د حضرت ابوبکر صديق، حضرت ابن زبير، حضرت علي او نورواصحابو(رض) د لمونځونو حالات

مجاهد رضی الله عنه د حضرت ابوبکر صديق، او حضرت عبدالله بن زبير رضی الله عنه  حال رانقل کړى دئ چي کله به دوى پر لمانځه ودرېدل داسي به ښکارېدل لکه يو لرګى چي ښخ کړې يعني هيڅ به نه ښوريده.([1])

علماو ليکلي دي چي حضرت ابن زبير د حضرت ابوبکر  رضی الله عنه  څخه لمونځ زده کړى دئ او ابوبکر  رضی الله عنه  د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  څخه لمونځ زده کړى دئ يعني په څه ډول چي رسول الله  صلی الله علیه وسلم  لمونځ کاوه  پدغه ډول به ابوبکر رضی الله عنه  لمونځ کاوه او عبدالله بن زبېر  رضی الله عنه  هم په دغه ډول  لمونځ  کاوه .ثابت  رضی الله عنه  وايي چي دعبدالله بن زبير رضی الله عنه  لمونځ داسي و لکه يولرگى چي يوځاى ښخ کړې.يوڅوک وايي چي ابن زبير رضی الله عنه  به کله دومره اوږده اوبې حرکته  سجده وکړه چي مرغان به راغله دده پرملا به کښېناسته ،کله به يې  دومره اوږده رکوع وکړه چي ټوله شپه به ترسهاره په رکوع کښي و اوکله به يې دومره اوږده سجده وکړه چي ټوله شپه به تېره سوه کله چي پر حضرت زبير رضی الله عنه  باندي جنګ کېدئ نويووارى دمسجد پر دېواله ولګېدئ چي دمسجد ددېوال يوه ټوټه يې والوزل او دحضرت زبير رضی الله عنه  دستوني اوږيري ترمنځ هغه وارى تېر سو خوده هيڅ فکر نه وکړى نه وارخطا سونه يې رکوع اوسجده  لنډه کړه يوه ورځ يې لمونځ کاوه دده زوى چي هاشم نومېدئ دده وڅنګ ته بيده و دبام څخه يو مار راولوېدئ او دده پر زوى باندي راتاوسو زوى يې چغي کړې دکور خلګ ټوله په چابکى سره راغله شورماشورجوړسوهغه مار يې مړکړى ابن زبير رضی الله عنه په هغه ډول سره په ښه ارامتياسره لمونځ کاوه کله چي يې سلام وګرځاوه نووې ويل چي يوڅه شور او ږغ مي تر غوږ وسو څه شى و؟ بي بي يې  ورته وويل چي الله ( جل جلاله ) دي پرتارحم وکړي زوى خوبه دي مړسوى واى ته په خبرنه هم نه يې ؟ده مبارک ورته وويل ورکه سې که په لمانځه کښي مي بلي خوا ته توجه اوفکرکولاى نولمونځ به چيري پاته سوى واى .([2])

حضرت عمر رضی الله عنه  چي په اۤخروخت کي په خنجرووهل سواو ددغه زخموڅخه بياشهيدسوهروخت به وينه ترې بهيدله اوزيات وخت به بې هوښه وخوبياهم دلمانځه  لپاره بيداره کېدئ لمونځ به يې کاوه دا به يې ويل چي دهغه چالپاره  په اسلام کي هيڅ حصه نسته چي لمونځ پرېږدي .

حضرت عثمان  رضی الله عنه  به ټوله شپه ويښ واوپه يوه رکعت کښي به يې ټوله قرآنکريم ختماوه.

دحضرت علي (کرم الله وجهه) مبارک عادت داسي و چي کله به دلمانځه وخت راغلى نوپر بدن به يې رپيدل راغله اومخ به يې ژړسويوچاپوښتنه ځني وکړه چي داڅه خبره ده چي دلمانځه دوخت په راتګ سره دي مخ ژړسي اوبدن دي رپيږي؟ ده مبارک ورته وويل : دادهغه امانت وخت دئ چي الله جل جلاله  پراسمانومځکه اوغرونوباندي نازل کړى دوى يې دپورته کولوڅخه ناتوانه سول خوماپورته کړى.

your ads

دحضرت خلف بن ايوب رحمة الله علیه څخه يوچاپوښتنه وکړه چي تاپه لمانځه کښي مچان نه تنګوي؟ ده مبارک په جواب کښي ورته وويل چي بدکاره خلګ حکومت په دورو وهي دى ږغ نه کوي دا تکليفونه پرځان تېروي خوپه دې فخرکوي چي زه دحکومت په هرډول وهلوکي نه ښورم يعني چي زه خوڅومره ټينګ يم زه چي دخپل رب جل جلاله  وحضورته ولاړيم زه ديوه مچ له امله وښورېږم .

مسلم بن يسار رحمة الله علیه چي به کله دلمانځه لپاره ودرېدى نو دخپل کورخلګوته به يې وويل چي تاسوماته خبري کوي زه ستاسوپه خبرونه پوهېږم يوه ورځ ده مبارک دبصرې په جامع مسجد کي لمونځ کاوه چي دمسجديوه برخه راچپه سوه خلګويې له امله وځغستل دباندي سره يوځاى سوه شوراوغوغاسوه خودى هيڅ په خبرنه سو.

دحضرت خاتم اصم رحمة الله علیه څخه چادلمانځه  دحالاتو پوښتنه وکړه ده مبارک په جواب کښي ورته وويل : کله چي دلمانځه وخت راسي اودس وکړم اوهغه ځاى ته ولاړسم چي لمونځ پکښي کوم لږساعت کښېنم چي دبدن په ټولوحصوکښي مي ارامتياپيداسي بيادلمانځه لپاره په داسي ډول ودرېږم چي بيت الله شريفه دخپل نظروړاندي وګڼم ، پل صراط تر پښولاندي جنت راسته طرف ته ، دوزخ چپه طرف ته اودمرګ ملائکه دشا طرفته وګڼم او دا فکر وکړم چي دا مي وروستى لمونځ دئ ددې څخه وروسته په پوره عاجزۍ او کمينۍ سره لمونځ ادا کړم بيا داميد او ويري ترمنځ واوسم  چي قبول به سي که يا.([3])

مأخذ: د صحابانو قصې

([1] ) تاريخ الخلفاء

([2] ) بدايه وغيره

([3] ) احيآء

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب