د حضرت بلال رض عنه د نبي ص لپاره د يو مشرک څخه قرض اخيستل

يو ملګري د حضرت بلال رضی الله عنه  څخه پوښتنه وکړه چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم د خوراک د خرڅ انتظام څنګه و؟ حضرت بلال  رضی الله عنه  وويل: د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره خو پيسې نه وي خو دا خدمت ماته سپارل سوى و. کله چي به يو مسلمان وږى راغلى نو نبي  صلی الله علیه وسلم  به ماته اشاره وکړه مابه يو ځاي پور وکړى هغه ته به مي خوراک ورکړى يابه يو څوک لوڅ راغلى نبي صلی الله علیه وسلم به ماته اشاره وکړه مابه يو ځاى پور وکړى او هغه ته به مي جامې ورپيدا کړې ددې انتظام د چلېدو په لړ کي يوه ورځ يو کافر ماته راغلى او راته وې ويل: چي زه مالدار او شتمن يم که دي د پيسو اړتيا سوه د بل چا څخه پور مه اخله ماته راځه زه يې درکوم ماورته وويل: تر دې خو ښه خبره نسته.

نو کله چي به رسول الله  صلی الله علیه وسلم  ماته امر وکړى ما به د هغه سړى څخه پور اخستي او د رسول لله صلی الله علیه وسلم  حکم به مي پوره کاوه. دى مبارک وايي يوه ورځ مي اذان وکړى اودس مي تازه کړى که مي کتل  هغه کافر  راغلى او ماته يې وويل: اې حبشي! زه ورته متوجه سوم زما دمتوجه کېدو سره سم يې ښکنځل شروع کړه او بد او رد يې ويل بيا يې راته وويل: چي د مياشتي څلور ورځي پاته دي که دي په دغه څلورو ورځو کي زما ټول پور را راپوره نه کړى نو په بدل کي به تا بوزم او غلام به دي کړم د پخوا په څېر به حيوانان څروې بلال  رضی الله عنه  وايي کافر دا خبره وکړه ولاړى ماټوله ورځ  په غم او تکليف تېره کړه هرڅنګه چي وه تېره سوه دماخستن دلمانځه وروسته د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  په خدمت کي حاضر سوم او ټوله قصه مي ورته وکړه بيا مي ورته وويل: چي اې دالله  جل جلاله  رسوله! اوس خو نه ستا سره څه شى سته او نه زما سره زه دستي يو کار کولاى سم دغه سړى مي بې عزته کوي او شرموي مي نو که ستا اجازه وي زه  به يو ځاى پټ سم که چيري ستاسو سره يو څه شى پيداسو بيا به حاضر سم ددې خبري سره سم راغلم توره، ډال او زغره مي راواخيستل ځکه دا زما د سفر سامان و او دسهار کېدو انتظار مي کاوه سهار نژدې و چي يو ملګرى راغلى او راته وې ويل: ژر ورسه د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  پکار يي زه  هم چابک راغلم که مي وکتل څلور اوښاني بار چوکي دي رسول الله  صلی الله علیه وسلم  راته وويل: د خوشالۍ خبره  درته کوم الله  جل جلاله  ستا د پور انتظام وکړى دغه څلور بار  اوښاني ستا په تصرف کي دي رسول الله  صلی الله علیه وسلم  زياته کړه دا د فدک رئيس ماته تحفه رالېږلې ده بلال رضی الله عنه  وايي ما دالله جل جلاله  شکر ادا کړى او په خوشالى، خوشالى مي هغه واخيستي او ټول قرض مي په ادا کړى بېرته راغلم رسول الله  صلی الله علیه وسلم  په مسجد کي انتظار کاوه زه ورغلم او ورته ومي ويل: اې دالله  جل جلاله  رسوله! دالله  جل جلاله  شکر دئ چي الله  جل جلاله  د قرضو څخه ستا اوږې سپکي کړې او اوس هيڅ قرض نه دئ پاته نبي صلی الله علیه وسلم  وفرمايل: دهغه شيانو څخه څه شى پاته سو ماورته وويل: بلي پاته سو رسول الله  صلی الله علیه وسلم  راته وويل: ورسه هغه هم تقسيم کړه چي  زه هو سا سم تر هغو زه د مسجد څخه نه ځم تر څو هغه مال تانه وي تقسيم کړى ټوله ورځ تېره سو د ماخستن د لمانځه د اداييني وروسته رسول الله  صلی الله علیه وسلم   زما څخه پوښتنه وکړه چي هغه پاته مال تقسيم سو ماورته وويل چي يا رسول الله  صلی الله علیه وسلم  څه پاته دئ اړ سړي نه  دئ  راغلى  بيا رسول الله  صلی الله علیه وسلم  په مسجد کي ارام وکړئ. دوهمه ورځ ماخستن بيا نبي  صلی الله علیه وسلم  وفرمايل: چي يو څه سته ماورته وويل: چي الله  جل جلاله  تاسو هوسا کړلاست ټوله مال خلاص سو.

فايده : دالله  جل جلاله  ددوستانو دا غوښتنه وي چي ددوى په ملک کي هيڅ مال او سامان نوي پاته نو نبي صلی الله علیه وسلم  چي د ټولو نبيانو سردار دئ او دټولو او لياو د سر تاج دئ نو ولي به د نه مال غوښتل نه کوي چي ددنيا څخه بيخي فارغه ولاړ سم.

ما په ټينګو ثابت سوو روايتو کي اورېدلي دي چي دحضرت مولانا شاه عبدالرحيم رائپوري (نورالله مرقده) عادت داو چي د نذرانو به څه پيسې جمعه سوې نو په پابندۍ به يې هغه پيسې راوغښتلې  او ټولي به يې وويشلې دوفات کېدو څخه  مخکي يې د خپلو اغوستلو جامې او نور شيان خپل خاص خادم حضرت مولانا شاه عبدالقادر صاحب ته ورکړه او ورته وې ويل چي زه به اوس ستا څخه دغه جامې په خواست تر لنډه وخته پوري واخلم او ګټه به ځني اخلم او په مِلک کي به ستاوي.

د خپل پلار څخه مي ډېر اوريدلي  دي چي څو زره قرضداره و او ويل به يې : چي داد جګړې شى زه د شپې د ځان سره نه ساتم  ددې ډوله څخه د بزرګانو ډېري پېښي سته خو دا ضروري نه ده چي د هر بزرګ رنګ دي يو ډول وي بلکي د بزرګانو رنګونه بېل بېل دي او دچمن په ګلانو کښي د هر يو ګل شکل او خوى جلا ــ  جلا وي.

your ads

مأخذ: د اصحابو قصي.

[irp][irp]

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب