د حج ډولونه کوم دي؟
د حج ډولونه په لاندې ډول دي:
د حج درې قسمونه دي تمتع ،قِران او افراد.
او دا فرق د احرام تړلو په وخت کې په نيت کولو کې دی، ددې وجې د احرام ډولونه هم بلل کيږي.
او دا فرق د احرام تړلو په وخت کې په نيت کولو کې دی، ددې وجې د احرام ډولونه هم بلل کيږي.
۱- تمتع:
د حج هغه طريقي ته وايي چې د حج په زمانه کې احرام وتړي عمره وکړي او بيا احرام مات کړي او بيا د حج د فرايضو د ادا کولو د پاره دوهم ځل احرام وتړي .
۲- قران:
د حج هغې طريقي ته وايي چې حاجې په يو ځل د عمری او حج دواړو د پاره احرام وتړي قران معنی ده يو ځای کول ځکه د حج په دغه طريقه کې عمره او حج سره يو ځای کيږي .
۳- افراد :
يواځې د حج د پاره احرام تړلو ته افراد وايي اواحرام تړلو واله ته مفرد وايي.
دا نقشه د حج د مناسکو د ترتيب او ادا کولو د پاره خاص اهميت لري ، په دغه نقشه کې وينو چې کله حاجي مقات ته ورسيږي د عمري ادا کول به پيل کړي داسې چې احرام به وتړي ، طواف به وکړي ، سعی به وکړي او ويښتان به وخريي وروسته عمره ختمه شوه احرام به لري کړي او بيا د حج د فرائض د ادا کولو د پاره دوباره احرام تړل کيږي د دوالحجې د اتمې ، نهمې ، لسمې مناسک پيل کيږي