د خوارو په محبت پورې خندا | تاج محل سفر

یوه ملګري مې کابل کې راته ویل که هند ته لاړې او تاج محل دې و نه لید، بویه چې له سره دې هند نه دی لیدلی!

دغه خبره مې غوږ کې ټینګه نیولې وه. چټک مې ځان ورورساوه.

تاج محل د نړۍ له اوو عجایبو یو دی، د مینې سمبول دی، د معمارۍ شاهکار دی، ځايي ملګرو خو لا دا هم وویل، چې اصل او دروند خوند یې هله وي، چې د څوارلسم سپوږمۍ ته یې ووینې.  خو ناکرار او بدذوقه ذهن بیا هم سکونډلم، چې تاج محل یعنی چه؟

یوازې د یوه پاچا خوب؟

که د یوه میین د خوب تعبیر؟

که ایله همدومره خبره وي، خو د دوی شاعر ساحر لدهیانوي وايي، یوه پاچا هسې زموږ خوارو په محبت پورې خندا کړې.

اک شہنشاہ نے دولت کا سہارا لے کر
ہم غریبوں کی محبت کا اڑایا ہے مذاق

زما په خیال د شاعر د خبرې معانا به دا وي، چې ګواکې پاچا پوهیده، چې د هند میلیونونه نارینه خو خپلې معشوقې ته یوه جوړه مناسب کالي نه شوای رانیولای، نو راشه خپلې هغې ته د هغه وخت ۳۲ میلیونو رو پیو داسې تحفه ورکړه، چې تر عمره په هند کې د بل نارینه له وسه تېر کار وي، ځکه حساب کتاب کونکي دغه پېسې په ۲۰۱۵ کال کې ۸۲۷ میلیونه امریکايي ډالره اټکلوي. نور حساب یې پر تاسې..

 یانې که د پاچا مقصد رښتیا د خپلې معشوقې خوشحالي وای، نو هغه خوارکۍ خو وار له مخه مړه وه، ګور او کور او پېښور درې واړه ورته یو و، په ژوند یې هم وايي دا حال و چې:

د وصال په شېبه خپل زړه ته حیران وم

لکه څه د لالهاند لیوني ورک وو

خو له شاعرانه فکره پرته یوه بله زاویه هم البته پکې شته او هغه د جرمن فلیسوف هیګل نظر دی چې وايي، هغه کسان چې تاریخونه پریږدي اصلاً له ازله دغسې کارونو ته پیدا وي.

دی دا هم وايي، چې د لویو پلانونو له بشپړیدو وروسته بیا دغه کسان د تاریخ کندو ته غورځي، چې وايي نپولین یې یوه ښه بېلګه ده.

په دغه حساب هم مغول شاهجهان اومېرمن یې   ممتاز محل ډېر بختور نه وو. مېرمنې یې یوه عظیم الشان ډالۍ وموندله، خو له مړینې وروسته او شاهجهان د خپلې سترې کلا په یوه برج کې د زوی له لاسه بندي و او له کوچنۍ کړکۍ به یې خپلې عظیم الشان تحفې ته کتل.

 موږ ورته البته د پنځو سوو کالدارو له ټکټ اخیستو وروسته په خلاص مټ کتل.

اوسني هندیان که څه هم ماشیني ژوند ستومانه کړي دي، خو د محبت وږي دي، لاس په لاس د تاج محل په برنډو او چمنونو کې ګرځي او تصویرونه اخلي.

هغسې چې د دوی فلمونه ورنه یو څه وخت د خپل سپور ژوند ستړې ستونزې هېروي، ښايي د تاج محل پرغولي هم ورته یو څو شېبې ځان شاهجهان یا ممتاز محل ښکاري.

البته له شپیتو د پورته عمر ډېر کسان به هم ووینې، چې په ستړې ساه به یې په پوړیو کې ګرځي راګرځي، دوی ته به نو هسې یو زیارت ښکاري، د ثواب لپاره به ورځي که یه؟

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب