د خواښې د لاس مچو کول څه حکم لري؟ (فتوی)

پوښتنه:
السلام علیکم ورحمة الله و برکاته
زما پوښتنه دا ده چې ما له خلکو او استادانو اوریدلي چې خواښی د مور حیثیت لري نو کله چې خواښې د مور حیثیت لري کولای شو د خواښې لاس هم د مور په شان ښکل کړو. او که د اسلام له نظره د خواښی لاس باید څوک مچ نه کړي
ستاسو د ځواب په تمه
په درناوی
څپاند

ځواب ورکونکی: مولوی مجیب الرحمن منصور

ځواب:
قدرمنه وروره ! وعليکم السلام ورحمة الله و برکاته
خواښى خو د مور حيثيت لري خو لکن له ټولو حيثتونو څخه د مور په شان نده، نو که څوک د خپلې خواښى لاس مچوي، احتمال لري چې خواښې ځوانه وي، احتمال لري چې انسان ته د شهوت خوا ته مائل شي، نو په داسې حالت کې علماء وايي چې کله چې د چا کومې ښځې ته شهوت راشي نو د هغه اصول او فروع (مور او د هغې نه پورته او لوڼې او د هغوى نه ښکته) ټول ورباندې حراميږي، او د خواښې په فروعو کې د سړي ښځه هم شامله ده، نو خپله ښځه هم ورباندې حراميږي. نو د احتياط په خاطر د خواښې لاس مچول درست کار نه دى.
والله اعلم

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب