د حج د سفر سره اړوند ځینې اړینې لارښوونې!

د حج د سفر څخه مخکې آداب:

کله چې حاجې د حج د سفر اراده وکړې، بايد لاندې اعمال تر سره کړي:

۱- بايد له ټولو ګناهونو څخه توبه وباسې او الله تعالی ته په اخلاص رجوع وکړي.

۲- اخلاص:
د حج د ادا کولو څخه مقصد او نيت بايد د حج د فريضې ادا کول او د الله تعالی رضايت حاصلول وي، نه شهرت، تفاخر او نه هم د نوم ګټل چې خلک ورته حاجي او الحاج ووايي، بلکې نيت به يې يوازې د الله (جل جلا له) رضا وي، ځکه د انسان ټول اعمال په نيت پورې اړه لري د هر شی نيت يې چې کړی وي هغه به ورسيږي، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايې:
[ انما الاعمال بالنيات ] يعنې د عمل قبليدل په نيت پورې تعلق لري.

۳- د مور او پلار رضايت حاصلول او د هغوی څخه بخښنه غوښتل او که د خپلوانو سره يې قطع صله رحمې کړي وي د هغوی د خپلولې ټينګول، ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايې:
[لا يدخل الجنة قاطع رحم ] ( جنت ته د صله رحمې قطع کوونکې نه داخليږي ) (متفق عليه ) .
او خپلو ګاونډيانو سره ښه سلوک کول، ځکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايې:
[ لا يدخل الجنة من لا يأمن جاره بوائقه ] ( جنت ته به داخل نشې هغه کس کوم چې دده د ضرر څخه دده ګاوندی په امن نه وي ) (المسلم ).

۴- که د چا پوروړی وي، د هغه پور به ادا کړي او که د چا امانت ور سره وي هغه به يې خپل مالک ته وسپاري او که د پور او امانت د ادا کولو امکان نه وي، د هغوی څخه دې حج ته د تللو اجازه واخلې.

۵- د حج د مصارفو د پاره بايد پاک مال جمع شې، چې د رشوت، سود، قمار، په خيانت، درواغو او فريب ګټلې مال، د غصب مال او نور حرام مال نه وي، ځکه الله (جل جلا له) پاک دی، نه خوښوې مګر پاک مال.
او همدارنګه د حج څخه مخکې دې خپل وصيت وليکې او په هغه باندې دې يو کس شاهد وګرځوي .

۶- د ځان د پاره دې دينداره ملګري غوره کړي، تر څو په نيکو کارونو او حج په مناسکو ورسره مرسته وکړي او د سفر مشر دې و ټاکي .

۷- د فقيرانو او مسکينانو حالت ته توجه کول په کار دي، تر ټولو مهمه دا چې که زکات يې نه وي ادا کړی يا د زکات څه مقدار پاتې وي د حج څخه مخکې دې زکات ادا کړي، ځکه زکات د اسلام ستر رکن دی، د زکات په نه ادا کولو او يا د هغه په ځنډولو د هغه عبادت ته تاوان رسیږي .

۸- ځنې کسان د حج څخه مخکې يا وروسته لويې مهمانۍ برابروي، چې د حاجي د کورنۍ او خصوصاً د اولاد داره ښځو د پاره تکليف دی، په هغه عبادت کې چې د هغه په ادا کولو سره نورو ته ضرر او تکليف رسيږي د عبادت ثواب له مينځه ځي .

۹- تواضع:
کله چې حاجي د حج څخه خپل کور ته راشې، د هغه د پاره تواضع او عاجزي په کار ده، خپل ځان به خلکو ته لوی او ډير پرهيزګاره نه ښکاره کوي، ځکه عبادت د بنده او الله تعالی تر مينځ يو راز دی .

۱۰- د حج د سفر پر مهال به خپله ژبه د الله (جل جلا له) په ذکر او ياد مشغوله ساتې، د بې ځايه خبرو، جنګ او جنجال، بل ته ضرر رسولو نه به ځان کلک ساتې.

★ د سفر د توښي او مصارفو برابرول:

د حج د سفر د پار بايد ښه توښه برابره شې، ځکه د حج د سفر ټول مصارف فی سبيل الله دي، د هغو ثواب يو په اووه سوه بلکې لا زيات دی، خو د فضول خرچۍ څخه به ځان وساتې، څوک چې توان لري هغه لره په کار ده، چې ښه توښه برابره کړي او چا سره چې خرچ کم وي هغه لره احتياط په کار دی .

د سفر د پاره د اړتيا وړ شيان در سره واخلې لکه: قرآنکريم، د حج د احکامو کتاب، يوه جوړه اضافه احرام، څپلۍ، هميانې، يوه جوړه بوټونه، څلور جوړې د اغوستلو کالي، دوې دانې زيرپېراهنۍ، دوې دانې خولۍ، يو پټو، يو کوچنۍ بالښت، د تشناب قاغذ، مسواک، ګيلاس، قاب، کاچوغه، جای نماز، ترموز او داسې نور …
د خویندو د پاره پر ويښتانو باندې د اچولو دوه دسمالونه، يو لوی پوړنۍ يا څادر، چادري يا حجاب، ستن او تار، ږمنځ ، هينداره او نور ضروري سامان به له ځانه سره واخلې.

★ د کور څخه د وتلو آداب:

حاجي به له خپلې کورنۍ، دوستانو، عزيزانو، ګاونډيانو او نورو څخه د رخصتيدو پر مهال معافي او دعا و غواړي او د خدای په آماني به ورسره وکړي .
د خدای په آمانی په مهال به دا دعا کوي:

«أَسْتَوْدِعُ اللهَ دِيْنَكَ، وَأَمَانَتَكَ، وَخَوَاتِيْمَ عَمَلِكَ»[سنن ترمذي او مسند امام احمد] (ستا دين، ستا امانت او ستا د عمل خاتمه پر الله جل جلاله سپارم )

او يا داسې ويل:

«أَسْتَوْدِعُكُمُ اللهَ الَّذِيْ لاَ تَضِيْعُ وَدَائِعُهُ» [مسند احمد او ابن ماجه] ( تا پر الله تعالی سپارم هغه الله جل جلاله چې هغه ته کله څه وسپارل شي نو هغه نه ضايع کوي )

د کور څخه د وتلو پر مهال به دا دعا ووايې:

«بِسْمِ اللهِ تَوَّكَّلْتُ عَلَى اللهِ وَلاَ حَوْلَ وَلاَ قُوَّةَ إِلاَّ بِاللهِ» [ سنن ابوداود ۴ / ۳۲۵] ( د الله په نوم په الله جل جلا له توکل کوم او د الله جل جلاله پرته د رجوع ځای او قوت نشته )

★ د الوتکې آداب:

هر کله چې حاجي په الوتکه کې سپريږي هغه لره د لاندې ټکو مراعاتول په کار دي .

۱- الوتکې ته د ختلو پر مهال به دا دعا وکړي:

[ اللهُ أَكْبَرُ، اللهُ أَكْبَرُ، اللهُ أَكْبَرُ ﴿سُبْحانَ الَّذِي سَخَّرَ لَنَا هَذَا وَمَا كُنَّا لَهُ مُقْرِنِينَ * وَإِنَّا إِلَى رَبِّنَا لَمُنقَلِبُونَ] ( صحيح المسلم ) .

۲- په الوتکه کې به د الله تعالی ذکر او ياد کوي له بې ځايه مناقشو، بې هوده خبرو، ټيله کولو او نورو ته د ضرر رسولو څخه به ځان ساتې .

۳- د ټولو حاجتمندو سره به مرسته او مدد کوي .

۴- په الوتکه کې به تلبيه، استغفار او نور اذکار کوي، که غواړي خبرې وکړي بايد د ضرورت څخه علاوه خبرې ونه کړي، او که د ده سره څوک خبرې کوي نو د حج د احکامو په باره کې باید ورسره خبرې وکړي .

۴- د الوتکې د سفر پر مهال د لمانځه وخت ته ډير پام کوه، داسې نه چې په يو فرض ادا کولو پسې روان وې او بل تر هغه محکم فرض څخه پاتې شي، که الوتکه څه ځنډ وروسته پر ځمکه کښينې نو لمونځ و ځنډوئ او که د وخت د تلو ويره وي نو د قبلې لورې پيدا کړئ او په الوتکه کې و دريږئ لمونځ وکړئ، که دريدل ناممکن وي په ناسته سره لمونځ وکړئ .
د سفر نيت، چې د پنځلسو ورځو څخه کم وي مسافرانه لمونځ به کوئ، که فرضاً کله په مقيم امام پسې اقتدا وکړئ ، د امام په متابعت به لمونځ پوره کوئ .
۵- توجه کوه، چې څه وخت ميقات ته رسيږې، تر څو ميقات ته د رسيدو څخه مخکې احرام وتړې .

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب