د حضرت ابوبکر صدیق (رض) مېړانه!

یوه ورځ حضرت علی (رض) په خپله وینا کې وویل: اې خلکو! ماته تر ټولو میړنی سړی را وښیئ!!

خلکو ورته وویل: اې امیر المؤمنین! ته یې! حضرت علي (رض) وویل: زه چې د کوم دښمن مقابلي ته وتلی یم خپل حق مې ترې اخیستی دی؛ خو ماته  تر ټولو زیات غیرتي سړی راوښیئ!

خلکوم ورته وویل : موږ خو بل څوک نه پیږنو ته یې وښایه، حضرت علي (رض)وویل ابوبکر صدیق (رض) دی،

بیا یې وویل: د بدر په ورځ چې موږ پیغمبر (ص) ته څپر جوړ کړ؛ نو اعلان مو وکړ چې د رسول الله (ص) ساتنه به څوک کوي؟

په الله قسم ! ددښمن له ویرې هغه وخت هېچا له پیغمبر (ص) سره د پاتې کېدو زړه و نکړای شو یواځې ابوبکر صدیق (رض) و چې توره یې را ووېسته د پیغمبر (ص) سرته ودرېد او هر چا به چې د وړاندې راتلو هڅه کوله ده به ورمنډه کړه ، بیا یې وویل: همدا ابوبکر (رض) ترهر  چا زیات مېړنی دی.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب