د حج نه كول سره له وسه – لوي ګناهونه ۷

الله جل جلاله  ويلي دي : وَلِلّهِ عَلَى النَّاسِ حِجُّ الْبَيْتِ مَنِ اسْتَطَاعَ إِلَيْهِ سَبِيلاً ..{97}  (1)  د  اللهجل جلاله  له پاره په خلكو د دې كور حج (لازم) دى څوك چې هغه ته دلارې وس پيدا كړي.

پېغمبر صلی الله علیه وسلم ويلي دي : ( من ملك زاداً وراحلة تبلغه حج بيت الله الحرام ولم يحج فلا عليه ان يموت يهودياً او نصرانياً وذلك لان الله تعالى يقول : وَلِلّهِ عَلَى النَّاسِ حِجُّ الْبَيْتِ مَنِ اسْتَطَاعَ إِلَيْهِ سَبِيلاً {97} (2) څوك چې دومره پانګه او سپارلۍ ولري چې بيت الله ته يې ورسوي، او حج ونه كړي بيا دهغه خوښه ده چې يهودي او يا كه نصراني مړ كيږي ،  الله  جل جلاله  د دې وجې څخه ويلي دي : (د  الله  جل جلاله  له پاره په خلكو د دې كور حج (لازم) دى څوك چې هغه ته دلارې وس پيدا كړي. )

عمربن الخطاب  رضی الله عنه  ويلي دي : ( اراده مې وكړه چې ښارونو باندې څه خلك وټاكم چې وګوري څوك د حج وس لري او حج نه كوي جزيه پرې وټاكي او ( څوك چې وس لري حج نه كوي ) هغوى مسلمانان نه دي . )(1)

د ابن عباس  رضی الله عنه  څخه روايت شوى دى وايي : ( څوك چې دومره شتمني ولري چې حج ته پرې ولاړشي حج ونه كړي او زكات پرې واجب وي زكات ورنه كړي د زنكندن په حال كې به د واپسۍ غوښتنه كوي ) يوورته وويل : ( اى ابن عباس ! د  الله  جل جلاله  څخه ووېرېږه كافران خو د واپسۍ غوښتنه كوي )(2)  ابن عباس  رضی الله عنه  وويل : ( زه به درته په دې اړوند د قرانكريم ايت ووايم چې  الله  جل جلاله  ويلي دي : } وَأَنفِقُوا مِن مَّا رَزَقْنَاكُم مِّن قَبْلِ أَن يَأْتِيَ أَحَدَكُمُ الْمَوْتُ فَيَقُولَ رَبِّ لَوْلاَ أَخَّرْتَنِي إِلَى أَجَلٍ قَرِيبٍ فَأَصَّدَّقَ {(3) څه چې مونږ در روزي كړي دي د هغو څخه د  الله  جل جلاله  له پاره لګښت وكړئ تر هغه د مخه چې ستاسويوه ته مرګ راشي او بيا به وايي زما ربه ! ولي دي څه لږ نېټې پورې ونه ځنډولم چې زه خيرات وكړم ( زكات وركړم ) وَأَكُن مِّنَ الصَّالِحِينَ  }10{او د نېكانو څخه به شميرل شوى واى ( حج به مې كړى واى .)وَلَن يُؤَخِّرَ اللَّهُ نَفْسًا إِذَا جَاء أَجَلُهَا وَاللَّهُ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ }11{(4) الله  جل جلاله   به هيڅكله يو كس وروسته نه كړي كله چې اجل يې راشي  الله  جل جلاله  ستاسې په كړو وړو باندې ښه خبر دى .

 چا ورته وويل زكات څه شى دى ؟ ابن عباس  رضی الله عنه  وويل : ( كله چې شتمني دوه سوه درهمو ته ورسيږي زكات ورباندې واجب دى ) چا ورته وويل : ( په څه شي باندې حج واجبيږي ؟) ابن عباس  رضی الله عنه  وويل : ( پانګه او سپارلۍ ) چې مكې معظمې ته پرې لاړ او بېرته راشې .سعيد بن جبير  رضی الله عنه  ويلي دي : ( ګاونډى مې شتمن و حج يې ونه كړ كله چې مړ شوجنازه مې ورباندې ونه كړه

(1) سورة ال عمران الاية 97.

 (2) رواه الترمذى والبيهقىمن رواية احارث ، اى الاعور ، عن على قال الترمذى غريب لا نعرفه الا من هذا الوجه وله شاهد عن البيهقى من حديث ابى امامة 1هـ منذرى .

(1)  رواه سعيد بن منصور فى سننه عن الحسن البصرى ، قال: قال عمر فذكره قاله ابن كثير فى تفسيره .

(2)  عزاه ابن كثير فى تفسيره الى الترمذي بسنده اى الضاك بن مزاحم عن ابن عباس رواه مرفوعاً ثم قال وهو عن ابن عباس من قوله اصح قال ابن كثير ورواية الضحاك عن ابن عباس فيها انقطاع 1 هـ .

(3)  سورة المنافقون الاية 10.

(4)  سورة المنافقون الاية 11.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب