د خولې بد بوۍ

اکثراً د خولې د دوامداره بد بوی علت د خولې میکروبونه دي. میکروبونه د غاښونو تر منځ د خوړو په پاتې شونو کې، د غاښونو په منګ کې، د وریو په زخمونو او د ژبې په بار کې راټولېږي او د بد بوی سبب کېږي. د خولې پاک ساتل تر ډېره دغه بد بوی له منځه وړي او مخه یې نیسي. که غاښونه منظم برس کړو، د غاښونو تر منځ مسافې پاکې کړو، په برس باندې د ژبې سر پاک کړو او اوبه یا مالګینې اوبه غرغره کړو نو خوله به مو بد بوی نه کوي. د خولې د بد بوی نور لاملونه ډېر عام نه دي.

د خولې بد بوی څه شی دی؟

بد بویه ساه یا د خولې بد بوی هغه حالت دی چې د خبرې کولو یا ساه ایستلو په وخت د سړي له خولې بد بوی راوځي او نور خلک یې محسوسوي. دا ستونزه عامه ده، ډېر کسان پرې اخته دي.

څرنګه وپوهېږو چې خوله مو بد بوی کوي؟
یوازینی کس چې ستا د خولې بد بوی نه احساسوي، هغه ته پخپله يې. سړی له خپل بوی سره عادت وي نو ځکه یې نه احساسوي. سړی هغه مهال ورباندې پوهېږي چې بل کس ورته ووايي: ((خوله دې بوی کوي)) خو خلک معمولاً د ادب او نزاکت له مخې دا خبره چا ته نه کوي. که غواړې وپوهېږي چې خوله دې بوی کوي که نه، د کورنۍ غړو یا نژدې ملګرو څخه وغواړه چې رښتیا درته ووايي.

د خولې د بد بوی او بد بویې ساه لاملونه څه دي؟

په اکثرو واقعاتو کې د خولې بد بوی د میکروبونو یا د خوړو د پاتې شونو په وجه رامنځته کېږي چې وروسته به په تفصیل سره تشرېح شي.
سهارنی بد بویه ساه
دا نارمل حالت دی. د شپې له خوا په خوله کې ناړې نه بهېږي، د سړي خوله وچېږي. همدا چې سړی په سبناري پیل وکړي، ناړې بهېږي، خوله پرې مینځي او بوی ورسره ورک کېږي.
د خولې وچوالی
که د سړي ناړې کمې وي نو خوله یې وچېږي او بد بوی کوي. ناړې یو خو د شپې له خوا کمېږي او بل په هغو حالاتو کې چې د بدن اوبه کمې شي لکه په شدیدو اسهالاتو کې، په ګرمۍ کې او په تبه لرونکو ناروغیو کې. د ځینو دواګانو جانبي عارضه دا ده چې ناړې کموي مثلاً د اعصابو ځینې مسکن درملونه. سر او اورمېږ ته شعاع ورکول هم ناړې کموي.

خوراک، څښاک او دوايي:

په خوړو کې کیمیاوي مواد د وینې له لارې سږو ته ورځي، له ساه سره بهر ته راووځي او ساه بد بویه کوي. اکثره خلک د هوږو، پیازو، مسالې او الکول له بوی سره اشنا دي چې د سړي له خولې راوځي. دغسې ځینې نور خواړه او څښاک هم شته چې بوین کیمیاوي مواد په کې وي. د دې ډول بوی علاج اسانه دی، فقط داسې خوراک مه کوه چې بوی پیدا کوي خو ځینې خلک هر وخت مساله داره خواړه خوري او خوله یې دوامداره بوی کوي.
که د خولې بد بوی مو د درمل په وجه وي نو له خپل ډاکتر سره مشوره وکړئ ممکن په عوض کې یې بله دوايي درکړي.

سګرټ:
هغه کسان چې پخپله سګرټ نه څکوي، د سګرټیانو د خولې بوی محسوسوي چې د ایرنۍ (سګرټ داني) غوندې بوی کوي. د دې ستونزې یوازینی علاج د سګرټو پرېښودل دي. سګرټ غیر له دې چې پخپله بوین دی، ورۍ هم خرابوي او د بد بوی بل سبب هم جوړوي.

روژه او نه خوراک:
په روژه او غذايي اعتصاب کې چې بدن ته په کافي اندازه خواړه نه رسېږي نو بدن خپله زېرمه کړې وازده مصرفوي. وازده چې تجزیه شي د کیتون (ketone) په نامه کیمیاوي مواد تولیدېږي. دغه مواد د سږو له لارې بهر ته راووځي او ساه ورسره بد بویه کېږي.

صحي ستونزې:
دا ستونزې عامې نه دي. د پوزې تکلیفونه لکه د پوزې اضافي غوښه (polyp)، د سینوسونو التهاب (sinusitis)، په پوزه کې د یو شي بندېدل، د بد بوی سبب کېږي خو دا بد بوی هغه وخت محسوسېږي چې سړی د پوزې له لارې ساه وباسي، که په خوله باندې ساه وباسي چندانې نه محسوسېږي. د سږو، ستوني، خولې او ټانسلونو (tonsil) میکروبي ناروغۍ او تومورونه هم د بد بویې ساه سبب کېږي.
که یادې ناروغۍ د بد بويې ساه لامل وي نو نورې نښې نښانې به هم لري لکه: تبه، ټوخی، د سینې درد، د سر او مخ درد، د پوزې بندښت او نور. خو که نورې نښې نه وي او یوازې بد بویه ساه وي نو ممکن سړی بل تکلیف ونه لري.

ماهي غوندې بوی:
په ځینو خوراکي موادو کې د ټرای میتاییل امین (trimethylamine) په نامه کیمیاوي مواد شته، دغه مواد د ماهي غوندې بوی لري. د ځینو کسانو بدن دغه توان نه لري چې ټرای میتاییل امین تجزیه کړي. د دغو کسانو په میتیازو، خولو او ساه کې ټرای میتاییل امین وي او د ماهي غوندې بوی ځنې لټېږي. دا ناروغي د وینې او ادرار په معاینه کې معلومېږي.

هغه بد بویه ساه چې له خولې راپورته کېږي:
اکثره وګړي چې ساه یې بد بویه وي د خولې ستونزې لري. په خوله کې میکروبونه پروتیین او نور رسوبات تجزیه کوي او بد بويه ګازونو تولیدوي. د دې شي لاملونه دا دي:
د غاښونو تر منځ خواړه: په عادي برس کولو باندې د غاښونو له منځه د خوړو ټول ګردونه نه پاکېږي، دغه ګردونه بیا خوسا کېږي او میکروب نیسي، میکروب يې پروتیین تجزیه کوي او بد بوی تولیدوي. که د غاښونو تر منځ درزونه په تار باندې پاک کړو له دې غمه به بې غمه شو.

د غاښونو منګ او د وریو ناروغي: منګ سپینچکي نرم مواد دي چې د غاښونو پر مخ کېني. منګ له میکروب، د خوړو له پاتې شونو او ناړو څخه جوړېږي. کله چې د کلشیم ګردونه هم ورباندې کېني نو کلکېږي او په غاښونو پورې ټینګ نښلي. د خولې د بد بوی یو علت همدا دی. ورۍ چې میکروبي شي نو خوله بوی کوي. که مو ورۍ پړسېدلې وي یا د غاښونو د برس کولو پر مهال وینې کېږي نو میکروبي شوې به وي.

د ژبې بار:
د ځینو کسانو د ژبې په څټ کې بار جوړېږي. د دې شي علت نه دی څرګند خو ویل کېږي هغه کسان چې پوزه یې بنده وي، د پوزې افرازات یې شاته تېرېږي او د ژبې په څټ کې بار جوړوي. څنګه چې دغه افرازات له میکروبونه ډک وي نو په خوله کې بد بوی پیدا کېږي.
هر څوک باید د خولې نظافت ته پام وکړي

د خولې او ساه د بد بویۍ عمده لاملونه په خوله کې دي نو که خوله پاکه وساتو بد بوی به نه کوي. د خولې نظافت یعنې د غاښونو منظم برس کول او د غاښونو تر منځ د مسافو پاکول.

د غاښونو برس کول:

غاښونه باید لږ تر لږه په شواروز کې دوه وارې برس شي. نرم برس او هغه کریم چې فلوراید لري غوره دي. د برس سر باید کافي ووړ وي چې د خولې په هره برخه کې ځای شي. غاښونه باید لږ تر لږه دوه دقیقې برس شي، د هر غاښ مخ، څټ، سر، ټول باید برس شي. د غاښونو او وریو سرحد ته باید پام وکړئ ځکه چې منګ په همدې ځای کې کېني. برس مو په هرو دریو څلورو میاشتو کې بدل کړئ. نن سبا داسې برسونه راوتلي دي چې په بټرۍ باندې چالانېږي. د دې برسونو ويښته کله یوې خوا ته کله بلې خوا ته تاوېږي او تر لاسي برس د منګ په پاکولو کې زیات کامیاب دي.

څه مهال غاښونه برس کړو؟
بهتره ده غاښونه یا تر ډوډۍ د مخه برس کړو او یا یو ساعت تر ډوډۍ وروسته. ځینې خواړه لکه اچار تېزابي وي، د میوو شربت او ځینې نور څښاک هم تېزاب لري. تېزاب د غاښونو مینا (د غاښونو پاسنۍ پوړ) نرموي. که له دا ډول خوړو وروسته سم لاسي غاښونه برس کړو نو مینا خرابوي خو که یو ساعت صبر وکړو، په ناړو کې شته کلشیم بېرته مینا کلکوي. نو هر وخت چې مو ډوډۍ وخوړه، یو ساعت وروسته غاښونه برس کړئ.

د غاښونو ترمنځ مسافې پاکې کړئ:
په برس کولو باندې د غاښونو له درزونو څخه منګ نه شو پاکولی نو باید په ورځ کې یو یا دوه وارې د غاښونو مخصوص تار راواخلو او د غاښونو تر منځ مسافې پاکې کړو. که دا کار وکړئ نو وبه وینئ چې څومره نور رسوبات او منګ د غاښونو له منځه راووځي. یو ډول مخصوص واړه برسونه هم شته چې د غاښونو درزونه پاک کولی شي.
د 40 سانتۍ په اندازه تار پرې کړئ، دوه سرونه یې د دواړو لاسونو په منځويو ګوتو وپېچئ، تار د دواړو لاسونو په بټو او دویمو ګوتو ټینګ کړئ، 3-4 سانتۍ تار په منځ کې پرېږدئ چې غاښونه ورباندې پاک شي. تار د وریو له سره د غاښونو څوکې خوا ته وخوځوئ او د غاښونو له څنډو سره یې وسولوئ. هر ځل چې غاښونو پاکوئ نوی تار به استعمالوئ.
لومړی ځل چې د غاښونو درزونه پاکوئ ممکن ورۍ مو ورسره وینې شي. د وریو وینې کېدل په څو ورځو کې ورک کېږي خو که دوام یې وکړ نو د غاښو ډاکتر ته ورشئ ځکه چې ښايي ورۍ به مو ناروغي ولري.

خوراک او څښاک:

بوره او نور خواږه خواړه د میکروبونو ډېر خوښېږي. میکروب په خوږو خوړو باندې کېني او تېزاب جوړوي. تېزاب بیا د غاښونو د ورستېدو سبب کېږي. تېزابي خوراک او څښاک هم ورته کار کوي. نو:
د خوږو خوړو خوراک کم کړئ، مخصوصاً د دوه وخته ډوډۍ تر منځ لکه مازدیګري خواږه شیان مه خورئ.
له غاښونو سره د تېزاب تماس کم کړئ. تېزابي خواړه لکه اچار او څښاک لکه پیپسي او نور ګاز لرونکي مایعات او د میوو شربتونه ډېر مه خورئ.
که تېزابي څښاک څښئ نو ژر به یې تېروئ، داسې نه چې په خوله کې به یې ساتئ یا به یې په خوله کې رغړوئ. څومره چې د دې شیانو تماس له غاښونو سره کم وي هماغومره ستاسو په ګټه دی. که داسې څښاک په پيپ باندې وڅښئ نو له غاښونو سره به ډېر نه لګېږي.
که مو کانګې وکړې نو تر یوه ساعته پورې به غاښونه نه برس کوئ ځکه چې له کانګو سره د معدې تېزاب ګډ وي، پورته مو وویل چې تېزاب د غاښونو مینا نرموي.

څو نورې سپارښتنې:

که سګرټي یاست نو هڅه وکړئ چې سګرټ خوشې کړئ، سګرټ ورۍ خرابوي.
لږ تر لږه په کال کې یو ځل د غاښو ډاکتر ته ورشئ چې غاښونه مو وګوري. د غاښو ډاکتر د وریو او غاښونو ناروغۍ پر وخت تشخیصوي او علاج یې درته کوي.
که بیا هم خوله مو بد بوی کوي نو څه به کوئ؟
اکثره وخت د پورته کارونو سره د خولې بوی ورکېږي خو که بیا هم ورک نه شو نو دا کارونه کولی شئ:

د خولې کنګالول او غرغره:
خوله مینځوني یا mouth wash داسې مواد لري چې میکروبونه وژني او په خوله کې کیمیاوي مواد شنډوي. د خوله مینځوني ورځنی استعمال به د خولې بد بوی ورک کړي. خوله منیځوني به وړو ماشومانو ته نه ورکوئ ځکه چې ممکن تېر یې کړي. که خوله منیځوني مایع نه وي نو مالګینې اوبه هم ګټورې وي. په تړمو اوبو کې دومره مالګه واچوئ چې تریو والی یې د اوښکو په اندازه شي او خوله ورباندې کنګال کړئ.

د ژبې پاکول:
ځینې کسان د غاښونو نرم برس په خوله مینځوني کې غوټه کوي او د ژبې څټ ورباندې پاکوي. په ځینو درملتونونو کې د ژبې د توږولو پلاستیکي سامان خرڅېږي، دغه سامان د ژبې په څټ کې ايښودل کېږي او مخې خوا ته راکشېږي. که په ژبه باندې بار وي دا يې لرې کوي.

ژاولې:
ځینې خلک د خولې د بوی د له منځه وړلو لپاره هره ورځ بې بورې ژاولې ژووي. د ژاولې ګټه دا ده چې ناړې زیاتوي، ناړې د خوړو پاتې شوني پاکوي او د خولې بد بوی ورک کوي.

مصنوعي غاښونه: څوک چې مصنوعي غاښونه لري ممکن خوله یې بد بوی وکړي. دوی دې له خپل ډاکتره پوښتنه وکړي چې مصنوعي غاښونه څرنګه پاک کېږي.
که له دې ټولو کارونو سره سره بیا مو هم خوله بد بوی کوي نو ډاکتر ته به ورځئ.

د افغانانو ځینې خاص عادتونه

نسوار:
ګڼ شمېر افغانان نسوار اچوي. نسوار د تمباکو تر څنګ چونه لري چې تېزابي ده او غاښونو او وریو ته سخت تاوان رسوي. د نسواریانو خوله تل بوینه وي. نسوار د خولې سرطان رامنځته کولی شي. نسواریان دې هڅه وکړي نسوار پرېږدي او که دا کار نه شي کولی نو د خولې نظافت ته دې پام وکړي. ځینې نسواریان نسوار په نرم کاغذ کې پېچي او د شونډې شاته یې ږدي، چې خمار یې مات شو امانت یې راخلي او ایسته یې اچوي. دا کار د نسوار زیان او بوی یو څه کمولی شي. مخکې مو وویل چې تېزاب د غاښونو مینا نرموي او که ژر غاښونه برس شي نو مینا به یې خرابېږي نو نسواریان هم هڅه وکړي یو ساعت وروسته تر نسواره غاښونه برس کړي. څومره چې نسوار د کم وخت لپاره په خوله کې وساتل شي هماغومره د سړي په ګټه وي. د نسوار له تو کولو وروسته سم لاسي خوله په اوبو باندې کنګال کړئ.

مسواک: په مسواک کې داسې مواد شته چې غاښونو او وریو ته ګټور دي. مسواک د برس ښه بدیل دی. که په پنځه وخت اوداسه کې مسواک استعمال شي نو د خولې بوی به پاتې نه شي. خو موږ معمولاً مسواک سم نه ساتو، په جیب کې یې له نورو شیانو سره یو ځای اچوو او له دوړو څخه یې نه ساتو. که نور څه نه وي نو بهتره ده مسواک په پلاستيکي کڅوړه کې وپېچئ.

چای: چای څښل د افغانانو ښه عادت ګڼلی شو. زموږ خلک معمولاً تر ډوډۍ وروسته چای څښي. چای له خولې څخه د خوړو پاتې شوني پاکوي او د بدن مایعات پوره کوي. چای تېزابي خاصیت نه لري نو غاښونو ته زیان نه لري خو چای باید نری وي او ډېر سور ونه څښل شي. سور چای غاښونو ته تاوان رسوي.
ځینې خلک عادت لري چې د خبرو پر مهال سړي ته خوله ډېره نژدې کوي. که د سړي خوله بوی هم ونه کړي بیا هم دا

ښه عادت نه دی. د هر چا په خوله کې ځینې میکروبونه وي چې خپله ده ته تاوان نه رسوي خو که بل ته سرایت وکړي ممکن مریض یې کړي.

داكتره مريم زينب

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب