د حلالولو سنت طریقه او آداب + د قربانۍ نېت او دعا

د حلالولو سنت طريقه:

(عَنْ أَنَسٍ قَالَ ضَحَّى النَّبِىُّ -صلى الله عليه وسلم- بِكَبْشَيْنِ أَمْلَحَيْنِ أَقْرَنَيْنِ ذَبَحَهُمَا بِيَدِهِ وَسَمَّى وَكَبَّرَ وَوَضَعَ رِجْلَهُ عَلَى صِفَاحِهِمَا.)(۲۸)

ژباړه: له انس رضي الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم دوه ښکرونه لرونکي، سپينوالي او توروالي ته مايل پسونه په خپل لاسونو قرباني کړل، د حلالولو پر مهال يې )بِسْمِ اللهِ وَاللهُ اَکْبَرْ( وويل او خپله پښه يې د هغه پر غاړه اېښې وه.

ابوسعيد خدري رضي الله عنه څخه روايت دى، وايي: رسول الله صلى الله عليه وسلم فاطمې رضي الله عنها ته وفرمايل: ولاړه شه له خپلې قربانۍ سره ودرېږه )او ذبح کول يې وګوره( ځکه د هغې د لومړي څاڅکي سره چې ځمکې ته رسيږي ستا ټولي تېرې ګناوې بخښل کېږي، فاطمي رضي الله عنها پوښتنه وکړه اى دالله جل جلاله رسوله! د فضيلت موږ اهل بيت لپاره ځانګړى دى او که ټول مسلمانان مستحق دي، رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: دا فضيلت موږ لره هم او نورو مسلمانانو لره هم شته.(۲۹)

د قربانۍ د حلالولو سنت طريقه دا ده چې قرباني کوونکى دي قرباني په خپله حلاله کړي او که قرباني کوونکى د حلالولو په طريقه نه پوهېده نو بل چا ته دي د قربانۍ د حلالولو اجازه ورکړي خو پخپله بايد د قربانۍ د حلالولو پر مهال حاضر او ولاړ وي(۳۰)، که يوه مېرمنه په کور کې وي او قرباني يې دباندي حلاله شي پروا نه لري.(۳۱)

تر حلالولو مخکې اداب:

۱- تر حلالولو مخکې څاروي ته اوبه او خواړه ورکول کېږي، او وږى ، تږى يې ساتل مکروه دي.

۲- د حلالولو ځاى ته  يې په ډېر سختۍ سره يې کشول مکروه دي، بايد په ښه نرمۍ سره د حلالې ځاى ته ورسول شي.

۳- چاړه به ښه تېره کوي په پڅه چاړه يې حلالول مکروه دي.

۴- که چاړه تېره کوي نو له څاروي څخه دي پټه تېره شي.

۵- په حديث شريف کې راځي: يو شخص څاروى چپه کړى وو بيا يې چاړه تېره کوله، رسول الله صلى الله عليه وسلم چې وليد ويې ويل: (تاسو څاروى څو ځله وژنئ؟)

۶- د يوه څاروي حلالول د بل په وړاندې مکروه دي.

۷- تر حلالو دي وروسته يو څه وخت ورته وګوري چې بدن يې سوړ شي.(۳۲)

 د قربانۍ نېت:

د قربانۍ لپاره په ژبه د نېت ويل ضروري نه دي ، خو په زړه کې به يې دا وي چې قرباني کوم نو قرباني يې صحيح ده، او د قربانۍ د حلالولو پر مهال ) بِسْمِ اللهِ اللهُ اَکبر ( ويل ضروري او سنت دي.(۳۳)

تر حلالولو مخکې دعا:

قربانۍ حيوان بايد مخ په قبله واچول شي او بيا دغه دعا بايد وويل شي : (إِنِّي  وَجَّهْتُ وَجْهِيَ لِلَّذِيْ فَطَرَالسَّمٰوَاتِ وَالاَرْض وَ مَا انَا مِنَ الْمُشْرِکِيْنَ  إِنَّ صَلاَتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ )(۳۴)

ژباړه: بېشکه مخ مې کړى دى د هغه چا په لورې چې ځمکې او اسمانونه يې پيدا کړى دى او زه له مشرکينو څخه نه يم ، بېشکه لمونځ ، ټول عملونه ، ژوند او مرګ مې د الله جل جلاله لپاره دي .

تر حلالولو وروسته دعا:

د قربانۍ د حلالولو څخه وروسته دي دغه دعا ولوستل شي:

اللّٰهُمَّ تَقَبَّلْهُ مِنَّىْ کَمَا تَقَبَّلْتَ مِنْ حَبِيْبِکَ مُحَمَّدٍ وَ خَلِيْلِکَ اِبْرٰاهِيْمَ عَلَيْهِمَا السَّلاٰمَ (۳۵)

ژباړه: اى ربه! دغه ) قرباني ( زماڅخه قبوله کړه لکه څنګه چې دي د خپل نازولي ) پېغمبر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم او حضرت ابراهيم عليه السلام قرباني قبول کړې وه .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب