د خرما حيرانوونکې ګټې

خرما یوه پخوانۍ او زړه میوه ګڼل کیږي چې په منځني ختیځ او عربي هیوادونو کې د بشپړو خوړو په توګه ترې ګټه اخیستل کیږي .
نوې څیړنې د خرما غذايي ارزښت او د سرطان د ناروغۍ په وقایه کې د هغې رول تائیدوي .
خرما آزاد رادیکالونه کنترولوي او د هغو له امله دمالیکولي تخریب مخه نیسي .
د څیړونکو په اند د عربستان په ټاپو وزمه کې د شیریانونو د تصلب ، سرطان او یو شمیر نورو ناروغیو د لږ والي لامل چې اټکل کیږي د آزادو رادیکالونو له امله وي ، ښايي د دې سیمې د خلکو له خرما څخه دډیرې ګټې اخیستنې پایله وي .
په خرما کې شته ترکیبات د سوپر اوکسدانت رادیکالونو د بشپړو له منځه وړلو وړتیا لري همداراز خرما د مزمنې یا دایمي ستړیا او د وینې د لږ والي مناسبه درملنه ګڼل کیږي .
خرما په تیره وچ ډول ېې د اوسپنې او پوتاشیم غني سر چینه ګڼل کیږي .
همداراز خرما د ويټامین B1،B2، B6 او B12 مهمه مببع ګڼل کیږي چې د عصبي سیستم د روغتیا او شب کورۍ یا د شپې له ړوندوالي څخه د مخنیوي لپاره مهم ګڼل کیږي .
نوې څیړنې ښيي خرما د اشتها په راوستو ،د خولې او شنډو په روغتیا او د ځګر او ګوردو یا پښتورګو په پاکوالي کې مهم رول لري .
خرما د سږو پړسوب کموي او د ټوخي په نرمیدو کې رول لري .
څیړونکي وايي میندې هم باید د ماشوم له زیږولو وروسته خرما وخوري .
نویو څيړنو ثابته کړې د خرما ځوښا یا شیره د پوښتورګو د تیږو په لرې کولو او د ګردې په ناروغیو کې ګټوره ده .
ټولې میوې باید تازه او په خپل موسم کې وخوړل شي خو خورما داسې میوه ده چې تل تازه ګڼل کیږي یعنی هر وخت پوره ویټامین او د غذايي ارزښت لرونکي مواد لري .

په ځانګړي ډول په روژه کې د خرما ګټې:
د خوراکي توکو کارپوه علي زهتاب، سره له دې په خرما کې د سرطان ضد د منیزم له شتون څخه یادونه کوي همداراز وايي، د روژې په مبارکه میاشت کې له دې میوې څخه ډیر ګټه اخیستنه د دې میوې خوراکي ارزښت په ګوته کوي او د شکرې ناروغۍ د کچې په راکمولو کې ډیره مرسته کوي.

له خرما څخه ګټه اخیستنه د دې لامل کیږي،چې په روژه کې کاربوهیدرات په ارامې سره په بدن کې ازاد شي او د بدن د روزانه فعالیت لپاره انرژې رامنځته کړي چې بدن یو ځل بیا د شکر په ناروغې اخته نه شي.

نو په همدي موخه د روژې په مبارکه میاشت کې تر ټولو ښه خوراکي رژیم هغه دی ،چې په کې مایعات او د ژر جذب په موخه ساده قندونه اووسي،ځکه چې د روژې په میاشت کې شکر په خپله کمه کچه کې وي، چې روژه ماتي ته په نیږدي وخت کې د سر دردي لامل هم کیږي، چې د خرما په خوړلو سره له روژه ماتې وړاندې کولای شو له دې کمزورتیا څخه مخنیوی وکړو.

د یادونې وړ ده، چې د خوراکي توکو څیړونکي لارښونه کوي،چې روژه ماتی له خرما،ګرمو اوبو،کم رنګه چای او یا هم له شیدو سره پیل کړي،ځکه چې د دې موادو په خوړولو سره،قندي موادو ته د بدن اړتیا په چټکې سره لمنځه ځي،او بدن د نورو خوراکي توکو د خوړلو لپاره لا ښه چمتو کیږي.

your ads

 

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب