د خوږې د ناروغۍ د معدې د نظام د ګډوډۍ لپاره د زيتون د تېلو

 

يوه مياشت كېږي چي هر سهار تر لمانزه دمخه یا وروسته درې غوړپه دزيتون تېل څښم او تر دوو ساعتونو پوري بيا هيڅ نخورم ترڅو هغه په جسم کي ښه جذب شي
دښه والي هغه روغتيايې بدلون چي ما محسوس کړی په لاندي ډول دی:
دشوګر نښي او عوارض مي يومخېز له منځه تللي.
خوراک مي زيات شوی.
دبد هضمي کوم شکايت نلرم.

له کله راهيسي چي دشکر په ناروغي اخته شوی يم تل مي وزن په تدريجي بڼه مخ په کموالي روان وو له ۱۱۸ څخه مي وزن ۱۰۳ ته راټېټ شو.
خو اوس مي وزن له ۱۰۳ څخه بېرته ۱۰۸ ته پورته شوی او دپخوا په نسبت مي خوراک هم زيات شوی.

چي پوره باور لرم دشکر ناروغي یې ګونده کړي ده.
دبدن په بېلابېلو برخو کي کوم دردونه چي مي مخکي محسوسول ۷۵% کي راکم شوي .

پټه دي نه وي چي کوم خوراکي پرهېز چي به ما مخکي کولو هغه مي هم يو مخېز پرې اېښی او اشتها مي هم پیاوړي شوي.

your ads

البته دشکر ازموینه مي لا نده کړي چي نتېجه یې له تاسي سره شريکه کړم.
هيڅ ډول منفي اغېزه مې نده محسوس کړي تاسو یې هم څښلو ته رابولم
قرانکريم دزيتون ونه مبارکه نومولی تېل یې هم مبارک دي.
مِن شَجَرَةٍ مُبَارَكَةٍ زَيْتُونَةٍ لاَ شَرْقِيَّةٍ وَلاَ غَرْبِيَّةٍ.

په پیل کي يې څښل ستونزمن وي خو وروسته انسان ورسره عادي شي.
پخپله یې هم څښئ او نور یې هم څښلو ته تشويق کړئ .
دروغانو روغتيا ساتي او ناروغانو ته زياته ګټه رسوي او هيڅ ډول منفي اغېزه نلري.
دزيتون د تېلو په تشه خوا څښل هغه چاته هم زياته ګټه رسوي چي دکولېسټرول له زياتوالی شکايت لري په تېره بيا چي کله نېمه وړه د چاي قاچوغه دانګورو سرکه هم ورسره ګډه کړی دوخت په تېرېدلو کوليسټرول يو مخېز ختموي همدا راز دسرطاني ناروغيو په کنترول کي یې هم مثبته اغېزه لرلی.
دا حفايق تجربو او څېړنو جوته کړي.

اصلي تېل څنګه پېژندلای شو؟
دزيتون داصلي تېلو رنګ زرغون والي ته مائل وي او چي دخوراکي تېلو غوندي یې رنګ ژېړ وي هغه اصلي نه وي يا ګډ شوي وي.
که دزيتون تېل په يوه پیاله کي واچوو او په یخچال کې کېږدو که څه وخت وروسته سپين رنګ خپل کړي او دډبري غوندي کلک شي دزیتون اصلي تېل یې بللای شو.
اوکه کرېمي رنګ خپل کړي او پاسته پاته شي اصلی نه بلکه ګډ شوي / مکس یې بللای شو.
(ددعا په تمه)

لیکوال: محمد قدوسي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب