د حضرت عيسی عليه السلام پرته له پلاره کېدل!

دحضرت عيسی عليه السلام په پيدايښت سره الله پاک خپل قدرت انسانانوته وښودچي الله پاک داسي دقدرت خاونددی چي پرته له پلاره هم څوک پيداکولی شي،دچاپه پيداکولوکي پلارته اړتيانه لري چي يوه نمونه يې عيسی عليه السلام دی چي
دالله پاک په امرپرته له پلاره پيداشو ځکه دده مورحضرت مريم عليهاالسلام خاوندنه درلود.
الله جل جلاله  په دې هکله په خپل  سپېڅلي کتاب کي
داسي فرمايلي دي :
( إِذْ قَالَتْ الْمَلائِكَةُ يَا مَرْيَمُ إِنَّ اللَّهَ يُبَشِّرُكِ بِكَلِمَةٍ مِنْهُ اسْمُهُ الْمَسِيحُ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ وَجِيهًا فِي الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ وَمِنْ الْمُقَرَّبِينَ (۴۵) وَيُكَلِّمُ النَّاسَ
فِي الْمَهْدِ وَكَهْلا وَمِنْ الصَّالِحِينَ (۴۶) قَالَتْ رَبِّ أَنَّى يَكُونُ لِي وَلَدٌ وَلَمْ يَمْسَسْنِي بَشَرٌ قَالَ كَذَلِكِ اللَّهُ يَخْلُقُ مَا يَشَاءُ إِذَا قَضَى أَمْرًا فَإِنَّمَا يَقُولُ لَهُ كُنْ فَيَكُونُ ) آل عمران /-،۴۵ ،۴۷)
{کله چي ملايکووويل:اې مريمې!الله تاته له خپل لوري ديوې کلمې زېری درکوي،دهغه نوم به مسيح عيسی دمريم زوی وي،په دنيااوآخرت کي به مخور(دعزت څښتن)وي اوالله ته له  نږدې کسانوبه وي،دخلګوسره به په زانګوکي هم خبري کوي  اوپه زړښت کي به يې هم کوي اوله نېکانوڅخه به وي.(مريم چي کله دا واورېدل)دې وويل:پروردګاره!زمازوی به له کومه شي؟ماته خوچالاس
(قدري  هم) نه دی راوړی؟ويې فرمايل:همداسي(به يې!)  الله چي دڅه اراده وکړي،پيداکوي يې،کله هم چي  دکوم کارکولوپرېکړه وکړي نوصرف دومره ورته  وايي چي وشه نوهغه کيږي }
په دې آيت مبارک کي دملائکوله لوري حضرت مريم عليهاالسلام ته دازېری ذکرشوی
چي له دې څخه به يوداسي ماشوم پيداشي چي يوعزتمنداوسترشخصيت به وي .
مشهورقول دادی چي دلته  له ملايکوڅخه مرادجبرائيل عليه السلام دی(تفسيرروح المعاني ص:۲۱۲ج۳کذافي تفسيرالمنيروغيرهمامن التفاسير)
الله جل جلاله  فرمايي:
هغه وخت يادکړه کله چي ملايکو(حضرت مريم عليهاالسلام ته داهم)وويل:اې مريم!الله جل جلاله  تاته  له خپل لوري ديوې کلمې زېری درکوي،)يعني ديوه ماشوم دپيداکېدلوزېری درکوي چي
له پلارپرته به له تاڅخه پيداکيږي.
له دې کبله ورته دالله کلمه ويل کيږي چي پرته له پلاره پيداکيږي اوالله ته يې په نسبت کېدلوکي  دده يوخاص عزت اوشرافت دی.
تخلص يې مسيح دی،نوم يې عيسی دی اوابن مريم يې کنيه ده.
مفسرينوليکلي دی چي:مسيح په اصل کي مشيحاوو،دادعبراني ژبي لفظ دی،دمبارک په معنی سره دی،عربي ته يې چي رانقل کړ،نومسيح شو.
لکه موسی چي په اصل کي موشاوو،داهم دعبراني  ژبي لفظ وو،خوچي عربي ته رانقل کړل شونوموسی ترې جوړشو.
دجال ته هم مسيح ويل کيږي خوهغه په اتفاق دټولوعلماووعربي لفظ دی دهغه دتسميې وجه داده
چي مسيح دزائلېدلواوختمېدلوپه معنی سره دی، له دجال څخه ټول عمده اوښه خويونه ختم کړل شوي دي نوځکه ورته مسيح ويل کيږي
او عيسی په اصل کي ايشوع وو،داهم دعبراني ژبي لفظ دی،ايشوع په عبراني کي دسردارپه معنی
سره دی،خوچي عربي ته  رانقل شونوله ايشوع څخه عيسی شو. .(تفسيرمعارف القرآن(للشيخ کاندهلوي رحمه الله)وغيره من التفاسير)
علامه ابن کثيررحمه الله ليکي چي :مخکينيوځينو(عالمانو)ويلي دي چي مسيح(عيسی عليه السلام) په مسيح سره ځکه ونومول شوچي دده  سياحت اوگرزېدل په زمکه کي  زيات وواوچاداسي ويلي دي چي له دې امله ورته مسيح ويل کيږي چي دده قدمونه  هوار وو،ژوروالی پکي نه وواوچاداسي ويلي دي چي ځکه ورته مسيح ويل کيږي  چي ده به مريض مسه کړونودالله پاک په حکم سره به روغ شو(تفسيرابن کثيرص:۳۹ج۲)
علامه زهيلي ليکلي دي چي:چي مسيح عليه السلام دظلم دپورته کولو(ختمولو)،خلگوته دلارښووني اودرښتيني
ورورولۍ دخورولولپاره راغلی وواودده بادشاهي روحاني وه جسدي نه وه اومسيح ددوی(بني اسرائيلو)په وړاندي دباچاتخلص وو،نودادستايني له القابوڅخه دی.
اوامام قرطبي رحمه الله وايي چي ددې معنی صديق(ډېررښتينی)ده.(تفسيرالمنيرص:۲۳۰ج:۳)
الله جل جلاله حضرت عيسی عليه السلام   دمريمي په زوی سره يادکړی دی،په داسي حال کي چي په دغوخبروسره مخاطبه په خپله حضرت مريم عليهاالسلام وه،په دې کي يوخودې خبري ته اشاره ده چي  دی به له پلارپرته  پيداکيږي ځکه قانون دادی چي داولادنسبت دپلارطرف ته کيږي،نه دمورطرفته،خودلته چي مورته منسوب شوی په دې کي اشاره ده چي دی به بې پلاره پيداکيږي.
او بل ددې لپاره په دې نسبت سره يادشوی  چي دده دغه صفت دخلگوتل په يادواوسي چي په دې کي دالله پاک لوی قدرت ته اشاره ده اودهغه چاردهم پکې دی څوک چي دی خدای بولي،(ځکه دی له مريمي زېږېدلی دی څوک چي له يوه انسانه وزېږی هغه خدای نشي کېدای)همدارازپه دې کي دحضرت مريم عليهاالسلام لويي مرتبې ته هم اشاره ده(چي داديوه پيغمبرمورده) اوددې په  دې کي عزت هم دی چي يولوی پيغمبردې ته منسوب وي .(تفسيرالمنيرملخصا)
مطلب دادی چي حضرت عيسی عليه السلام دالله پاک دقدرت يوه نمونه ده چي الله پاک پردې قادردی چي پرته له پلاره څوک پيداکړي لکه څنگه چي يې له پلاره پيداکوي همدارازپردې هم قادردی چي پرته له موراوپلاردواړويې پيداکړي لکه حضرت آدم عليه السلام چي يې پيداکړ.
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين
مولوي عصمت الله عزام

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب