د خالد بن ولید رضی الله عنه مېړانه

خالد بن ولید رضی الله عنه وایي: په موته غزا کې ما نه (۹) تورې ماتې کړې او لسمه – د یمن جوړه پلنه توره – تر اخره راسره وه. ( اخرجه البخاري و اخرجه ابن ابي شیبة کما في الاستیعاب ۱/۴۰۸ والحکام ۳/۴۲ و ابن سعد ۴/۲)

اوس بن حارثه بن لام رضی الله عنه وايي: د فارس “هرمز”  د مسملمانانو تر ټولو غټ دښمن و، راوي وايي: موږ چې کله د مسلة الکذاب کیسه پای ته ورسول؛ نو بصرې ته مو مخه کړه، “کاظمه” نومې سیمې ته چې ور سېدو “هرمز”  له یو لوی لښکر سره مقابلې ته را ووت، دغه وخت د مجاهدینو عمومي قومنده د خالد بن ولید په لاس کې وه دواړه لښکرې چې سره مخامخ شوې خالد بن ولید رضی الله عنه میدان ته را ووت او “هرمز”  ته یې د یو په یو مقابلې بلنه ورکړه، هغه چې ورته راووت خالد رضی الله عنه یې په څو شیبو کې سر له تنه جلا کړ او سمدستي یې ابوبکر صدیق رضی الله عنه ته د لیک لارې د نوړي د وژلو زیری ورکړ، د ابوبکر صدیق رضی الله عنه ځوابي لیک چې راغی لیکلي یې و چې: د هرمز ځانګړې وسله، جامې، اس او ټول سامانونه دې خالد ته ورکړل شي! راوي وايي: د هرمز د تاج بیه یو لک درهم وه او د دومره لوړې بیې تاج فارسیانو یوازې خپل پاچاته ور په سر کاوه. ( اخرجه الحاکم ۳/۲۹۹)

مأخذ: د ایماني ژوند ځلانده بېلګې

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب