د حسن البنا شخصيت او ژوند

– حسن البنا د مصر له نامتو مذهبي لارښودانو څخه ګڼل کېږي. دا عالم د اخوان المسلمون بنسټ اېښودونکې دی، چې په دې کار سره يې اسلامي نړۍ له خوبه راویښه کړه.
– دی په ۱۹۰۶میلادی کال د مصر په محمودیه کلي کی په یوه متدینه او علم دوسته کورنۍ کې وزېږېدو. په ماشوم والی کې یې د قرآن کریم حفظ وکړ. او د شپاړسو کلو په عمر د قاهرې په دارالعلوم کې داخل سواو په ۱۹۲۷میلادی کال یی له نوموړي دارالعلوم څخه خپل سند ترلاسه کړه.
– کله چې حسن البنا له خپل کلي څخه د قاهرې پر لور راوخوځېد، نو دده پر حساس ‌طبیعت باندې د ښار غیر اسلامي کړو، وړو ژور اغیز وکړه. ده ولیدل، چې مصر په اخلاقي لحاظ د اروپا یوه برخه کېدونکې ده، او د فرعونیانو دور ته بیا بلنه روانه ده، ده دا خبره محسوس کړه، چې دینپوهان خو ددې ناوړه اعمالو او اخلاقي زوال پر وړاندې خپله کرکه او نفرت ښکاره کوي، او وعظ او نصیحت هم کوي، خو داسې کومه ټولنه یا ګوند یې و نه لید، چې ددې ناوړه کارونو پر خلاف غږ پورته کړي.

د اخوان المسلمون بنسټ اېښودنه

– ده په ۱۹۲۸ميلادی کال د اسماعیلیه په ښار کې (چېرې چې ده له زده کړې وروسته د ښوونکي په توګه دنده ترسره کوله) د اخوان المسلمون په نامه د یوه ګوند بنسټ کېښود. په ۱۹۳۳ ميلادی کال ددې ګوند مرکزي دفتر له اسماعیلې څخه د قاهرې ښار ته نقل شو. حسن البنا اعلان وکړ، چې د اسلام پیغام نړیوال پیغام دی، او د ژوند یو بشپړ نظام هم. د اخوان المسلمون د غورځنګ په واسطه ده خپل دغې لارې ته د عملي جامې اغوستلو کار پیل کړ. په لږ وخت کې ئی د مصر په ختیځ او لودیځ کې محبوبیت ترلاسه کړ، او خپلې څانګې یې د هېواد په ګوټ، ګوټ کې خلاصې کړې. زده کوونکي، استاذان، کارګر اونور

– د هری طبقی خلګی په یوه دریځ سره راټول کړل، او د ښځو لپاره یې د اخوات المسلمین په نامه بېله څانګه جوړه کړه. اخوان ښوونځي هم جوړ کړل، او په ټولنیزو چارو کې یې هم ښه برخه واخیسته. دوی یو داسې روزنیز نظام جوړ کړ، چې د هغې له وجې د اخوان غړي د یوه رښتوني مسلمان بڼه غوره کړه. حسن البنا د اسلامی حکومت د جوړونې او د اسلامي شریعت د پلي کولو غږ پورته کړ.
– حسن البنا د اسلامي حکومت او اسلامي قوانینو د پلي کولو غوښتنه وکړه. ده وویل، چې له ۵۰ کالو څخه په مصر کې نااسلامي قوانین ازمویل کېږي، او دا قوانین ډیر سخت ناکام شوي دی. نو پدې ډول اوس باید د اسلامي شریعت تجربه وکړای شي، ده په خبره ډېر ټینګار کاوه، چې د اوسني مصر قانون و دستور سرچینې سپېڅلی کتاب و سنت نه، بلکه اروپایي هېوادونو دستور و قوانین دی، چې له اسلام سره سراسر په ټکر کې دي. حسن البنا په مصریانو کې د جهاد روح پوه کړ، او ددې سرلیک لاندې یې یوه رساله هم ولیکله، او دا یې پکې ولیکل، چې د مصر یو نامتو عالم امام بدر الدین عیني (د بخاري شرحه کوونکې) به یو کال جهاد ته تلو، یو کال به یې ښوونه او روزنه کې بوخت وو، او په بل کال به د حج فریضې لپاره مکې مکرمې ته تلو.

– د دویمې نړیوالې جګړې پیل پورې د اخوان المسلمون بلنه په ختیځ کې ښه په شور و زور سره روانه وه، او تقریبا ټول عربي هېوادونه یې تر خپل سیوري لاندې راوستي ول. د دې غورځنګ اصلي منځۍ د مصر هېواد و. د نړېوالې جګړې څخه وروسته اخوان المسلمون په سیاسي ډګر کې په پراخه پیمانه هلې ځلې پیل کړې.
– په ۱۹۴۸ ميلادی کال د فلسطين څخه د برتانیا له وتلو سره سم، چې برتانیا د فلسطین د خپلواکۍ اعلان وکړ، نو اخوان المسلمین ددې اعلان د بشپړلولو غوښتنه وکړه. پدې کار سره د اخوان المسلمین په محبوبیت کې لا زیاتوالې راغې. په دوه کلونو کې ددې غورځنګ د غړو شمېر له پینځه سوه زرو څه پورته ولاړ. د ملاتړو شمېر یې له دې څخه دوه چنده و.
– اخوان ورځ تر ورځې د خلکو په زړونو کې ځای ونیوله دی څخه که یو خوا د شاه فاروق خطر محسوساوه، نو له بلې خوا انګرېزانو هم له ده څخه غوښتنه کوله چې په دې غورځنګ بندیز ولګوي.
– نو ځکه په ۱۹۴۸ ميلادی کال د ډسمبر په نهمه نیټّه مصري واکمن د اخوان غورځنګ ناقانونه اعلان کړ، او په څو ورځو کې یې په زرګونو غړي د بند تورو تمبو شاته وغورځول.
– درې اوونۍ وروسته کوم ځوان وزیر اعظم نقراشي پاشا وواژه. حسن البنا تر اخري وخت پورې ونه نیول شو، او د فرورۍ په ۱۲مه نیټه کال ۱۹۴۹ ميلادی کال نیمه شپه په قاهره کې یو ستر لارښود د یوې دسېسې له مخې په شهادت رسول کېږي. د شهادت تر وخت پورې دده عمر یواځې ۴۳ کاله وو

لیکنې:

– مذكرات الدعوة والداعية (لكنها لاتغطي كل مراحل حياته وتتوقف عند سنة 1942م).
– المرأة المسلمة.
– تحديد النسل.
– مباحث في علوم الحديث.
– السلام في الإسلام.
– قضيتنا.
– الرسائل.
– مقاصد القرآن الكريم

your ads

فضل احمد

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب