د خوب تعبیرول او چا ته ویل

له ابو قتادة رضي الله عنه څخه روایت دی چې نبي کریم صلى الله عليه وسلم فرمايل: «الرؤيا الصادقة من الله والحُلُم من الشيطان» ژباړه: رښتينې خوب دالله جل جلاله له اړخه وي، او دروغجن خوب د شیطان له اړخه وي .

پیغامبر (ص) فرمایلی دی : هر کله چې له تاسو څخه یو ښه خوب وویني باید هغه تعبیر کړئ او نوروخلکو ته یې ووایي که مو بد خوب ولیدی هغه مه تعبیروې او چا ته یې مه وایاست.
امـام صـادق (رض) وايي : کله چې یو بنده د ګناه کولو خیال وکړي او د هغه خیر په نصیب وي نو هغه ویریدونکي خوبونه  ویني او دا خوبونه د  هغه دګناه کولوخنډ ګرځي
او وايي : هر چا چې بد خوب ولید له  هغه اړخ څخه  چې ویده دی په بل اړخ  دي واوړي او« اعوذ بالله  » دی ووايي  (ميزان الحکمه، ټوک 4، ص ۱۹۳۵ )

امام محمد باقر (رض) د حضرت رسول (صَلَّى اللّهُ عَلَيْهِ وَ آلِه) څخه روایت کوي او وايي: د مومن خوب تر تعبیرولو پورې د مځکې او اسمان تر منځ د  هغه په سر الوزي تر څو تعبیر شي  او تعبیر يې په تعبیرونکو اړه لري یاني خوب چې  هر ډول تعبیر شی  هم هغسې مانا ورکوي  نو  باید خپل خوب پوه  او   امین خلکو ته   چې بخیل او تنګ نظره  نه وي د تعبیر لپاره   وویل شي)  ۳۱۸۶ (حلیه المتقین ، ص

په حدیث صحیح کښې له امام رضا (رض) څخه روایت دی، چې یوې ښځې چې میړه يې په سفر تللی و خوب و لیده چې د کور ستون يې مات شی هغې خپل خوب حضرت رسول (صَلَّى اللّهُ عَلَيْهِ وَ آلِه )ته ووایه ، هغه حضرت وفرمایل : میړه به دي سلامت راشي، همداسی وشوه.
بل وار چې د هغې میړه په سفر ولاړ هغې بیا همداسی خوب ولیده، هغې خپل خوب  یو بد سړي ته ووایه .هغه ورته ویل :میړه به  دی په سفر کښې مړ شی، همداسی وشوه .دا خبر حضرت رسول(ص) ته ورسید   هغه وفرمایل : ولی يې زما څخه د خوب تعبیر نه پوښت  )      ۳۱۸۶ (حلیه المتقین ، ص
کوم خوبونه رښتنی او کوم خوبونه پریشانه ( اضغاث احلام ) دی
خوبونه په دوه ډوله دی  یو رحمانی خوبونه او بل پریښانه خوبونه

الف -رحمانی خوبونه :

هغه خوبونه دي ، چې د خدای (ج) لخوا په خوب کې روح ته القا کیږي دا  ډول خوبونه دوه ډوله  دي:
یو ډول يي مانا نه لري د هغه  ماناروښانه په ذهن کې پاته کیږی بل  ډول  یې هغه خوبونه دی چې  تعبیر غواړي او سبمولیک دی لکه   دشیدو لیدل  په خوب کې  په  علم  تعبیریږي.

your ads

رحمانی خوبونه  دالله جل جلاله له اړخه وي چې تر ټولو خوبونو ښه خوبونه دی.
انس بن مالک رضي الله عنه له نبي کریم صلی الله علیه وسلم  څخه روایت کوي  چې رسول (ص) فرمايي: «الرؤيا الحسنة من الرجل الصالح جزء من ستة وأربعين جزءاً من النبوة»
ژباړه: دصالح سړي خوب دپيغمبرۍ له شپږ څلويښت برخو څخه يوه برخه ده . (بخاري))

خوب

ابو سعيد رضي الله عنه له نبي کريم صلی الله علیه وسلم څخه  روایت کوي چې هغه فرمايي دی:
«إذا رأى أحدكم رؤيا يحبها فإنما هي من الله، وإذا رأى رؤيا يكرهها فإنما هي من الشيطان»
ژباړه: که ستاسو څخه يو څوک داسې خوب ووينی چې خوښ يي شي، نو هغه دالله جل جلاله له اړخه دی، او که داسې خوب ووينې چې بدي یې راشي، نو هغه دشيطان له اړخه دی .

همدارنګه نور حدیثونه هم شته دي
حديث أبي هريرة: « لم يبقَ من النبوة إلا المبشرات» صحيح مسلم  :« الرؤيا الصالحة يراها الرجل أو تُرَى له»
رحماني خوبونه د انسان په خير دی، يو ښه زيرۍ  لري ، يا ديو څه دپيښيدو په اړه خبر وي، کله کله تحذيري هم وي، او د مسلمان لپاره له خير څخه ډک وي، د ساری په ډول که یو مسلمان نبي کريم صلی الله علیه وسلم په خوب کې ووينې چې ترې خوشاله دي، نو دا دهغه لپاره یو د زړه  ډاډ دی.
یا دا چې په  خوب کې ووينې چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم ترې خپه دی، مخ يي ترې اړولی دی، نو دا دهغه لپاره يو تحذیر دی، چې خپل ځان کې هغه کمي وپلټې، او له منځه يي يوسي .

او په  ځیني خوبونو کې د آينده پيښو د ليدلو  زیرۍ  وي.

ب- اضغاث احلام ( پریښښانه خوبونه ):

هغه خوبونه دی چي نه مانا کیږي  لکه چې
د يوسف د سوری په( ۴۴) مبارک ایت شریف کې ورته نغوته شوې ده

«قَالُوا أَضْغَاثُ أَحْلاَمٍ وَ مَا نَحْنُ بِتَأْوِيلِ الأَحْلاَمِ بِعَالِمِينَ »
ژباړه: ووایه دا پریشانه خوبونه  دی زه ددی ډول خوبونوپه په مانا نه پوهیږم

خوب

دا ډول خوبونه درې ډوله دي

۱ : هغه  خوبونه چې منشایې  شیطانی  وسوسې وی چې داسې خوبونه  د خوب لیدونکی  د ځوړیدو او ویریدو لامل ګرځي او انسان منکر اتو ته هڅوي
دی ډول خوب ته په  عربي کې « حلم » وايي، مونږ ورته په پښتو کې دشيطان غولول وايو،البته دشيطان غولول یوازې په دې کې نه وي، چې په انسان غسل واړوي، بلکه نور

ډولونه هم لري، لکه  دساری په ډول چې څوک په خوب کې شيطان د ملايکی يا صالح انسان په شکل ووينې، يا ناروا شیانو  ته هغه و هڅوي، کله کله يې په خوب کې ویروي، دساری په ډول  خوب وينې چې سر يي پرې دی، او دۍ خپل سر پسې منډې وهي، یا شیطان په خوب وویني چې دخدايي دعوی کوي، او ورته ووايي، چې هر څه حرام مې درته حلال کړي دي او داسې نور
دداسې خوبونو او جهل په وجه ډیر صوفيان ګمراه شوي دي، ځکه علم نه لري، او له دې خبر نه دي، چې دپيغمبر صلی الله علیه وسلم له مرګ څخه وروسته دحرامو تحليل او دحلالو تحريم بند شوی دی

۲- هغه  خوبونه چې منشا يي نفسیات او خیالات وي  لکه یو سړی له چاسره کرکه لري نو په خوب کښې ځان له هغه سره  په شخړه کښې ویني داسې خوبونه د  حديث النفس ، دنفس خبرې بلل کیږي یاني هغه خوبونه دی چې انسان ډیر ځله دهغه په اړه سوچ او فکر کوي، يا يې دپيښيدو هیله لري، نودا شیان  په خوب کې وينې، چې دا يو عادي کار دی، چې هر انسان داسې خوبونه ویني

۳- هغه  خوبونه چې منشا يې دانسان دبدني طبيعت سره تړاو لري، د ساری په ډول  کله چې دانسان مزاج خراب شي، نو هغه څه په خوب وينې، چې دده دمزاج سره اړخ لګوي، دساری په ډول کله يې چې بلغم  په خوله کې زیات شي، نو خوب وينې چې په سيند کې لامبو و هي، يا چې کله ډیر تږي وي، نو خوب وينې چې اوبه څښي، يا مثلا بې ادبې دی معاف چې حاجت نيولې وي، نو په خوب کې يو ځاي ته او بل ځاي ته منډې وهي، چې حاجت رفع کړي، خو حاجت يې نه رفع کیږي.
دا هم يو عادي ډول دی، چې بدني مادي حالت پورې اړه لري
هغه  خوبونه چې منشا يي د اخلاطو(يعنى صفرا ، سودا ، بلغم  او وینه) غلبه وې
که د خوب لیدونکی  صفرا ډیره وي هغه  په خوب کې ټول   شیان  په ژیړ رنګونه ویني او  تریخ خونده شیان خوري.
او که د خوب لیدونکی سودا زیاته وي  دهغه بدن سوځونکي شیان حسوي ، شاوخوا شیان په تور رنګونه ویني  او تریو خونده شیان خوري
که د خوب لیدونکی بلغم ډیر وي هغه په خوب کې سپین رنګونه شیان لکه  باران ، اوبه او واوره ویني
او که د خوب لیدونکی په  وینه  کې پرابلم  ولری سره شیان  وینی او خواږ ه  شیان خوري.

پوهنمل محمود نظری

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب