د جُمعې لمونځ- د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود

پوښتنه: پلار جانه! تاسې هره جمعه ما د ښار جامع جومات ته بيايئ او هلته ګڼ شمېر خلک د لمانځه د اداء کولو لپاره راځي، نو ځکه غواړم چې د جمعې لمانځه په ځانګړتياوو پوه شم.

ځواب: زويه! د جمعې لمونځ په هغه ښارونو کې لوستل کېږی چې په هغې کې آسانتيا، آرامي او ژوند کول مساعد وي، د جمعې لمانځه د ښه ترسره کولو لپاره لاندې شرايط اړين دي.

۱ـ داسې ښار وي چې په هغې کې جامع جومات موجود وي.

۲ـ د ماسپښين د لمانځه وخت رارسېدلی وي.

۳ـ د جمعې لمونځ بايد په جماعت اداء شي.

your ads

۴ـ اذان بايد د ټولو لپاره وي، ترڅو ټول خلک وتوانېږي په آرامۍ سره پکې ګډون وکړي.

۵ـ خطبه ولوستل شي.

د جمعې لمانځه ته غسل کول، پاک کالي اغوستل، د عطر يا خوشبو کارول او مسواک کول سنت دي، د جمعې لمونځ په نارينه چې مقيم، عاقل او آزاد وي فرض دی.

څوک چې د دغه شرايطو برعکس يعنې: ښځه، مسافر، ليونی، ناجوړ او زنداني وي د جمعې لمونځ پرې فرض نه دی، که له دې ډلې څخه څوک لمانځه ته حاضر شي، د جمعې په لمانځه کې نه شمېرل کېږي، د جمعې د لمانځه د اذان په اورېدلو سره باید هرڅوک خرڅلاو پرېږدي او لمانځه ته ولاړ شي، د جمعې د خطبې په پيل سره خبرې او لمونځ ممنوع کېږي.

تر لومړي اذان وروسته څلور رکعته سنت لوستل کېږي او بيا دوه وو خطبو ته غوږ نيول کېږي چې امام يې وايي او د دوه ؤ خطبو په منځ کې څو لحظې کيني، تر دويمې خطبې وروسته اقامت لوستل کېږي او بیا په لوړ غږ او جماعت سره دوه رکعته فرض لمونځ اداء کېږي، لمونځ کوونکی وروسته له هغې لومړی څلور رکعته او بيا دوه رکعته سنت لمونځ اداء کوي، په پای کې امام دعاء لولي او ټول يې اوري، بيا ټول وګړي په خپلو کارونو پسې ځي.

کتاب: د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود

ليکوال: سيد عبد الله ولی زی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب