د خرما ځینې ګټې د مور او ماشوم لپاره

خرما د مور او ماشوم لپاره:

دامریکا (American Pregnancy Association) وایی چې دحمل په دوران کی خرماخوړل هم دمورلپاره اوپه نس کی دماشوم لپاره یوه غوره غذاده، خرماپه دغه وخت کی هم دموراوهم دماشوم ټولې نیمګړتیاوې پوره کوی، اوډاکټران په ځانګړي ډول سره خرماوهغې مورته فرمایی چې ماشومان ئې دنقصان سره پیداکیږی.دحمل په دوران کی موربایدددوکسانوخوراک وخوری، داځکه چې موردماشوم ددرلودلوله کبله وزیاتی کالوری ته اړتیالری، اوترخرماپه بلې هیڅې میوې کی دومره کالوری نشته، له دې څخه علاوه خرمادحمل په دوران کی په دې اړینه ده چې خرماهرډول التهاب له منځه وړی، په ځانګړی ډول سره درحم، دمهبل التهاب، د(The Colorado State University) پوهان په دې انددی چې دحمل په دوران کی دمورپه دفاعی نظام کی کله بدلون راځی، اودبدلون سره سره التهاب هم صورت نیسی، چې تربلی هرې میوې خرماغوره دوااوغذاده.له دې سره سره خرمادماشوم دزیږیدوپرمهال هم ډیره ښه ده، هغه مورچې دحمل په دوران کی خرماخوری نودماشوم دپیدایښت پرمهال به دډیروستونځوڅخه خلاصه وی، اوپاته ده نه وی چې خرمادوینې بهیدو(Bleeding) سره مستقیم تړاولری، چې دوینې په کنترولولوکی مهم رول لری. دماشوم دزیږیدووروسته دموردشیدولپاره خرماډیره ښه سرچینه ده، که هره ورځ مورخرماوخوری، نوماشوم به دډیروبدمرغیوڅخه وژغورل شی، خرپه ښځوکی دذهنی فشارمخه نیسی، اوصحتمنده کوی ئې.دحمل لرونکومېرمنولپاره خرماپه دې ښه زیری دی چې دخرماپه خوړلوسره درحم غړی قوی کیږی، چې داغړی داتوان په ځانګړی ډول سره دحمل په اخری میاشت کی صورت نیسی، چې ښې پایلې داورڅخه راوځی چې دحمل پرمهال دا میرمن د ډیروتکلیفو څخه ژغورل کیږی.

 (American Cancer Society: Health Benefits of Food)

دامریکا د(USDA National Nutrient Data Base) په حواله په خرماکی دالاندی موادشتون لری:

Energy 277kcal 14%
Carbohydrates 74.97g 58%
Protein 1.81g 3%
Total Fat 0.15g
Cholesterol 0mg 0%
Dietary Fiber 6.7g 18%
Folates 15ug 4%
Niacin 1.610mg 10%
Pantothenic Acid 0.805mg 16%
Pyridoxine 0.249mg 19%
Rifoflavin 0.060mg 4.5%
Thiamin 0.050mg 4%
Vitamin A 149IU 5%
Vitamin C 0mg 0%
Vitamin K 2.7ug 2%
Sodium 1mg 0%
Potassium 696mg 16%
Calcium 64mg 6.5%
Copper 0.362mg 40%
Iron 0.90mg 11%
Magnesium 54mg 13%
Phosphorus 62mg 9%
Zinc 0.44mg 4%
Carotene-ß 89ug ..
Crypto-xanthin- ß 0mg ..
Lutein-zeaxanthin 23ug ..

لمنلیکونه:
1: American Prgnency Association:Pregnency & Constipation
2: MayoClinic.com: High-Fiber Foods
3: California Dates: Nutrition
4: March of Dimes: Weight Gain During pregnancy
5: March of Dimes: Vitamins & Minerals During Pregnancy
6: Fruits & Veggies-More Matters: Key Nutrients in Fruits & Vegetables

د خرما په هکله جنیفرټاونز(Jennifer Townes) وایی:

خرمایوه خوږه مېوه ده، چې دخرمادونې څخه ولاسته راځی، اوپه ساینس کی ورته (Phoeix Dactylifera) وایی، داښکلې مېوه په صحراکی وده کوی، په ځانګړی ډول سره په شمالی افریقاکی اوجنوبی غربی آسیاکی ښه خرماپیداکیږی، په منځنی ختیځ کی هم خرماپیداکیږی، اودپیړیوراهیسی داښکلې مېوه په عمومی ډول سره غذاده، اوپاته نه وی چې خرماپه نړۍ کی ترټولومیوویوه لرغونې دودیزه مېوه ده.
دخرماونې ته ژوند ونه هم وایی، داځکه چې په ډیرو هیوادو کی د ډیره وخته راهیسی یوه ښکلې غذاده، داپه دې چې دصحت لپاره ښه غوره ده، او هم د غذایت له پلوه ښه نیتجه ورکوی.

عبدالغفارجُبیر

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب