د حیض او نفاس تعریف او مسایل

حيض څه ته وايي؟

ښځو ته چه هر مياشت کومه وينه راځی هغي ته حيض وايي  . دحيض وينه ناپاکه ده که جامه تويې شی هغه به مينځل کيږي .

نفاس څه ته وايي؟

داولاد پيداکيدو نه پس  چه کومه وينه دښځی نه ځی هغې ته نفاس وايي .

د حيض او نفاس مسائل :

۱- دحيض موده کمه دری ورځې او ذياته لس ورځې . که له دريو ورځو کم او له لسو ورځو ذياته شوه نو هغه  استخاضه (دحيض پشان  مرض دی ) .

۲- دنفاس دکمی مودی حد نشته ذياته موده يې څلويشت ورځې ده ،که له څلويښتو ورځو مخکی وينه بنده شوه فوراً به غسل کوي  اوکه تر څلويښتو ورځو ذياته شوه نو هغه مرض دی .

۳- دحيض په موده کی سره ،زيړه ،شنه او خاورينه  هر رنګ  وينه راغله   داټول قسمونه  دحيض وينه بلل کيږي .

۴- دحيض او نفاس   په دوران  کې له ښځی سره يوځای کيدل حرام دی  ځکه  حيض په مانا دی ګنده ګی يا زخم دی چه پر دغه ورځو کی ښځه په عادتي شکل د رحم ناپاکه وينی  غورځوی چه درد او تکليف هم ورسره وی ،نوپدی وخت کی يوځای کيدل  دنرلپاره د سختو مرضو سبب ګرځی او دښځی لپاره هم سخت تاوان رسوی .

همدارنګه نفاس او دولادت نه ورسته ناپاکی وينی  جريان لری اودغه وخت هم ښځی سخت مرګونی دردونه تيرکړی وی  چه يوځای کيدل دنر او ښځی لپاره سخت تاوان رسوی .

الهی لارښوونه :

وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الْمَحِيضِ قُلْ هُوَ أَذًى فَاعْتَزِلُواْ النِّسَآءَ فِی الْمَحِيضِ وَلاَ تَقْرَبُوهُنَّ حَتَّى’ يَطْهُرْنَ فَإِذَا تَطَهَّرْنَ فَأْتُوهُنَّ  ( البقره 222 ).

(( پوښتنه کوی له تا څخه (ای محمده ص ) دحيض دحکم نه ، ووايه دوی ته چه دا يوګندګی ده ، په حيض کی له ښځو لری اوسی ترڅو چه پاکی نشی مه ورنږيدی کيږی ، کله چه ښی پاکی شی بيا ورسره يوځای شی )).

نور نو يوځای ورسره آرام کول ، ډوډی خوړل او نور ټول رواه دی ،داسی نه لکه د جاهليت دوران چه له ښځی څخه د حيض او ولادت په دوران کی کرکه وشی .

بلکی داحترام او قدر په سترګه ورته وکتل شی ځکه هغه د خدای ج د يو بشر دتولد لپاره سختی قربانی ورکړی وی او همدارنګه حيض هم د اولاد لپاره د رحم دتصفيی مخکنی  تياري وي .

۵- عموماٌ دنهو کلو نه مخکی وينه نه راځی  که راشی نو هغه حيض نه بلکی مرض دی .

۶- دحيض او نفاس په حالت کی  ذکر او دعا کولې شي .

۷- دحيض او نفاس په دوران کې  لمونځ ،روژه  او دقرآنکريم تلاوت کول منع دي ، ورسته به د پاکې  په حالت کې د روژی  قضايي  راوړی  د لمانځه قضايي  نشته .

۸- داستحاضه  يا مرض  په حالت کې لمونځ ،روژه  او دقرآنکريم  تلاوت شته  ،دهر لمانځه لپاره به ځانګړی اودس کوي .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب