د خندق په غزا کې د سترو فتحو زیری!

 

د هجرت په پنځم كال د ذي قعدې د مياشتې په اتمه نيټه دخندق كار پيل شو ,رسول الله صلى الله عليه وسلم هرو لسو تنو ته لس ګزه ځمكه دكندلو لپاره معلومه كړه او پخپله هم په كار لګيا وو، صحابه و به دكار په ترڅ كې دا ترانه ويله :

نحــن الذيـــن بايــــعو ا محـــمدا.

علــــى الجــــهاد ما بقــينا ابـدا .

مونږهغه كسان يوچې له محمد صلى الله عليه وسلم سره مو تر خپله ژونده پورې دجهاد كولو بيعت كړى .

رسول الله صلى الله عليه وسلم به ورته په ځواب كي دا دعاء بدرګه كوله :

اللــــهم لا اجـــر الا اجر الآخرة .

فاغفـــــر الانصار والمهـــاجرة .

اجرخو د آخيرت غوره دى نو اى خدايه ته بښنه وكړه انصارو اومهاجرینو ته .

دخندق په کنستو کې يوځای غټ کمر را ښکاره شو چې کولنګ او کودالې پرې کار نشو کولی، صحابه کرامو نبي عليه السلام ته په دې اړه خبر ورکړ.

رسول الله صلی الله علیه وسلم راغی او پخپله یې کولنګ را واخست او د بسم الله په ویلو یې پرې ګزار وکړ

له هر ګزار سره به رسول الله صلی الله علیه وسلم د یوې سترې فتحې او بریا زیری ورکاوه.

په لومړی ګزار سره له کمر نه دريمه برخه ماته شوه،

دا وخت رسول الله صلی الله علیه وسلم وويل:

الله اکبر، ماته د شام کليانې راکړی شوې،

په دویم ګزار سره یې بله برخه هم ترې ماته کړه،

او وې ويل:

الله اکبر ماته د فارس کليانې راکړې شوې په الله مې دې قسم وى زه دمدائن سپين محل په خپلو سترګو وينم،

په دريم ګزار سره یې پاتې کمر زرې زرې کړ.

رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل:

الله اکبر ماته ديمن کليانې راکړې شوې په الله مې دې قسم وى زه دا وخت زه دصنعاء دښار دروازې وينم دا زېري او بشارتونه رسول الله صلی الله علیه وسلم په داسې وخت کې ورکړل، چې مسلمانان د نور دژوند او سلامتۍ څخه ناهیلي شوي و؛

ځکه یو خوا بې کچې يخنۍوه بل لورته مکار دوښمن هم دوسایلو او شمېرې له کبله ډېر ځواکمن وه،

او بل لور ته لوږه دې حدته رسېدلې وه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو

له نسونو پوري كاڼي تړلي وو، خو بياهم دخندق كار په شلو ورځو كي د دريو زرو تنوپه مباركو لاسونو پاي ته ورسيده .

مسلماني ميرمنې او ماشومان دښار خوندي كلاګانو ته بوتلل شول .

او هلته دبنو قريظه ديهودو دبريد له ويرې دوه سوه تنه دحضرت سلمه بن الاكوع رضى الله عنه تر مشرۍ لاندې سنګري شول، نور لښكر د(سلع ) نومې غونډۍ په لمن كې مورچې ووهلې . دمسلمانانو په لښكر كې ځينې منافقين هم وو ,چې په يوه او بله بهانه به يې اجازه غوښتله ,او دلښكر له صفونو څخه به وتل ,اودنورو يهودو په لمسون بنو قريظه هم دمسلمانانو په مقابل كې ودريدل .

كله چې دابو سفيان په مشرۍ دكفارووسله وال لښكر په خورا جوش او جذبه مدينې ته راورسيدل نو له خندق سره مخامخ هك پك پاتې شول .

او ويې ویل:

چې داکار (خندق) خو دعربو نه دی، دوی دخندق خوا ته يې خيمې ووهلې ,او له هغه ځايه به يې غشي ويشتل ,خو دوه ځلې سخته نښته هم وشوه ,يو ورځ داسې چې دكفارو مشرانو ديوې يوې ورځې دجګړې لپاره ټټرونه ووهل ,او هره ورځ به يې بې شميره غشي دمسلمانانو په لورې ويشتل .

دوهم ځل دتيري كوونكي لښكر وتلي اتلان له خندق څخه راپورې وتل ,او دننه لورته په جګړه لګيا شول ,په دوی كې عمرو بن عبدود ,نوفل او ضرار هم وو ,خو د دوی په مقابل كې حضرت علي او حضرت عمر رضى الله عنهما په خورا ميړانه وجنګيدل ,عبدود او نوفل ووژل شول او ضرار په تيښته بريالى شو .

دا ورځ خورا سخته ورځ وه

,مشركينو له هر لورې غشي ويشتل ,په همدې ورځ له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه پرله پسې څلور لمونځونه قضا شول ,

ځكه دغشو دباران له كبله هيچا هم له خپل سنګر څخه سر نه شوای راپورته كولای ,

څومره چې جګړه اوږديدله هغومره كفار وارخطا كيدل ,ځكه د څلرويشت زره پوځ توښه (خواړه) اوخرڅ مخ په تماميدو وو .

د پالونكي څښتن په قدرت يوه شپه داسې باران او ږلۍ ووريده چې دمشركينو دخيمو مراندې يې غوڅې ,او دخوراك څښاك لوښي يې په بل لورې ورته واړول ,

په همدې حال كې مشركين په دې ويره كې وو چې مسلمانان بريد ونه كړي ,نو په سبا يې دماتي او بيرته تلو نغاره وغږوله ,پدې توګه له يوې مياشتې محاصر ې څخه وروسته مدينه له كلابندۍ څخه خلاصه شوه

دغه وخت رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو مجاهدینو ته یوبل زېری ورکړ هغه دا چې، له دې وروسته به کفار پرتاسو یرغل ونه کړي.

ځکه په خندق کې د کفارو بېخ کندي وشوه.

ليکنه: الهــــام البــــــدري

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب