د خدای او بنده د حقونو سرغړونه او توبه؟

که چیرته یو څوک یوه ګناه وکړی او هغه ګناه بل چاته وه هم نه وایی یعنی یا یی یوځل کړی وی یا څوځله خو نه د وخت حکومت ته او نه بل چاته دغه خپل حال ونه وایی یعنی له خپل ځان سره یی محرم وساتی دغه سړی ته به د خپل رب له طرفه څه عذاب وي؟

نوټ: که یی په دغه ګناه کی د بنده حق تلف کړی وی یا د الله یعنی په دواړو حالاتو کی یی جواب راولیږﺉ

اوکه یی له دغه ګناه څخه توبه هم ایستلی وی نو بیا به یی حال څه وی؟

ستاسو د ځواب انتظار

په ډیره مینه

محمد مصعب

جواب : دوکتور رفیع الله عطاء

نحمده ونصلی علی رسوله الکريم اما بعد!

که چېرته چا ګناه کړې وي او که هر څو ځله يې کړې وي او له الله پرته بل څوک پرې نه وي خبر او له کړې ګناه څخه توبه وباسي ، او صحیح توبه وباسي نو انشاء الله الله تعالی به ورته معافي وکړي ، د يوه حدیث شريف مفهوم دی چې ( له ګناه څخه توبه کوونکی داسې دی لکه هېڅ ګناه يې چې نه وي کړي).

که چېرته حقوق العباد يې تلف کړي وي ، نو په دې صورت کې لازم دي چې هغه ته خپل حقوق بېرته ورکړي او يا ورڅخه معافي وغواړي  او هغه هم ورته معافی وکړي  او په حقوق العباد کې يواځې توبه چې حقوق العباد بېرته اداء نه کړی شي او یا ورته عباد معافي ونه کړي کفايت نه کوي.

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب