د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په اسانه لاس ته نه دی راغلی، بلکې د یوه اتل رهبر په مشرۍ د ګڼو خلکو په قربانۍ له یرغلګرو او تیريګرو له لاسونو لاس ته راغلی دی.

د خپلواکۍ د ورځې په لمانځلو سره هیوادوالو ته د هيواد  اصلي اتلان ورپېژندل کېږی او د هغوی سرښندنې او مبارزې ورته په ګوته کېږي. د دې لمانځلو موخه دا وي چې په هیوادوالو کې ملي او وطني جذبه راولاړه شي او ټول وګړي هیواد لکه خپل وجود وګڼي او په ساتنه کې یې ټول په ګډه ونډه واخلي.

 افغانانو او د خپلواکۍ لمانځل:

د افغانانو لپاره یې ګټې ډېرې دي، چې ځینې به یې په ګوته کړو:

۱ ـ د افغانستان خپلواکي شاه امان الله خان اخیستې په غازي مشهور شوی او لومړی غازي به وي چې نوم یې پر خلکو ښه لګېږي او بل د دې ځوان پاچا په سر کې د وطن لپاره نوی او پرمختللی فکر موجود و، د دغې ورځې په لمانځلو سره هيوادوال له اماني فکر او کړنلارو سره هم اشنا کېږي چې موږ تیارو ځپلو او وروسته پاتې وګړو ته د یو لوی څراغ کار کوي.

۲ ـ په اوسنيو حالاتو کې چې هیواد مو د ګڼو ملکونو په استخباراتي جګړه کې ښکېل دی، د خپلواکۍ لمانځل خلک سره نږدې کوي، خپل هیواد ته متوجه کېږي او فکرونه د وطن دوستۍ بیرغي رنګ اخلي، چې بیا پردي زموږ په وینو او اوښکو خپلو موخو ته نشي رسیدلی.

۳ ـ د دې ورځې په لمانځلو سره خلک د خپلواکۍ په اصلی معنا پوهېږي او د ريښتيني خپلواک کیدو احساس پکې راژوندی کېږي.

۴ ـ افغانستان هغه هیواد دی، چې له ګانډیو یې ډېر زیان لیدلی دی، نو د دې ورځې په لمانځلو ګاونډیان هم ګوري چې دا خلک په خپلواکۍ مین دي او د ولس له داسې یووالي چې د وطن دوستۍ جذبې پکې په څپو وي، ویره ورلوېږي او د خلکو په وطندوستۍ یې یقین پخېږي.

۵ ـ تر ټولو مهمه یې دا چې زموږ دښمن زموږ له پاشل کیدو ګټه اخيستې ده او دښمن مو هر وخت وطن پرسته شخصیتونه په تورو لاسونو تور کړي او تکفير کړي دي، نو د خپلواکۍ په لمانځلو سره دښمن ویني چې د دې وطن  لویو او وړو زړونه په وطن پورې تړلي دي، چې کله د طن اکثریته وګړي وطنپرسته شي، نو بیا به د اوس په شان په اسانه او دومره پریمانه نه وژل کېږو او تر ټولو ښه یې لا دا چې وطنپرسته وکړي خپل حکومتونه ړنګوي نه، بلکې سموي یې.

د خپلواکۍ په ورځ عمومي رخصتي وي، مکتبونه او نورې ښوونیزې ادارې رخصت وي، خو له بده مرغه چې د مدرسو ملايان په دې ورځ خپلو طالبعلمانو ته رخصتي نه ورکوي، د دوی په اند دا ورځ کومه دیني او مذهبي ریښه نه لري. خو حکومت ته بویه چې ټولې ادارې په دې مکلفې کړي چې په دې ارزښتناکه ورځ خپله رخصتي مراعات او د دې ورځې احترام او لمانځنه وکړي. نور باید مکتب او مدرسه غوښه او چاړه سره وانوسي، دواړه باید د وطن د خېر په سرچینو بدلې شي، تر څو  هر افغان د وطن د درې رنګه بیرغ لاندې د مکملې خپلواکۍ احساس وکړي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب