د حضرت ابوبکر الصدیق د لور اسماء رضي الله عنهما لوږه!

 

له اسماء – رضی الله تعالی عنها – نه روایت دی، وایې: زه یو ځل په هغه سیمه کې اوسېدم، کومه چې نبی علیه الصلاة والسلام مبارک و “ابوسلمة” او “زبیر” رضی الله تعالی عنهما – د “بني نضیر” قبیلې په زمکه کې ځانګړې کړې وه.

زبیر [رضی الله تعالی عنه] له هغه علیه السلام مبارک سره یوې خواته ووت، زموږ کور ته څېرمه د یو یهودي کور و. هغه یو څاروی حلال کړ، پوخ کړل شو. کله مې چې د هغه بوی حس کړ؛ نو داسې بې تابه شوم، چې هیڅ وخت داسې نه وم بې تابه شوې. دا مهال په خپله لور “خدیجة” باندې امیدواره وم. نور مې صبر ونشو؛ د یاد ګاونډي (یهودي) و مېرمنې ته ورغلم، اور ترې غواړم؛ خو هدف مې داده، چې هغه به څه [غوښه/ښوروا] د خوراک له پاره راکړي. اور ته مې هیڅ اړتیا نه وه. کله مې چې د پاخه شوې څاروي له نږدې لیدنه وکړه او دهغه بوی مې حس کړ؛ نوره هم بې تابه شوم. اور مې تت کړ، بیا ځلې د یادې مېرمنې کور ته ورغلم، اور مې ترې وغوښت. درېیم ځل مې ترې وغوښت [خو څه یې رانه کړل]. کور کې کېناستم، ژړل مې! الله پاک ته مې لاسونه لپه کړل!

یاد یهودي، چې کله کور ته راغلی، مېرمنې ته یې کړه: څوک خو به درته نه وي راغلی؟

هغې ورته کړه: یوه عربۍ مېرمنه راغله اور یې غوښت.

مېړه ور غبرګه کړه: تر هغه به ترې هیڅ و نخورم؛ تر څو چې دې هغې ته ترې څه نه وي ورکړې. هغوی ماته ښوروا را واستوله، د زمکې پر مخ ماته تر هغه غوره خواړه نور نه و!

[حياة الصحابة، ٣٨٢/١]

ــــــــــــــــــ

یادونه: اسماء رضی الله تعالی عنها، د نبي علیه الصلاة والسلام خوښینه، د اسلام د لومړي خلیفه (ابو بکر الصدیق – رضی الله تعالی عنه – ) لور، د عائشې رضی الله تعالی عنها خور او د زبیر رضی الله تعالی عنه بي بي وه.

پایله:

په نبوي عصر کې پتمنو مېرمنو هم د اسلام د پرمختګ له پاره زښته لوږې، ستړې او ناخوالې ګاللې.

د ګاونډي ډېر خیال ساته. خو له بده مرغه نن-سبا د ګاونډي حقوق په ټولیزه توګه پایمال دي.

له چانه له اړتیا پرته سوال مکوه، که څه هم زړه دي ورته زیات وشي.

له الله پاک نه، یې وغواړه، هغه جل جلاله دي د هرې اړتیا د پوره کېدو توان لري.

که کوم څاروی دي ذبحه کړ؛ څنګلوری له یاد نه، مه وباسه.

ژباړه او زیاتونه: م. حمد الله (دانشمند)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب