د خرما (کجورو) ګټې

دا چې د روژې مبارکه مياشت روانه ده، يو خو پرېمانه دي او هر شخص ورته لاس رسی لري.

یعنې داسې به څوک نه وي چې د ماښام په روژه ماتې کې څوک ونه لري . خو بيا هم…

په لومړي قدم کې بايد دا ووايم چې د خرما يو ګټه خو د اسلام له نظره سنت ده، چې زمونږ  ستر لارښود پېغمبر صلی الله علیه وسلم مبارک خپله هم خوړلې ده.

خرما د اوسپنې، پتاشیم، منګنیز،

،د اې ، بي، سي ویټامینونو په در لودلو سره یوه قوي او کامله غذا ده . نوې څیړنې ښودلې ده چې خرما د بیلا بیلو سرطاني ناروغیو لکه د کولمو او معدې سرطانونه مخه نیسي . د خرما بله ګټه دا ده چې په معده کې د زیاتو اسیدونو په له منځه وړلو کې مرسته کوي . په معده کې د اسیدونه له زیاتیدلو سره انسان ته د زړه درد پیدا کیږي .

کوم څوک چې د زړه درد لري باید هرځ درې یا دوه

خرماوې به جوش شویو اوبو کې واچوي او لږ وخت وروسته يې وڅښئ .

خرما د لویو سړیو او ماشومانو لپاره هم ډیره ګټوره ده . هڅه وکړئ چې د بورې په ځای له خورما سره چای وڅښئ .

کوم څوک چې سخت جسمي کارونه کوي باید تل د سهار له ناشتې سره خورما وخوري.

که يو څوک جنسي کمزورتیا لری، خرما د په ګرمو شيدو کې جوش کړي او بیا د نوش یعنې

وڅښي.

۱.د قبضیت ناروغي له منځه وړي

۲.عصبي سيستم ته صحت وربخښي

۳. جلا غاښ تقويه کوي.

۴. د وزن په زياتوالي کې مرسته کوي

۵. کولسټرول کموي.

۶. د سترګو نظر برابر ساتي.

۷.د وينې کموالی رغوي..

۸.انسان چاغوی

۹. انرژي خپرونکې ګټې لري .

۱۰ . د  ګېډې د سرطان مخنيوی کوي.

۱۱. الرژي کې مرسته کوي . الرژي چې د ځينو مکروبي شيانو  سره انسان حساست لري.

۱۲. د جنسي کمزورتيا لپاره ښه علاج ده.

۱۳.  د سکتې خطر کموي.

۱۴ . د هډوکې پياوړتیا برابر وي.

۱۵ . د معدې د زخم لپاره ګټه لري.

او همدارنګه په 100 ګرامه وچه خورما کې لاندې مواد وجود لري :

20ګرامه اوبه

65 ملیګرامه مګنیزیم

20 ګرامه پروتېن

0.21 ملیګرامه مس

0.6 ګرامه غوړ

0.15ملیګرامه منګنیز

75 ګرامه کاربون هیدرات

283 ملیګرامه کلورین

2.4 ګرامه نور

60iu ویټامین A

0.9 ملیګرامه صودیم

0.8 ملیګرامه ویټامین1 B

790 ملیګرامه پوتاشیم

0.5ملیګرامه ویټامین2B

65 ملیګرامه کلسیم

190ملیګرامه ګوګړ

2.18ملیګرامه تریو نیکوتینیک

2.1 ملیګرامه اوسپنه .

لیکوال : منهاج الدین منصور

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب