د خوګ غوښه ولې حرامه ده؟

پوښتنه: ولي داسلام دين دخوګ  دغوښې خوراک ولې حرام کړی دی؟

ځواب:

رښتيا هم چې داسلام مقدس دين دخوګ غوښه په کلکه سره حرامه کړي ده اوددې حرمت مختلف اړخونه په لاندنيو دلايلو کې واضيح شوي دي:

سرچينه: ډاکتر ذاکر نايک- د اسلام په اړه د کفارو لخوا تر ټولو زياتې کېدونکي پوښتنې او ځوابونه يې

ژباړه: ډاکتر پامير احسان

١. دخوګ دغوښې دحرمت په اړه قرآني دلايل

قران کريم  دخوګ دغوښې خوراک  حرام کړى  دى .قران کريم په څلورو مختلفو ځايونوکې دخوګ دغوښې خوراک حرام کړى دى. دخوګ دغوښې دحرمت ذکر دالبفرې، المايدې، الانعام او النحل په سورتونو کې راغلى دى.

الله (ج) فرمايې:” بې له شکه چې مرداره، خوټيدونکي وينه، دخنزير غوښه او هغه څه چې دحلالې په وخت پرې پرته له الله(ج) څخه دبل چا نوم اخستل شوى وي، الله پاک پر تاسې حرام کړي دي. “

(د البقرې سورت د ١٧٣ ايت شريف يوه برخه)

” پرتاسې حرامه کړى شوى ده مرداره، خوټيدونکي وينه، دخنزير غوښه او هغه چې دذبحه کولو په وخت کې پرې دالله (ج) له نوم څخه پرته دبل چا نوم اخستل شوى وي.  زندۍ کړى شوى، په وهلو مړشوى، له لوړې راغورځيدلى او دبل څاروي په ښکرو وهلو مړشوى او هغه څه چې څيروونکو ځناورو خوړلي وي هم حرام دي خو که په دوى کې هره يوه تاسې په شرعي طريقه حلاله کړه درته روا ده او هغه هم درباندې حرامه ده چې پر بتانو ذبحه کړى شوي وي او چې تاسې دغشو په وسيله فال ونيسئ، داټول کارونه فسق او بي لاري ده. “

(د المايدې سورت ٣ ايت شريف)

” اي محمده (ص)! ووايه کومه وحي چې ماته راغلي ده په هغې کې داسې څه نه مومم چې په خوړونکي باندې دې څه حرام وي مګر يواځې مرداره حرامه ده يا بهيدونکي وينه، دخنزير غوښه چې پليته ده او هغه دګناه څاروي حرام دي چې دحلالې په وخت کې پرې پرته دالله (ج) دبل چا نوم واخستل شي. “

(د الانعام سورت د ١٤٥ ايت شريف يوه برخه)

” الله پاک پر تاسې يواځې مرداره، بهيدونکي وينه، دخنزير غوښه اوهغه څاروي حرام کړي دي چې دحلالوو په وخت پرې پرته له الله (ج) دبل چا نوم وويل شي. “

(دالنحل سورت، د١١٥ ايت شريف يوه برخه)

ديوه مسلمان لپاره دقران کريم پاسني ذکر شوي ايتونه بس دي چې دخوګ دغوښې پر حرمت باندې قانع شي.

٢. دخوګ دغوښې دخوړلودحرمت ذکر په تورات کې هم راغلى دى:

يومسيحي هم شايد دخپل مذهبي کتاب پر دلايلو باندې قانع شي.  دBible دLeviticusپه کتاب کې دخوګ دغوښې دخوراک حرمت په لاندې ډول ذکر شوى دى:

”اوخوګ که څه هم سومان ولري يا لکه پسه يا وزې په شان پښې ولري، خو بياهم هغه په نيمه ژوول شوي خوراک يا مړۍ باندې شخوند نه وهي، اوستاسې لپاره نا پاکه دى. “

” تاسې بايد د هغې غوښه ونه خوري، او جسد( يانې له حلالولو يا مرګ وروسته غوښه) يې هم مسح نه کړي، دا ځکه چې دا تاسې ته نا پاکه دى. “   Leviticus, 11:7-8

همدرانګه د Bible په  Deuteronomy کتاب کې دخوګ دغوښې دحرمت ذکر په لاندې ډول راغلى دى:

”اوخوګ که څه هم سومان ولري چې په منځ کې سره بيل وي، خوبياهم هغه نيمه ژوول شوى خوراک يا مړۍ باندې شخوند نه وهي، تاسې ته ناپاک دى. تاسې بايد دهغې غوښه ونه خورئ، اونه يې مړ جسد يا غوښه مسح کړئ. “  Deuteronomy 14:8

په همدې ډول دخوګ دغوښې حرمت ذکر دBible دIsaiah په کتاب کې په ٦٥ څپرکي کې له ٢ څخه تر ٥ ايت پورې راغلى دى.٣. دخوګ دغوښې خوراک دزياتو نارغيو لامل ګرځي:

۳. د خوګ غوښه د خطرناکو چنجيانو د پيدايښت لامل:

هغه غير مسلم  چې اهل کتاب نه وي او يا ملحدين( هغوى چې پر الله (ج) اودهغه پروحدانيت هم ايمان نه لري) وي هغوى يواځې او يواځې په عقلي اوساينسي دلايلو باندې قانع کيدى شي. دخوګ دغوښې خوراک دشااوخوا٧٠ ډول ډول ناروغيو لامل ګرځي. دخوګ دغوښې دخوړلو له مله يو شخص ته دکولمو ډول ډول چينجي پيدا کېږي دساري په ډول ګرد چينجيان (Round Warm)، سنجاق ته ورته چينجيان (Pin Warm)،  چنګکي چينجيان (Hook Warm) اوداسې نور. ددې چينجيانوله ډلې څخه يويې چې ترنوروهغو ډير خطرناکه ده عبارت دى له Taenia Solum څخه چې دعاموخلکو په ژبه ورته دکدوداني چينجى هم وايې. داچينجى دانسان په کولموکې ژوند کوي او ډير اوږد دى. ددې چينجي  هګۍ دوينې ددوران له لارې دانسان دبدن نژدې ټولو غړوته رسيږي. که چيري مغزو ته لاړې شي نو دحافظې دلاسه ورکولو لامل ګرځي ،که چيري زړه ته ورسيږي نو دقلبي حملې لامل ګرځي، که چيري سترګوته ورسيږي نو دړوندوالي لامل او بلاخره که چيري ځيګر ته ورسيږي نودځيګر دتخريب لامل ګرځي. که خبره راټوله کړونوويلى شو چې دانسان دبدن دهرې عضوي دوظيفې دخرابيدو لامل کيداى شي.

يو بل ډول خطرناکه چينجى چې دخوګ دغوښې دخوراک له امله پيدا کيدى شي عبارت دى له Tichurasis Trachura څخه.  دخوګ دغوښې په هکله يو غلط پوهاوى داسې دى چې که چيرته په ښه ډول پخه شي نو په کې موجودې دچينجيانوهګۍ له مينځه ځي په داسې حال کې چې واقيعيت بل ډول دى. ديوې پلټنې په پايله کې چې دامريکا په متحده ايالاتوکې ترسره شوه،وموندل شوه چې په هرو٢٤ نفروکې چې دخوګ دغوښې دخوړلو له امله د Tichurasis Trachura پر چينجي اخته شوي وو،٢٢ يې دخوګ غوښه ښه پخه کړي وه. ددې پلټنې پايلې دا په ګوته کوي چې دخوګ په غوښه کې دډول ډول چينجيانوهګۍ دپخيددحرارت په عادي درجه کې له مينځه نه ځي.

٤. دخوګ غوښه داسې مواد لري چې دشخص په وجود کې دشحمي موادو دجوړيدلامل کېږي:

دخوګ په غوښه کې ډير لږ داسې مواد شته چې عضلي ساختمانونه تري جوړشي او ډيرزيات داسې مواد لري چې غوړين مواد يا شحمي ذخيرې ترې جوړي شي. دا غوړين مواد دوينې په رګونو کې ترسب کوي او دډول ډول خطرناکونارغيو لکه دوينې لوړفشار او قلبي حمله، لامل ګرځي. ددې ښه ثبوت دامريکا په متحده ايلاتوکې دليدلو وړدى چې ٥٠ په سلوکې امريکايان دوينې دلوړ فشار له امله کړيږي.

٥. خوګ دځمکې پرمخ يو له ترټولوناولي او چټل حيوان دى:

خوګ دځمکې پرمخ يو له ترټولوخيرن، چټل او ناولى حيوان دى.  په ډيرانونواوناولوځايونوکې اوسيږي او پر همدي سرو، خوشايو، غايطه موادواو چټليو باندې وده کوي. زما په اند خوګ دپاتې شونواو چټليو دپاکولوترټول ښه پاکوونکى دى چې الله (ج) پيدا کړى دى. په هغه کليو اوبانډوکې چې خلک يې عصر تشنابونه نه لري او په ازاده هواکې غايطه مواد کوي، اکثره وختونه خوګان هغه ټول خورې او چپيريال ترې پاکوي.

يوشمېر خلک ګوندې استدلال وکړي چې په پرمختللوهيوادونو، لکه استراليا، کې خوګان په پاکواوحفظ الصحوي شرايطو کې تغذيه کېږي او لوييږي خوددې حفظ الصحوي شرايطو باوجود په نوموړوپرمختللوهيوادونکې  بيا هم خوګان په چټلوځايونواوغوجلوکې ساتل کېږي اوهلته دوي خپل او يو دبل غايطه مواد خوري. که هرڅومره خواري او هڅه وشي چې هغوى پاک وساتل شي ، بي اغېزې به وي ځکه چې خوګان طبيعتآ او له ذاته ناولي او چټل حيوانات دي.

٦. خوګ ترټولو بي شرمه اوبي حيا حيوان دى:

خوګ دځمکې پر مخ ترټولوبي شرمه اوبي حيا حيوان دى. دايواځينى حيوان دى چې خپل ملګرى دې ته رابولي چې دده له ښځينه جوړې سره جنسي عمل ترسره کړي. دا چې دامريکا په متحده ايالاتوکې ډيرخلک دخوګ غوښه خوري نو ځکه دخوګانو په شان سلوک اوکړنې هم کوي. ډيرځله دګډاګانواونڅاګانوله بنډارونووروسته امريکايان خپلې ښځې يو له بله سره بدلوي او يو بل ته وايې چې ته زما له ښځې سره ويده شه او زه به ستا له ښځې سره ويده شم. هنديان امريکا ته ديوپرمختللي، باثليقه او عصري هيواد په سترګه ګوري اودهغوى تقليد کوي اوديوې مجلې د راپور له مخې دښځو دبدلونې دا فرهنګ دبمبايي دشتمنوقشرونوترمنځ مخ په عاميدو دى.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب