسترګو درنګ ، دویښتو، ونې، څېرې اونورو جین ټاکل کېږی. برسېره پردې دعضویت په دننه کې د زرګونو بېلابېلو فعالیتونو فزیکی ځانګړنې مشخصېږی چې کنټرول یی په جینو کې لیکل شوی دی. لکه دوینی دفشار لوړیدل چې به جینو کې حک کېږی  .

هغه لومړنی جین چې دسپرم اوورم له یوځای کیدو څخه مېنځته راځی د ډی .ان.ای  DNA مالیکول جوړوی چې دیوه چا ټولې نښې له لومړی سرنه تر مړینې پورې دکودنو په توګه کې ځایول کېږی. دغه مالیکول د داسې جینونو درلودونکی وی چې دحجرو په هسته کې ځای لری. لومړنۍ حجره دیادوشویو معلوماتو له مخې د DNA په ویشل کیدو پیل کوی. په دې توګه یو انسان جوړېږی. دیوه انسان د جوړښت تنظیم دیوه مالیکول یا      DNA له لارې صورت نیسی. دغه  ماليکول له کاربن، هايدروجن، نايتروجن او فاسفورس نه جوړشوی دی.

دمعلوماتو هغه ظرفیت چې په  DNA کې ثبت وی، پوهان یی حیران کړی . په یوه مالیکول کې شته معلومات دومره پراخ دی چې کولای شی یو میلیون دايرة المعارفونه چې هریو یی په زرګونه مخه ولری ډک کړی.

دپرتلې لپاره کولای شو ووایو چې دنړۍ ستر اوډیر معلومات لرونکی  دايرة المعارف  بريتانيکيا Britannica  دی چې درویشت ټوکه  اوپنځه ویشت زره مخه دی .په داسې حال کې چې یو مالیکول چې دحجرې په هسته کې له خپله حجرې نه هم کوچنۍ وی دنړۍ له ستر دايرة المعارف Encyclopedia نه څلویښت برابره ډیر معلومات په کې ځای شوی. یعنې چې دغه  دايرة المعارف به زر ټوکه ولری چې تراوسه ددنیا په هېڅ ځای کې نشته دا دانسانی بدن یوه بله معجزه ده چې ماتریالیستان اوهغه کسان چې دکایناتو خالق نه منی  دروغجن غلط اوډیرنادانه ثابتوی.

دDNA جوړښت په کال  ۱۹۵۳ ميلادى کې د فرانسيس کريک له خواکشف شوی په داسې حال کې چې په سلوګونه کاله مخکې قرآن هغه ته اشاره کړې وه .

دماشوم دغړو دودې ترتیب

انسان مو له مختلطې نطفې څخه پیداکړ اوترآزموینې لاندې مو راووست اوبیامو هغه اوریدونکی اوریدونکی وګرځاوه (الانسان ۲).
د قرآن په ټولو آیتونو کې د انسان دحواسو د یادښت یو ترتیب شته تل لومړی اورېدل ، بیا لیدل اوبیا حس کول یاد شوی دی .
ډاکتر کيت مور وایی: په دوه ویشتمه ورځ د رحم په دننه کې لومړی د غوږ نو جوړښت پېلېږی بیا سترګې جوړېږی اوبیا دفاعی مرکزونه چې د درک اوحس کولو توان لری جوړېږی . ماشوم په څلورمه م یاشت کولای شی ټول غږونه واوری. چې د داډول وضاحت ذکر په قرآن کې خپله یوه معجزه ده.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب