د خپلو بچيانو روحيات وپيژنئ

مور او پلار جوړيدل له مسؤولیت څخه ډکه دنده ده. د ماشوم روزنه، نه یوازې په پيسو او لگښتونو كيږي بلکه د دوی د روزنې او څارنې لپاره څارونکې سترګې هم پکار دي.

مور او پلار ته باید خپل ماشوم ته د نه پاملرنې له امله سزا ورکړل شي، پدې توګه له ټولو والدينو څخه غوښتنه كيږي تر څو خپل ماشومان په پوره توګه تر څارنې لاندې ولري. ښوونځی که څه هم هر ماشوم ته ډیر اړین دی، او یا په عصري کلماتو کې، ښوونځی د هر ماشوم حق دی، خو د دې نه وړاندې ښه پلارولي او مورتوب او ښه روزونكى درلودل هم د هر ماشوم حق دی، ځکه “خیرات لومړى په خپلو خپلوانو کیږي”.

د شیدو له وركولو نه نيولې د تشناب تر روزنې پورې او د ځوانۍ په لور تر سفره… مور او پلار باید پدې ټولو پړاوونو كې د ماشوم لاسنيوى وكړي.

ماشوم چې كله د بلوغ مرحلې ته رسيږي نو د هغه په بدن كې ډول ډول بدلونونه راځي. د هیـپوفیز غده ځانګړې هورمونونه خپروي چې د بدن په بیلابیلو برخو کې د هر جنس د رشد مطابق ځانګړې دندې ترسره کوي. دا د بدن د چټك رشد وخت دى چې د ژوند د بل هر وخت په پرتله بدن په ډيره چټكۍ سره لویږي. په عمومي توګه، په نجونو کې د بلوغ دوره د ۸ او ۱۳ کلونو تر مینځ او په هلكانو كې د ۱۰ څخه تر ۱۵ کلنۍ پورې پیلیږي.

کله چې ماشوم د بلوغ مرحلې ته رسيږي، نو د هغه په شخصيت كې هم پوره بدلون راځي، نور هغه پرونۍ ماشوم ندى چې د ماشوم په شان چلند ورسره وشي. بلكه هغه غواړي چې د ځوان په نظر ورته وکتل شي نه د یوه ماشوم په سترګه.

خو لدې ټولو سره سره د بدن چټك بدلونونه د هغه لپاره ډير د پاملرنې او تشويش وړ وي. څرنګه چې د بلوغ په مرحله كې د ماشوم په غږ كې بدلون راځي، د بدن په ځانګړو برخو ويښتان راخيژي، د بدن عضلات لوييږي، په جلد باندې د ځوانۍ دانې راخيژي او يا هم د نجونو لپاره ځانګړي فزيولوژيګ حالات….. چې دا ټول فزیکي بدلونونه کیدای شي فشار راوړونکی، مغشوشونکی او ډارونکی وي.

خو مور او پلار کولاى شي چې د دې بدلون پر وړاندې د خپل ماشوم فشار او ستونزې را کمې کړي، هغه داسې چې د ماشوم پوښتنې په ریښتینولۍ سره ځواب شي، د عمر سره سم معلومات باید ورکړل شي او خپل ماشوم باید ډاډمن کړاى شي چې دغه ټول عادي حالات دي او د ځوانۍ په لور د پرمختګ یوه برخه ده.

د دې سره بايد تنكي ځوانان په تصاميمو او چارو كې شريك كړاى شي، له بده مرغه په ځينو سيمو كې والدين غواړي ځوانان د تل لپاره په ولكه كې ولري او هيڅ ډول آزادي نه وركوي. ان تر دې چې ځینې ځوانان لا هم د د مور او پلار تر ولکې لاندې دي، او د هغوى له لارښونو پرته هیڅ کار نشي تر سره کولای.

د دې لپاره چې ځوانان په خپلو پښو ودريږي، باید د خپلو والدينو تر څنګ د ژوند کارونه زده کړي او له دوی سره په چارو كې مرسته وکړي او د ژوند لارې چارې زده كړي.

په پای کې بايد دا هم په پام كې ونيسو چې د بلوغ دوره د بشپړې آزادۍ او خپل سرۍ دوره نه ده، بلکه دا د بل سفر په لور نوی پیل دی. د بیلګې په توګه، د ځوانۍ په لور د سفر، د مسوولیتونو، او له ژوند سره د مخامخ کیدو او مخ ته تګ دوره ده. مور او پلار باید پدې پړاو كې د خپل ماشوم لپاره د طبيب په شان کار وکړي او د هغو میکروبو چې دوی یې لري په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.

سرچينه: اسلام آنلاين
ژباړه: احمد خالد حكيمي

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب