د خولې د بد بويۍ لاملونه

تر ټولو د مخه دا په یاد ولرئ، چې ډېری وخت هر څوک د خپلې خولې پر بوی نه پوهېږي بلکې د ځان په پرتله بل کس یې د خولې پر بوی ښه پوهېږي. د خولې بد بوی رامنځته کېدل څلور لاملونه لري: ۱ غیر طبیعي تنفس، ۲ د خولې وچوالی، ۳ د وینې د قند زیاتوالی او ۴ په چاغتوب کې د غوړو زیاتوالی. لومړی د تنفسي سیستم بد بوی: د غیر طبیعي تنفس له امله کېدای شي د تنفسي دستګا یا سیستم بد بوی، سینوزیت او عادي سوړوالی رامنځته شي.

په دماغونو کې د مکروبونو ډېروالی او یا په ستوني کې ځینې چرکونه او مکروبونه د خولې د بدبویۍ او تنګ تنفس لامل ګرځي. دویم د خولې وچوالی: د خولې وچوالی کولای شي په تنفس کې مو ستونزې رامنځته کړي او سربېره پر دې ددې لامل هم ګرځي، چې د خولې تر ټولو ډېر بد بوی رامنځته کړي. د هغه چا، چې خوله وچېږي، نو له خولې به یې حتماً بوی هم ځي.

دریم دیابت یا د وینې د قند زیاتوالی: د هغه چا، چې د ګلوکوز یا د وینې د قند کچه لوړه وي، نو د کتواسیدوز په نامه یو ډول ناروغي ورته پیدا کېږي او په ورته وخت کې یې بدن د قند پر ځای له غوړو څخه ګټه اخلي او قند یې بې ګټې پاتې کېږي، چې دا بیا د خولې د بوی لامل ګرځي. څلورم چاغتوب: د چاغو وګړو د شحمیاتو یا غوړو له کچې زیاتوالی کولای شي له نورو ناروغیو سره سره د خولې د بد بوبۍ لامل هم شي.

ژ محمداکبر حقمل معینزی

your ads

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب