د حضرت عمرو بن العاص د جنګي فراست ۲ کيسې

۱ کيسه

په نن سبا جګړو کې بليک آوټ ( په تياره کې ساتل ) يوه اړتيا ده، د دې عمل يو مثال د نبي عليه السلام په زمانه کې هم ليدل کېږي، په هغه زمانه کې له بليک آوټ نه عمرو بن العاص رضی الله عنه کار اخيستی.

له مدينې منورې نه د ۸ هجـ کال په جمادی الثاني مياشت کې يو لښکر د لخم او جذام د مقابلې لپاره وليږل شو ( لخم او جذام له مدينې منورې نه ۱۰ منزله فاصله لري )، د دې لښکر امر يا قومندان حضرت عمرو بن العاص رضی الله عنه و، په دې غزا کې دښمن خپل لښکر د ځنځير په ډول حلقه کړی وو تر څو ترې څوک ونه تښتي او خلاص نشي؛ له دې وجې دې غزا ته ( ذات السلاسل ) نوم ورکړل شو، ( بايد يادونه وکړو چې د ذات السلاسل په نوم چې کوم لوی جنګ مشور دی هغه د صحابه کرامو په دور کې د لخم او جذام له مقابلې وروسته شوی ).

په دې غزا کې عمرو بن العاص رضی الله عنه خپل پوځ ته امر وکړ چې په شپه کې په معسکر کې تر درې ورځو اور بل نه کړي او کومه نه بله رڼا وکړي، له درې ورځو وروسته دښمن د جګړې له ډګره تيښته وکړه، صحابه کرامو غوښتل دښمن تعقيب کړې خو عمرو رضی الله عنه د تعاقب اجازه ورنکړه، پوځ چې له وړاندي په لشکرګاه کې په اور نه بلولو ناخوښه وو د دښمن په نه تعقيب نور هم ناراضه شول مګر د امير د اطاعت په بنا د دې خبرې منل پرې لازمي وو؛ ځکه يې بې چون او چرا دښمن پرېښود، کله چې مدينې منورې ته راستانه شول نو نبي عليه السلام ته د دې کړنو شکايت وشو، عمرو بن العاص رضی الله عنه راوغوښتل شو او د دې امرونو وجه ترې وپوښتل شوه.

عمرو رضی الله عنه په ځواب کې وويل چې : يارسول الله! زما د لښکر تعداد خورا کم وو؛ ځکه مې په شپه کې له رڼا کولو منع کړل تر څو دښمن د تعداد په معلومولو زړور نشي، او له تعقيب نه مي هم له دې امله منع کړل چې دښمن يې د تعداد په ليدلو بيرته را ونګرځي او حمله ونه کړي.

your ads

رسول الله صلی الله عليه وسلم يې جنګي مهارت او تدبير خوښ کړ او د الله تعالی شکر يې ادا کړ.

۲ کيسه

عمرو بن العاص رضی الله عنه چې قيسارية فتحه کړه نو غزة يې محاصره کړه، د غزې والي عمرو رضی الله عنه ته پيغام واستاوه چې د خبرو لپاره کوم ملګری وروليږي، حضرت عمرو د يو عام پوځي په حيث په خپله ورغی او خبري يې ورسره پيل کړې، د غزې والي يې له خبرو، حکيمانه انداز، جرئت او نه ويري متاثر شو او ترې ويې پوښتل :

ستاسي په ملګرو کې ستا غوندي نور هم شته؟، عمرو رضی الله عنه ځواب ورکړ چې د دې خبرې پوښتنه مه کوه، زه په هغوی کې تر ټولو ادنی او کمتر سړی يم؛ ځکه خو زما د دلته را استولو په خطر راضي دي.

د غزې والي د ځواب په اورېدلو سره د تحفې ورکولو امر وکړ او له دې سره يې د دروازې چوکيدار ته ليکلی حکم وليږه چې کله له تاسي تير شي نو ويې وژنئ او مال ترې واپس واخلئ.

حضرت عمرو بن العاص د بيرته تلو په مهال په لاره کې د غسّان قبيلې يو عيسايي وپيژاند او پټ يې ورته وويل چې : عمرو! ته دې محل ته روغ او خوښ داخل شوی وې، بايد همداسي ووځې، د دې خبرې په اورېدلو سره عمرو رضی الله عنه له لږ توقف سمدستي وروسته والي ته ورغی، والي ترې د راګرځېدو وجه وپوښتله، حضرت عمرو ځواب ورکړ چې : زه ستاسي د تحفې په کتلو پوه شوم چې زما د وروڼو او د تره زامنو لپاره کافي نه ده، زما په زړه کې راګرځي چې خپل لس۱۰ وروڼه او د تره زامن هم دلته راولم تر څو ته پرې تحفه تقسيم کړې، په دې سره به ستاسي تحفه د يو په ځای ۱۰ کسانو ته ورسېږي.

والي په زړه کې خوښ چې د يو په ځای به ۱۰ تنه قتل کړي، حضرت عمرو ته يې کړه چې ته سم وايې، ژر يې له ځان سره راوله، والي دربان ته خط وليکه چې اوس نو دا سړی ژوندی پېږدئ.

عمرو بن العاص رضی الله عنه د تلو په وخت تر ډير لري يو خوا بل خوا کتل، او کله چې د خطرې له حدودو ووت نو ويې ويل ( بيا به د داسي غدارانو ملاقات ته نه ورځم ).

څو ورځي وروسته د غزې له والي مجبور شو او د حضرت عمرو له لښکر سره د صلح غوښتنه يې وکړه، په دې موخه خپله مسلمانانو ته ورغی او کله چې يې عمرو بن العاص رضی الله عنه په خپله خيمه کې د امر په حيث ناست وليد نو ډير تعجب يې وکړ او په حيراني يې وپوښتل : ته هغه يې؟

حضرت عمر ځواب ورکړ، هو هغه يم، زه ستاسي له غداري سره سره ژوندی یم.

۱ جمع الفوائد           جلـ : ۲ : صفـ : ۲۷

۲ الوصاياالخالدة، مطابع العروبة بقطر          صفـ : ۲۵۷

احمدګل ريان

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب