د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ويناوې ۹

١٣١:- غوره کليمه د حق کليمه ده چي د ظالم باچا په مخکي وويل سي.
١٣٢:- تر څو چي کولاى سى د خواهشاتو او هيلو څخه ځان وساتئ.
١٣٣:- په قناعت کي راحت دئ.
١٣٤:- پر خپلو ګناهو توبه وکاږئ او توبه کوونکى د هغه چا په شان وي لکه هيڅ ګناه چي ئې نه وې کړي.
١٣٥:- ستاسو څخه غوره کس هغه څوک دئ چي ګناه وکړي او بيا توبه ور باندي وکاږي.
١٣٦:- ستاسو څخه غوره څوک هغه دئ چي د ګناه څخه ځان ليري کړي.
١٣٧:- تر ګناه کولو وروسته عبادت وکړه چي هغه له منځه يوسي.
١٣٨:- د درو (٣) عاداتو څخه ځان وساته:
لومړى : د بخل څخه
دويم: د کبر څخه
دريم: دکينې څخه
١٣٩:- په مستحب لمونځ کولو بوخت وې او پلار دي وغواړي چي راسه نو لمونځ مه پرېږده او که دي مور وغواړي چي راسه لمونځ پرېږده او ورسه.
١٤٠:- جنت د مندو تر قدمو لاندي دئ.

١٤١:- د برکت څخه ډکه ښځه هغه ده چي مصرف کم کوي.
١٤٢:- هغه څوک نېکمرغه دئ او عمر ئې زياتېږي چي د مور او پلار سره نيکي کوي.
١٤٣:- د پلار اطاعت د الله پاک جل جلاله اطاعت دئ او د پلار نه منل د الله پاک جل جلاله نه منل دي.
١٤٤:- د خپلو پلرو سره نيکي وکړئ چي سبا ستاسو سره ستاسي اولادونه نيکي وکړي او پاک لمني اوسئ چي سبا ستاسو ښځي پاک لمني اوسي.
١٤٥:- بهترين احسان د پلار سره دا دئ چي تر مړيني وروسته ئې د دوستانو سره مينه وکړې.
١٤٦:- څوک چي د مور او پلار سره نيکي وکړي نېکمرغه دئ او الله پاک جل جلاله ئې عمر زياتوي.
١٤٧:- دوه شيان چي بدل ئې په دې نړۍ کي انسان ويني هغه د مور او پلار سره بد سلوک او ظلم دئ.
١٤٨:- ستاسو غوره وروڼه هغه دي چي ستاسو عيبونه ستاسو و خوا ته هديه کړي.
١٤٩:- د چا چي دوې ورځي په يوه ډول وي تاوان ئې کړى دئ.
١٥٠:- هغه څوک نېکمرغه دئ چي خپل عيب و ويني او د نورو عيبونه و نه لټوي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب