د حج خاطرات

د حج روحاني، نړیوال، سپېڅلی او نه هېرېدونکی سفر هر حاجي او د سپېڅلو اماکنو زیارت کوونکي مومن ته ګڼ خاطرات په خپله لمنه کې لري چې د مقدسو ځایونو د زیارت، اړوندو عبادتونو د اجراء دعاګانو، لیدو کتو، ستړیاوو، مثبتو او منفي پدیدو د لیدلو په لړ کې یې مومن انسان حاصلوي او غواړي چې له نورو سره یې د ګډون هڅه وکړي. له ټولو څخه د مخه یو وړاندیز لرم هغه دا چې د ۱۳۹۳ کال د حاجي صاحبانو او په ځانګړې توګه لیکوالو حاجیانو څخه مې هیله دا ده چې هرو مرو خپلې خاطرې او یادښتونه و لیکی او د عمومي اصلاح او سمون لپاره یې له نورو سره شریک کړي څو په راتلونکي کې حاجي صاحبان، د حرمینو زیارت کوونکي او چارواکي د اړوندو چارو د آسانتیا لپاره پاملرنه لازمه ورته وکړي. دا چې په ۱۳۹۳ کال کې ما ته هم د حج د مبارکې فریضې د ادا کولو او حرمینو شریفینو د زیارت فضیلت په برخه شو نو په همدې لړ کې مې د حج د سفر یو شمېر خاطرات راټول کړي چې زه یې د لیکلو او له درنو لوستونکو سره د شریکولو هڅه کوم. الله (ج) دې وکړي چې دغه څو ټکي درنو لوستونکو ته په زړه پورې او ګټورې وي. دا یادښتونه په داسې توګه برابر شوي دي چې هره موضوع بېل عنوان لري.

حج ته سفر

د حج د ادا کولو په موخه سفر کول په څو ډوله دی چې د حج او اوقافو د وزارت له لوري د حکومتي پروګرام ګڼ ګروپي سفر، د سعودي د حکومت د بلنې پر بنسټ د یو شمېر مېلمنو سفر، د تورېستي شرکتونو له لوري سفر او انفرادي سفر ګڼل کېږي. هغه پروګرام چې د حج او اوقافو د وزارت له لوري صورت مومي او حاجیان په ګروپي شکل سعودي عربستان ته لېږدوي، زما په نظر تر ټولو معقول او له زیاتو تکلیفونو او سرګردانیو څخه وتلی او په خپل وخت سفر ګڼل کېږي سره له دې چې دغه راز سفر شاید له نورو سفرونو څخه د حاجیانو زیات وخت ونیسي او یو څه انتظار پکې موجود وي ځکه چې د حج وزارت نه شي کولای ټول حاجیان په یو ځل و لېږدوي او د سعودي حکومت هم چمتو نه وي چې له ټولې نړۍ څخه ټول حاجیان په یو محدود وخت کې و مني. له همدې کبله د حج او اوقافو د وزارت پروګرام خپل اړوند حاجیان د یو مهال وېش له مخې په تدریجي توګه سعودي عربستان ته لېږدوي او په مکه مکرمه او مدېنه منوره کې یې په ټاکلو بلډنګونو یا عمارو کې ځای پر ځای کوي. په دویم قدم کې هغه پروګرام نسبتا ښې آسانتیاوې لري چې د سعودي د حکومت په مېلمستیا تر سره شي خو د دغه راز پروګرام بللي کسان محدود وي چې د ځینو ټولیز لګښتونه او د ځینو یوازې د اعاشې، داخلي انتقالاتو او اباطې لګښتونه سعودي چارواکي په خپله غاړه او حاجيان د هوايي سفر ټکټ په خپل لګښت اخلي. دریم پروګرام د تورېستي شرکتونو دی چې د حج او اوقافو د وزارت په څېر په ګروپي شکل خپل اړوند حاجیان سعودي عربستان ته لېږدوي او د حج د مناسکو تر ادا کولو وروسته یې بېرته هېواد ته راولي. څلورم پروګرام انفرادي پروګرام دی، د همدې پروګرام حاجي ته د سعودي عربستان د سفارت له لوري د (مجامله) په نوم د حج ویزه ورکول کېږي چې حاجي له کوم ځانګړي ګروپ پرته د خپل سفر، سعودي عربستان ته رسېدلو، په سعودي کې د هستوګنې، انتقالاتو او خوراک او همدارنګه بېرته راتګ چارې باید په خپله تنظیم کړي. دغه ډول سفر له نورو ټولو څخه ستونزمن دی چې حاجیان باید مخکې له مخکې ورته متوجه وي. د انفرادي تګ اړوند افغان حاجیان د سعودي چارواکو له لوري د (جدې د ملک عبدالعزیز) په هوايي ډګر کې د جنوبي آسیا د فترونو سره تړل کېږي، هلته د انتقالاتو په نوم ترې یو مبلغ اخیستل کېږي او د انتقالاتو ټول مسوولیت یې همدغه دفتر ته سپارل کېږي چې مکې مکرمې، مینا، عرفات، مزدلفې، مدینې منورې او بېرته یې په جده کې د ملک عبدالعزیز هوايي ډګر ته د حاجي د ټکټ د سفر د تاریخ سره سم انتقال کړي. په دې ټوله موده کې د انفرادي سفر د حاجیانو څخه پاسپورتونه د اړوند دفتر له لوري اخیستل کېږي او هغه مهال یې بېرته ورته سپارل کېږي کله یې چې د حج د مناسکو د ادا کولو او زیارتونو د کولو څخه وروسته له مدینې منورې څخه بېرته جدې ته راولي، خپل هېواد ته یې د تګ وخت را رسېدلی وي او په هوايي ډګر کې ورته خپل پاسپورتونه سپاري. نو دغه ټول اجراآت د انفرادي حاجیانو لپاره ګڼې سرګردانۍ په مخکې لري چې باید د خپل سفر ټول معلومات او آسانتیاوې په خپله ځانته حاصلې او په هر ګام کې پر هغه پسې و ګرځي.

په دې برخه کې دوو مهمو ټکو ته اشاره کېږي چې د (ځوانۍ حج او احرام تړلو) څخه عبارت دي او تاسو درنو لوستونکو ته یې د لوستلو بلنه درکوم.

د ځوانۍ حج

حج د اسلام د پنځو بناوو څخه یوه بنا او الهي فریضه ده چې د فزیکي، مالي، سفر او عبادتي توانايي په صورت کې یې ادا کول په مسلمان فرض کېږي او د بختورو مومنانو په برخه کېږي. له همدې کبله هر کال د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه په میلیونونو کسان د بیت الله شریف د زیارت او د حج د مناسکو د ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته ځي او د حج مناسک پر ځای کوي. له نېکه مرغه چې زموږ له هېواد افغانستان څخه هم په دې نږدې کلونو کې هر کال کابو ۳۰۰۰۰ مسلمانان د حج د فریضې د ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته ځی او د حج فریضه ادا کوي. د حج د فریضې د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تلونکو افغانانو (نارینه او ښځینه) مطلق اکثریت داسې عمر خوړلي، سپین ږیري او سپین سرې اشخاص تشکیلوي چې د فزیکي اړخه ډېر کمزوري وي او د نړۍ د مسلمانانو په منځکې له لرې څخه ښکاري چې کمزوري او خوارځواکه دي. مخکې له دې چې زیاتره کمزوري افغان حاجیان د حج په سفر و خوځېږي دوی فکر کوي چې دا یو هوسا او آسانه سفر دی او دوی به په آسانۍ سره و کولای شي چې د حج فریضه ادا او بېرته په سلامتۍ سره خپل هېواد ته را ستانه شي. خو لکه مخکې چې وویل شول د حج د فریضې ادا کول او د همدې موخې لپاره سعودي عربستان ته سفر کول داسې آسانه او ساده خبره نه ده لکه چې ځینې فکر کوي بلکي په هر ګام کې د ډول ډول ستونزو زغملو، لوی صبر، سترې حوصلې او ځینو ځانګړو آدابو ته اړتیا پېښېږي چې حاجیان یې باید مراعات کړي. نو له همدې کبله لوېدلو او کمزورو سپین ږیرو کسانو ته ډېره سخته ده چې د دې ستر عبادت د سفر او مناسکو د ادا کولو ټول هغه شرایط په آسانۍ سره په ځان عملي کړي چې د حاجي په مخکې قرار لري او عملي کول یې لازمي دي. زما وړاندیز دا دی چې هر مسلمان د حج توانايي پیدا کړي، نو ښه خبره دا ده چې په داسې حالت کې د حج د فریضې د ادا کولو تکل وکړي چې له ذهني او فزیکي اړخه تکړه او ځوان وي او زیات عمر خوړلی نه وي. همدارنګه وړاندیز مې دا دی چې د هغو سپین ږیرو او سپین سرو اشخاصو په استازیتوب ځوانان حج ته ولاړ شي او د دوی لپاره حج وکړي چې عمر خوړلي او کمزوري وي او د حج د مراسمو د ادا کولو توان او نیت لري. باید وویل شي چې د ځوانانو حوصله نسبت سپین ږیرو ته لوړه وي، ځوان د ښو فزیکي او دماغي وړتیاوو درلودونکی وي او کولای شي چې نسبت سپین ږیرو ته د سختیو1په زغملو کې ثابت واقع او د حج اړوند مناسک او عبادتونه په ښه شکل ادا کړي. د حج او اوقافو وزارت ته ښايي چې په هېڅ شکل لوېدلو، ناروغو او عمر خوړلو سپین ږیرو او سپين سرو اشخاصو ته اجازه ور نه کړي چې سعودي عربستان ته د سفر تکل وکړي بلکي مناسب عمر او وړ معیارونه ورته تعین او د هغه مراعات او څارنه حتمي او لازمي و بولي.

احرام تړل

افغان حاجیان چې کله د (جدې) ښار د ملک عبدالعزیز هوايي ډګر ته ځي چې هلته د سعودي عربستان د حکومت له خوا د نړۍ د حاجیانو د چارو د سمون لپاره یو ځانګړی ترمینل جوړ شوی، نو الوتکه په هوا کې پر میقات باندې تېرېږي او که د حج یا عمرې نیت کوونکی په داسې حال کې په میقات تېر شي چې احرام یې نه وي تړلی نو (دم) پرې اوړي او (دم) له یوې قربانۍ، مسکینانو ته له ډوډۍ ورکولو یا روژې نیولو څخه عبارت دی. له همدې کبله ښه خبره دا ده چې حاجي د خپل سفر د پيل کېدو د مخه په خپل کور کې احرام په آرامۍ سره بسته کړي ځکه که دا کار هوايي ډګر یا د الوتکې منځته پرېږدي نو هلته له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي او شاید په سختۍ سره یې د تړلو چارې اجرا کړي. بل دا چې د احرام د تړلو سره سړی عادت نه وي ځکه چې د احرام چادرونه یوازې د حج او عمرې د ادا کولو پر مهال تړل کېږي. نو د دې پر ځای چې په هوايي ډګر یا د الوتکې په منځکې حاجي پورته کېږي او احرام تړي، په خپل کور کې یې په آسانه تړلی شي او د همدې چارې د اجرا  لپاره کافي وخت لري.

همدارنګه د احرام د تړلو وروسته حاجي ته ښايي داسې بکس له ځان سره و لري چې د خپلو جیبونو  او سفري کاغذونو اړوند ضروري څیزونه پکې کښېږدي نو که چېرې یې مخکې له مخکې یو کوچنی د غاړې بکس تهیه کړی وي، له نوموړي سره مرستندوی واقع کېدای شي. ما د خپل سفر پر مهال و لیدل چې حاجي صاحبان په هوايي ډګر یا الوتکه کې د احرام د تړلو سره څومره په تکلیف شول او د هغه د تړلو پر مهال په الوتکه کې د حاجیانو تر منځ څومره ګډوډي، بې نظمي، سرګرداني او تکلیف رامنځته شو نو غوره خبره ده چې دا چاره د سفر د پیل کېدو څخه د مخه تر سره شي.

د حج د خاطراتو په دریمه برخه کې بیا هم دوو مهمو موضوعاتو ته په لنډه توګه اشاره شوې ده چې یوه یې د دې سپېڅلي سفر په لړ کې د صبر او بله یې د افغان حاجیانو لپاره د هوايي سفر د قوانینو د زده کړې او مراعات موضوع ده چې ستاسو درانه حضور ته وړاندې کېږي.

صبر

حج داسې عبادت دی چې په مسافري سربېره یو اندازه تکلیف، سرګرداني، ستړیا، نابلدي او داسې نور ورسره مل دي نو له همدې کبله د حج د فریضې د ادا کولو لپاره لوی صبر، ستر زغم، د ډول ډول تکلیفونو منل، د سرګردانیو سره عادي کېدل، د خپلو بې صبره ملګرو له خوا د ځینو ناخوالو منل او داسې نورو ته باید حاجیان مخکې له مخکې کلک هوډ وکړي او په سړه سینه یې و زغمي. دغه تکلیف له هغې شېبې څخه پیل کېږي چې حاجي کله له کوره وزي او هغه مهال پای مومي چې کله نوموړی له دغه سپېڅلي او نسبتا اوږده سفر څخه وروسته بېرته خپل کور ته راستنېږي. نو له همدې کبله حج ته تلونکي کسان د یو داسې لوی صبر په آزمون کې واقع کېږي چې په مراعات سره یې د مهربانه خدای (ج) له لوري د لویو اجرونو تمه کولای شي.

دغه ډول صبر په مختلفو محلونو کې مخته راځي لکه د اړوندو چارو د اجرا لپاره په منظمو کتارونو کې درېدل، ډوډۍ را اخیستل، اودس کول، لمونځ کول، موټر او الوتکې ته هسکېدل، له اړو، ناروغو، کمزورو او معیوبو کسانو سره مخ کېدل، تشناب ته تلل، د بیت الله حرم شریف، نبوي جومات، مینا، عرفات، مزدلفه او داسې نورو محلونو کې. ما خپله ولیدل چې ځینې کسان اصلا د صبر جوهر له ځان سره نه لري او په ډېره بې پروایۍ له نورو سره چلند، ناوړه خبرې او داسې بې صبري کوي چې شاید د حج د فریضې ادا کولو ته یې زیان و رسېږي. زما د سترګو د لیدلي حال له مخې د بې صبرۍ په برخه کې زموږ ځینې هېوادوال ډېر بې پروا وو او دغه عالي جوهر ته یې هېڅ راز پاملرنه نه کوله، خو په کومه اندازه چې د عراق زیاتره (کرد) توکمه وګړي مخکې وو شاید د نړۍ هېڅ بل قوم به دومره بې صبره، بې حوصلې، سرتمبه او بې پروا نه وي.

1د عراق کردانو د نورو خلکو هېڅ راز خیال نه ساته بلکي غوښتل یې چې په لېونۍ سرکښۍ او سر تمبه ګۍ سره د صبر هر راز دېوالونه مات او خپل ځان مخکې کړي چې دا ښه کار نه دی. سره له دې چې د حج د فریضې د ادا کولو پر مهال هر فرد په انفرادي توګه د خپلو اعمالو مسوول دی او هر فرد مکلف دی چې د دې لویې فریضې اړوند آداب او شرایط په ځان عملي کړي خو زما د لیدلو له مخې د عراق د کردانو زیاتره برخه د بې صبرۍ، سرتمبه ګۍ او بې نظمۍ په ستونزو ګرفتاره وه او د حج اړوند آداب یې په سمه توګه نه مراعات کول له همدې کبله مې ترې ځانګړې یادونه وکړه. همدارنګه باید یادونه وکړم چې د اندونیزیا، مالیزیا، ترکیې او ځینو نورو سوله دوستو اسلامي هېوادونو نارینه او ښځینه وګړي بیا د صبر، زغم، ادب او نظم د مراعات کولو نمونه وو چې سړی پرې آفرین ویلی شي چې څومره ښه روزنه او زړه سوی لري او په څومره مهربانۍ سره یې د نړۍ له نورو مسلمانانو سره چلند کاوه. الله پاک دې ټولو مسلمانانو ته د نیکې لارې هدایت وکړي.

د هوايي سفر قوانین

په دې برخه کې زما موخه افغان حاجیان دي چې له بده مرغه د هوايي سفر اړوند قوانین تر ډېره حده نه مراعات کوي، بې نظمي کوي، بې صبري، سرتمبه ګي او وارخطایي کوي. له بده مرغه کله چې افغان حاجیان د سفر لپاره هوايي ډګرونو ته داخل شي نو داسې ګډوډي، غالمغال او بدرنګ حالت رامنځته کړي چې په لیدلو سره یې سړی د شرم احساس کوي او د سعودي د امنیتي ارګانونو او د نړۍ د منظمو ملتونو په وړاندې پرې شرمېږي. افغان حاجیان فکر کوي چې باید له کوم ځانګړي نظم او کتار جوړولو پرته هوايي ډګرونو ته په مجرد داخلېدو سره د دوی ټولې چارې په یوه لحظه کې اجراء، بکسونه یې له ټولو لومړی تول او بورډنګ له ټولو څخه لومړی تر لاسه کړي او د هر راز نوبت او کتارونو کې ورته درېدل یو ناروا کار ښکاري. له بلې خوا زیاتره افغان حاجیان فکر کوي چې له ده څخه د مخه اشخاص لکه چې په همدې شېبه ولاړل، په الوتکه کې سپاره شول او ښاغلی یوازې پاتې شو. باید وویل شي چې یا خو زموږ حاجیانو ته اړوند قوانین په ښه توګه نه تشریح کېږي یا دا چې دوی یې په سمه توګه نه اخلي او اصلا احترام نه ورته لري.

1د حج او اوقافو وزارت، د حج لارښوونکو، مربینو، معلمینو او اړوندو مامورینو ته ښايي چې د حج د فریضې د ادا کولو څخه د مخه، د حج فریضې ته د تګ او په مکه شریفه او مدینه منوره کې د هستوګنې پر مهال افغان حاجیانو ته د هوايي سفرونو، لین جوړولو، صبر، حوصلې، د بکسونو د تسلیمولو، بارګېرۍ، له کمزورو، ښځینه او اړو کسانو سره د مرستې او داسې نورو اړوندو چارو په هکله معلومات او عملي تمثیل وړاندې کړي. همدارنګه دا خبره ورته و ښيي چې په دې عظیم مناسبت تاسو د یو هېواد استازیتوب کوی او ستاسو هر عمل د یو تاریخي هېواد په نامه ثبت کېږي نو تاسو باید نه یوازې په خپل منځکې د کلکې همکارۍ سمبول وی بلکي د نړۍ د نورو مسلمانانو پر وړاندې د نظم، ښکلا، صبر او حوصلې نمونه وړاندې کړی څو د نړۍ نور ولسونه ستاسو په لیدو درته ګوته پر غاښ شي او په نظم مو آفرین ووايي.

د ښه نظم په اړه د افغان حاجیانو اوسنی حالت ژړونکی دی، دا سمه خبره ده چې په ۱۳۹۳ کال کې (په مکه شریفه او مدینه منوره) کې د افغان حاجیانو د هستوګنې حالت د نورو کلونو په پرتله یو څه ښه شوی دی او په دواړو ښارونو کې حرمینو شریفینو ته په لنډ واټن کې د هستوګنې بلډنګونه یا عمارې ورته نیول شوې وې او د خپل مهال وېش له مخې انتقالېدل. خو د نظم د مراعات له اړخه اوس هم زموږ حاجیان ډېر کمزوري او خوار وو او د دوی د هستوګنې پر مهال مې د نظم د مراعات داسې مسلسل پروګرامونه و نه لیدل چې له دوی سره د هوايي سفر او نور چارو د اجرا پر مهال مرستندوی واقع شي. مخکې له دې چې حاجیان هوايي ډګرونو ته مخه کړي او هوايي سفر پیل کړي باید هغوی ته په هر ګام کې د قطارونو د مراعات، نظم، آرامۍ، صبر، زغم، د هوايي ډګر مامورینو ته د بکسونو د تحویلي، بورډنګ اخیستلو، تالاشۍ، خروجي وهلو، د هوايي ډګرونو په صالانونو د کښیناستلو او خپل سفر ته د انتظار آداب په عملي او تمثیلي ډول ور و ښودل شي. همدارنګه په دې خبره ټینګار و شي چې د دوی د سفر ښه والی یوازې په هوايي ډګرونو کې د نظم مراعات رامنځته کولای شي او بس. ښه به دا وي چې په دې هکله مخکې له مخکې هغه مامورین ښه و روزل شي چې د حاجیانو د لارښونکو، مربیانو او معلمینو په توګه دنده مخته وړي او که په دې هکله له پوهنتونونو څخه د هغو فارغ شوو کسانو څخه کار واخیستل شي چې پر خپلو ملي ژبو سربېره په عربي او انګریزي ژبو تفاهم کولای شي ډېر به ښه وي او د حاجیانو اړوندې چارې به په ښه توګه پر مخ بوزي. همدارنګه د حج او اوقافو وزارت ته ښایي چې د خپلو مامورینو د ښې روزنې او حاجیانو ته په هر ګام کې له عملي تمثیل سره سره د هغوی لپاره داسې مرستندوی لیکلي مواد ترتیب کړي چې په هغه کې ټول اړوند معلومات موجود وي او حاجیانو ته یې د بیا بیا لوستلو سپارښتنه وکړي. مخکې له دې چې حاجیان هوايي ډګرونو او په الوتکو کې د سپرېدلو په موخه روان شي، باید افغان حاجیان ډاډمن شي چې تاسو که په قطارونو کې مخته وی او یا شاته تاسو به هرو مرو په خپل نوبت په الوتکو کې سورېږی، په الوتکه کې ستاسو سېټ یوازې ستاسو دی او له خپلو ملګرو سره یو ځای به د خپلې موخې په طرف درومی.

همدارنګه په ډېر لنډ کتار کې تاسو نه ورکېږي او نه هم ستاسو د سفر ښځینه ملګري په قطارونو کې ورکېږي بلکي هغوی له ځان سره نږدې دروی او تاسو به یو ځای په الوتکه کې ځی او نه به پاتې کېږی. ځینې حاجیان فکر کوي چې که په خپل قطار کې لږ شاته پاتې شي نو ګواکي چې نور ملګري به یې ترې ولاړ شي او دی به یوازې پاتې شي نو په عجیب شکل وارخطايي کوي او چیغې وهي. باید د حاجیانو هر ډول واخطايي په ډاډ بدله او هغوی ډاډمن شي چې یوازې د ښه نظم او صبر مراعات او په خپل نوبت سره په منظمو قطارونو کې درېدل او د چارو اجرا له تاسو سره مرسته کولای شي څو خوشحاله او په خپل وخت سفر و لری.

ګل آغا احمدي وردګ

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب