د حضرت سوده رض پېژندنه او ژوندلیک

پيژندنه:

د مومنانو مور سوده (رضی الله عنها) د نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) دوهمه میرمن ده د پلارنوم یې زمعه او د مورنوم یې شموس وواوداد قریشو له مشهورې قبیلې عامربن لوی څخه وه اود پلار لخوایې د نسب لړۍ  په دې ډ ول بیانیږي سوده بنت زمعه بن قیس بن عبد شمس بن عبدود بن نصربن مالک بن حسل بن عامر بن لوی اود دې مور شموس بیا په مدینه کې د بنونجارپه قبیله پورې تړاولري چې د نسب لړۍ یې داسې ده شموس بنت قیس بن زید بن عمرو بن لبید بن فراش بن عامربن غنم بن عدي بن النجار۰

نکاح یې:

د سودې (رضی الله عنها) لومړنۍ نکاح د خپل پلار د تره د زوی سکران بن عمرو(رضی الله عنه) سره وشوه چې له هغه څخه یې یوزوی هم پیدا شو چې عبدالرحمن نومیدی نوموړي د ځوانۍ په عمرکې  په جنګ جلولا(فارس) کې  برخه واخیسته اوډیرپه میړانه سره وجنګید ی چې په پایله کې د شهادت لوړمقام ته ورسید

مسلمانید ل یې:

سوده (رضی الله عنها) اوددې میړه سکران بن عمرو(رضی الله عنه) د نبوت په پیل کې اسلام ته غاړه کښیښودله اود لومړنیومسلمانانوپه قطارکې شامل شول اوپه اسلام کې د لومړيتوب لوړه مرتبه ورته حاصله ده نوکله چې مسلمانانولومړی ځل د حبشې په لوري هجرت پیل کړ تردې مهاله سوده (رضی الله عنها) اوددې میړه په مکه مکرمه کې ځای په ځای ووخوکله چې د مشرکینولخوا په مسلمانانو تیری اوظلم وروستي حد ته ورسیدل نود مسلمانانویوه لویه ډله د حبشې په لوري دهجرت لپاره تیاره شوه چې په هغوکې سوده (رضی الله عنها) اوددې میړه هم شامل ووخوپه حبشه کې ترڅو کالوپاتې کیدو وروسته چې کله دوی دواړه مکې مکرمې ته واپس راغلل نویوڅو ورځې وروسته یې میړه سکران بن عمرو(رضی الله عنه) لدې فاني دنیا څخه سترګې پټې کړې۰

د نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) سره یې نکاح:

که څه هم د سیرت پوهانوترمنځ پدې کې اختلاف دی چې د نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) لومړی د سودې (رضی الله عنها) سره نکاح شویده اوکه دې عائشې (رضی الله عنها) سره ؟خو کومه خبره چې ډیره سمه اود روایتونوترمنځ اختلاف ختمونکې معلومیږي هغه داده چې کوزدنه یې لومړی د عائشې (رضی الله عنها) سره وشوه خو واده اول سوده (رضی الله عنها) شوه لکه څنګه چې صاحب (مقالات موقع الالوکه) وایي : (عائشة بنت الصدیق. عقد علیها قبل سودة، ولکنهادخل علیهابعد أن دخل على سودة.)      د ابوبکر صدیق (رضی الله عنه) دلورعائشې (رضی الله عنها) کوزده اود نکاح تړون د سودې (رضی الله عنها) څخه مخکې وو خو ودیدل یې له سودې (رضی الله عنها) څخه وروسته وو اوهمدا رنګه په (انیس الفضلاء من سيراعلام النبلاء) کې راغلي دي (واول امرأة تزوج بهاالنبي (صلي الله عليه وسلم) بعد وفاة خديجة هى أم المؤمنين سودة بنت زمعةالعامرية, وانفردت به نحوا من ثلاث سنين اواكثرحتى دخل بعائشة) د خدیجې (رضی الله عنها) له وفات وروسته لومړی نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) د سودې (رضی الله عنها) سره واده وکړاود هغې سره یې درې یا له درې کالو زیات یواځې عمرتیر کړاوبیا یې د عائشې (رضی الله عنها) سره واده وشو.

نكاح یې څه مهال اوڅنګه وشوه:

دخدیجې (رضی الله عنها) تروفات کیدو وروسته نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) د ډیروکړاونو، غمونو اوخفګان سره مخامخ شوځکه که له یوې خوا یې ترټولو لویه وفاداره له لاسه ورکړه نوله بلې خوا یې په کورکې د اولادونودچارو دسمبالولولپاره بل چا شتون هم نه درلود نود عثمان بن مظعون (رضی الله عنه) میرمن خولة بنت حکیم (رضی الله عنها) د نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) په اجازه د سودې (رضی الله عنها) پلارته ورغله اود نکاح پیغام یې ورته واورلواوهغه هم پدې ویلوسره چې محمد (صلی الله علیه وسلم) یو ډیرشریف سیال دی خبره ومنله اود سودې (رضی الله عنها) سره ترمشورې کولو وروسته بیا نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) په خپله د نکاح تړلولپاره ورغی نود روژې په مبارکه میاشت کې په لسم دنبوت دڅلوروسوودرهموپه مهرټاکلوسره سوده (رضی الله عنها) دابدي سعادت څیښتنه شوه اود مومنانود مورسترمقام یې ترلاسه کړ۰۰۰۰۰۰۰

  د سودې (رضی الله عنها) هجرت:

سوده (رضی الله عنها) د نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) سره ترنکاح کولووروسته درې کاله په مکه مکرمه کې وه خوکله چې د الله(ج) له لوري نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) ته د هجرت کولوامروشونونبي کریم (صلی الله علیه وسلم) ابوبکر(رضی الله عنه) د ځان ملګری کړاومدینې منورې ته لاړل اوخپل ټول اهل اوعیال یې په مکه مکرمه کې پریښودل چې په هغوکې سوده (رضی الله عنها) هم وه خومدینې ته درسیدو سره یې سم زید بن حارثه اوابورافع (رضی الله عنهما) ته دوه اوښان په لاس ورکړل ترڅوله مکې مکرمې څخه سوده( رضی الله عنها) فاطمه اوام کلثوم (رضی الله عنهما) راولي هماغسې وشول چې زید بن حارثه اوابورافع (رضی الله عنهما) د نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) میرمن سوده (رضی الله عنها) اودوې لوڼې فاطمة الزهرا اوام کلثوم (رضی الله عنهما) اوله بلې خوا دابوبکر (رضی الله عنه) زوی عبدالله (رضی الله عنه) دخپلې کورنی له غړيوسره د مد ینې منورې په لوري وخوځیدل.

قد او قامت یې:

سوده (رضی الله عنها) په ونه جګه درنه اولویه ښځه وه لکه څنګه چې عائشه (رضی الله عنها) ددی په هکله روایت کوي اووایي :استاذنت رسول الله (صلی الله علیه وسلم) سودة لیلة جمع وکانت امراة ثقیلة ثبطة فاذن لها. یعني د حجة الوداع پرمهال سودې (رضی الله عنها)  له نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) څخه اجازه وغوښته ترڅو له مزدلفې څخه مخکې له نوروخلکوڅخه ولاړه شي ځکه چې د نوروخلکوسره په یوځای تلوکې ورته تکلیف وو دخپل جسم مبارک د دروندوالي اولویوالي له کبله اونبي کریم  (صلی الله علیه وسلم) ورته اجازه ورکړه اودیادولو وړده چې په دې وخت کې د سودې (رضی الله عنها) عمر هم زیات وو ځکه چې په ۵۵  کلنی کې یې د نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) سره نکاح وشوه لکه څنګه چې په( المجلة الاسلامیة ) کې راغلي دي: (فهویتزوج السیدة سودة البالغ عمرهاخمس وخمسون سنة) یعني نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) دسودې (رضی الله عنها) سره داسې مهال نکاح وکړه چې د هغې عمر ۵۵ کلوته رسیدلی وو اوله دې وروسته خوڅوکلونه نورهم تیرشول.

عبادت او حکم مننه یې:

په حکم مننه کې له ټولوڅخه یوځانګړی شان لري کله چې نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) د حجة الوداع پرمهال خپلوبي بیانوته وویل : چې زما وروسته به په کورکښینئ نو سودې (رضی الله عنها) ډیر په ټینګارسره په هغې خبره سره عمل وکړچې بیا هیڅکله د حج اوعمرې لپاره هم ونه وتله او ویل به یې چې ما حج اوعمره کړيدي نورنود الله(ج) اود هغه د رسول دحکم سره سمه په کورکښینم.

اوډیره عبادت کوونکې ښځه وه حافظ ابن کثیر(رح) د هغې په اړه په (البدایة) کې لیکي : ( وکانت ذات عبادة وورع وزهادة ) هغه د عبادت تقوا اوپرهیزګاری څښتنه وه

په سخاوت کې هم ترټولو وړاندې وړاندې وه یوه ورځ عمرفاروق (رضی الله عنه) یوه کڅوړه ورته ولیږله نودې پوښتنه وکړه چې دا څه شی دي په ځواب کې ورته وویل شول چې درهم دي نویې وویل چې د خورماوو غوندې نن درهم لیږل کیږي اوهغه درهم یې ټول د الله(ج) په لارکې وویشل اوپه خپل لاس به یې یوشی جوړول اوله هغوڅخه به چې کومې پیسې لاس ته راتلې نوډیرې په ډاډه زړه به یې د الله(ج) په لارکې خرڅولې اوپه قربانی کې هم هیڅ ساری نه لري کوم وخت چې دا د ډیرعمرشوه اودا ګمان ورته پیدا شوچې هسې نه چې نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) طلاق ورکړي اود دغه لوی مقام څخه محرومه شي نویې خپل نوبت هم عائشې (رضی الله عنها) ته وبخښلا اوهغې هم ډیرپه خوشحالی سره ومنلا.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب