د خپل وخت ستر امام (امام اعظم ابوحینفه)

لیکنه: استاد نورالله احمد

د امام صاحب په اړه د کابل سمپوزیم که څه هم ډېر محدود او د امام صاحب په اړه هراړخیز معلومات په کې وړاندې نه شول یوازې ځینې برخې په کې وڅېړل شوې او ډېر څه له ویلو پاتې شول….د دغه ستر امام په هکله که هر اړخیزه لیکنه وشي نو په دې کتابونه پرې ډکېدای شي، نو زه عاجز او فقیر بنده هم غواړم، چې د اسلامي امت دغه ستر علمي ستوري او ستر مجتهد امام په هکله یو څه معلومات تاسو سره شریک کړم:

پېژندنه: امام ابوحنيفه رحمه الله د عمر په لحاظ له نورو امامانو مشر وو: امام أبو حنيفة نعمان بن ثابت بن زُوطي كوفي دی په ۸۰ هـ کې زیږېدلی په ۱۵۰ هـ  کې وفات شوی دی، قبر یې د بغداد په اعظمیه ښار کې نړیوال شهرت لري. امام مالک بن أنس اصبحي خو په اصل کې د یمن دی (تولد ۹۳هـ وفات ۱۷۹ هـ) د مدینې منورې په جنة البقیع کې ښخ دی، امام محمد بن ادریس د امام مالک او د امام ابوحنیفه د شاګردانو شاګرد دی، د فلسطین په غزه کې ۱۵۰ هـ  کې زیږېدلی په ۲۰۴ هـ کې په مصر کې وفات شوی او هلته په قاهره کې ښخ دی، امام أحمد بن محمد بن حنبل د امام قاضي ابي یوسف او امام شافعي شاګرد دی په بغداد کې په ۱۶۴هـ کې زیږېدلی او هم هلته په ۲۴۱ هـ  کې وفات شوی دی.

ابوحنيفه د څلورو امامانو مشر او د اسلامي امت اولين مجتهد بلل کيږي، حنفي مذهب يوازینۍ مذهب ده چې په دور عثماني کې يې په ټول اسلامي امت ۶۰۰ کاله حکم کړی ده او همدارنګه خلافت مغولیه کې هم رسمي مذهب د احنافو وو نو همدا وجه ده چې دا مذهب نظر دريو نورو مذاهبو ته زيات پيروان لري. اللجنة الدائمة (عربستان) په دې اړه ليکي: ومذهب الإمام أبي حنيفة رحمه الله قد يكون أكثر المذاهب انتشاراً بين المسلمين، ولعل من أسباب ذلك تبني الخلفاء العثمانيين لهٰذا المذهب، وقد حكموا البلاد الإسلامية أكثر من ستة قرون، ولا يعنی ذلك أن مذهب أبي حنيفة رحمه الله هو أصح المذاهب أو أن كل ما فيه من اجتهادات فهو صواب. فتاوى اللجنة الدائمة ۵/۵۶.

د امام صاحب اصل ځای او سیمه: ځینې تاریخ پوهان لیکي، چې امام ابو حنیفه د پروان د سيمې د خواجه سياران يا د استرغچ د کلي ؤ چې له کابله بيا کوفې ته تللی دی، ابوبکر خطيب په خپل تاريخ بغداد کې چې اسماعيل د حماد زوی او د امام اعظم لمسی ؤ ويلي چې: «زما په خدای قسم دی چې زموږ کورنۍ ته هېڅ وخت مريتوب لاره نه ده موندلې، نيکه مې په ۸۰ هـ کال کې زېږېدلی او ورنيکه مې ثابت په کوچنيوالي کې د علي بن ابي طالب رضي الله عنه په حضور مشرف شوی او حضرت علي ورته د خير دعا کړې ده. امام اعظم او افکار: صـ/۲۶. مرتضٰی حسين بلرامي په خپل کتاب حديقه الاقاليم کې ليکي چې: امام اعظم ابوحنيفه نعمان بن ثابت کابلي استرغچي کوفي: (صـ/۴۰۰). وضاحت: پروان هغه وخت بېل ولایت نه وه.

غوره خلک او خیرالقرون: نبي کریم صلی الله علیه و سلم فرمایلي: قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم: خَيْرُ النَّاسِ قَرْنِي ثُمَّ الَّذِينَ يَلُونَهُمْ ثُمَّ الَّذِينَ يَلُونَهُمْ ثُمَّ الَّذِي يَلُونَهُمْ .ژباړه: رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: غوره خلک زما د زمانې دي، بیا زما نه وروسته خلک (صحابه وو زمانه) او بیا له هغه نه وروسته زمانو خلک (تابعین او تبع تابعین د زمانې).

شيخ الحديث علامه خليل احمد سهارنپوري وايي: چې رسول الله ﷺ د امام ابوحنيفه په اړه په هغه حديث كې د زېري وينا كړې ده چې ابو نعيم په الحليه كې د حضرت ابو هريره (رض) څخه روايت كړی ده، دى وايي: چې رسول الله ﷺ وويل: (لوكان العلم بالثريا لتناله رجال من ابناء فارس). ژباړه: كه علم په پيروني باندې وځړېږي نو هغه نارينه به ځان ور ورسوي چې د فارس د بچیانو څخه وي. په دې كې هېڅ شك نشته چې د دې څخه مراد امام ابوحنيفه دی ځكه چې د ګڼ شمېر محدثينو دا رأيه ده چې په حديث كې د امام ابوحنيفه په اړه خوشخبري وركول شوېده. ابو هریره د حدیث راوي دی: قال رسول الله ﷺ لو کان الایمان عند الثریا لیذهب به رجل من فارس او قال من ابنار فارس حتی یتناوله (مسلم: ۲/۳۱۲، باب فضل الناس) (بخاري شریف: صـ/۷۲۷ تفسیر سورة الجمعة باب قوله آخرین منهم لما یلحقوا بهم).

نو امام اعظم د دغه او ځینې نورو احادیثو په بشارت او فضیلت کې شامل او د لومړني قرن او دویم قرن غوره خلکو کې شامل دی، لکه امام صاحب په ۸۰ هجري کې پیدا شوی او بیا دویم قرن نیمایي یعنې ۱۵۰ کې وفات شوی….

د امام صاحب علمي حیثیت او د وخت د علماؤ آندونه: د امام صاحب د علم تقوا صبر اخلاص او د ژوند دا حالت ؤ چې له نبي کریم صلی الله علیه و سلم نه وروسته چې پر کوم د سیرت ډېر کتابونه لیکل شوي هغه نعمان بن ثابت دی….نړۍ کې د امام صاحب د مذهب مقلدین نږدې ۶۰ فیصده دي او ۴۰ فیصده نور د ټولو مذاهبو مقلدین دي. دارنګه امام ابوحنیفه هغه شخص ؤ چې ۵۲ – ۵۵ ځلې یې مکې او مدینې ته سفر وکړ چا ورته وویل چې دا تاسو ولې دومره حجونه کوئ هغه ورته وفرمایل چې زما موخه یوازې د حج ادا کول یا ترسره کول نه دي بلکې زه غواړم د مکې مدینې بیا هلته راتلونکو علماء لکه له مصر شام او نورو ځایو نه راتلونکو علماؤ سره ناسته ولاړه خبرې اترې ولرم ترڅو ما ته د رسول الله صلی الله علیه و سلم ټول احادیث او مسائل ورسیږي یعنې داسې مسئله نه وي پاتې چې زه پرې فتوا ورکړم او هغه مسئله بیا بل ځای بل ډول وي… د امام صاحب د نبوغ مثالونه خو ډېر دي او داسې یو څوک چې له ۴ زره علماؤ او مشائخو نه یې درسونه ویلي دا لا څه چې امام صاحب له ۵۰ بل روایت کې ۲۲ بل کې ۸ صحابوو سره کتنه شوې او دا ۸ صحابوو کتل خو د ټولو په نېز اتفاقي او قوي قول دی… د هغه ۴ زره استادان ټول د خیرالقرون یعنې تابعین ؤ دارنګه د هغه استادانو کې تبع تابعین هم ؤ نو یو څوک چې ۴ زره تابعینو څخه زده کړې ترلاسه کړي د هغه د علم تقوا اخلاص عقیدې عبادت او نورو به څه حال وي؟

امام اعظم «ویکيپېډیا: صـ/۹۶» کې لیکي: چې ابوحنیفه (رض) د «۶۰» استاذانو څخه نېغ په نېغه په مکه معظمه کې احادیث زده کړي دي. امام عظم صاحب کوفه د فقهې د علم پلازمېنه ګڼله. امام عظم صاحب په حدیثو او تفسیر کې د قرآن کریم په خپل وخت او زمان کې سیال نه لاره او تراوسه یې هم سیال نه لري.

امام صاحب ته د وخت جیدو او سترو فقهاؤ مفسرینو محدثینو به ورته ډول ډول نومونه کارول چا به ورته رئیس الفقاء ویل چا به ورته فقیه الامت ویل چا به ورته د اسلامي فقهې بنسټ کېښودونکی ویل امام شافعي خو ویل: وقال الشافعي: الناس في الفقه عيال على أبي حنيفة. امام شافعي فرمايي: خلك په فقه كې د ابو حنيفه ځيره خواره دي.

وقال الخريبي: ما يقع في أبي حنيفة إلا حاسد أو جاهل. الخريبي وايي: څوک چې د ابوحنيفه مخالفت کوي هغه يا کينه او حسد کوي او يا جاهل دي.

امام ذهبي وايي: په فقه او باريكو مسايلو كې مخكې او امامت د دغه امام دی (امام ابو حنيفه). او امام مالک وايي: داسې سړى مې وليد یعنې امام ابو حنيفه  كه يې ويلي واى چې دغه ستنه د سرو زرو ده نو خامخا به يې په دليل سره درته ثابته كړې واى. وقال ابن المبارك: أبو حنيفة أفقه الناس. ابن المبارک وايي: ابوحنيفه پوه ترين د خلکو ؤ، امام شافعي وايي: د خلکو پوهه د امام ابوحنيفه د پوهې په نسبت د هغه د عيال مثال لري. له امام ابن مبارك څخه وپوښتل شول چې مالك ډېر پوهېږي كه ابو حنيفه؟ ده وويل: ابو حنيفه تر ټولو خلكو ښه پوه دی. ستر محدث یحیٰ بن معین (۱۶۰ ﻫ)  فرمایی امام اعظم ثقه دی او له هغه نه مې هېڅ ضعیف روایت نه دی اورېدلی. عبد الله بن شبرمه رح المتوفي: ۱۴۴ وايي چې مورګانې د امام صاحب په څېر عبقري کس له زیږونې څخه عاجزې دي. علي بن لجعد رح المتوفي: ۲۳۰ ﻫ فرمایی چې زهیر بن معاویه رح المتوفي: ۱۷۴ ته یو څوک راغی چې زه د امام عظم له خوا راغلی یم هغه ورته وویل چې د هغه سره یوه ورځ تېرول داسې دي لکه ماسره چې یوه میاشت تېره کړې. عبد الله بن مبارک چې د امام اعظم ډېر مداح ؤ هغه وايي چې د امام صاحب علم د سمندر یوه نا پیدا کناره مې موندلې وي.

امام صاحب په مداحانو کې  ډېر لوړ محدثین دي لکه مثال په ډول حماد بن ابی سلیمان المتوفي: ۱۲۰ﻫ مسعر بن کدام رح المتوفي: ۱۵۳ یا ۱۵۵ ایوب سختیاني رح المتوفي: ۱۳۱ه سلمان بن مهران الاعمش رحالمتوفي: ۱۴۷ یا ۱۴۸ سفیان ثوري رح المتوفي: ۱۶۱ مغیرة بن مقسم الضبي المتوفي: ۱۳۶ یحی بن سعید القطان المتوفي: ۱۹۸ ابن جریح المکي المتوفي: ۱۵۰ امام محمد بن ادریس الشافعي المتوفي: ۲۰۴ ابو عاصم النبیل المتوفي: ۲۱۲ او داسې نور یعنې د دوی تعداد رسي پنځه شپېتو ته چې د امام صاحب مدح او صفت یې کړی او په علومو حدیثو، قرآن او فقه کې یې ستر امام او فقیه ګڼلئ.

امام اسرائیل بن یونس المتوفي: ۱۵۹وايي چې امام صاحب ډېر ښه شخص وو او هغه ته هغه روایات چې په فقهي مسایلو پورې اړوند وو ښه یاد ول. دارنګه مکي بن ابراهیم وايي چې امام صاحب د خپل وخت د ټولو نه لوی امام وو. همدارنګه علامه ذهبی امام صاحب په حفاظ محدثینو کې ګڼلی دی.

العبر د امام صاحب په اړه داسې لیکلي دي چې هغه په فهم او ذکاوت کې د خپل هم عصرو نه ډېر لوی وو.

د لسمې سلیزې نامتو محدث علامه جلال الدین سیوطي هم امام صاحب په حفاط حدیث کې ګڼلی دی.

امام صاحب وايي چې له ابو اسحاق نه روایت مه اخلۍ ځکه هغه له حارث نه نقل کوي ځکه امام صاحب په هغه جرح کړې وه او نورو محدثینو دا منلې وه چې هغه نه روایت وانخلۍ. د زید بن عیاش په اړه وايي چې هغه مجهول دی. دارنګه امام بخاري، امام مسلم، ابن عبد البر مالکي، ابن حزم ظاهري، امام طحاوي هم ترې روایت نه دی ذکر کړی او د امام صاحب په خبره یې عمل کړيده.

امام بخاري، امام مسلم او نورو محدثینو دی په ثقه او د هغه په جرح او تعدیل کې یې د هغه رایه ډېره غوره ګڼلې ده. امام بخاري په ډېرو مواردو کې د احنافو علماوو یا محدثینو شاګرد وو لکه سفیان ثوري صاحب، هغه د جامع سفیان ثوري او نور کتابونه له ابوحفص کبیر نه لاسته راوړي دي. ابو الحفص کبیر د امام محمد بن الحسن شیباني شاګرد دی.

خارجه بن مصعب وايي: ما د زرګونو علماوو سره ليدلي دي په ټولو كې مې درې يا څلور ډېر د عقل خاوندان پيدا كړي او په هغو دریو يا څلور كسانو كې يې امام ابوحنيفه هم ذكر كړی ده. )تاريخ بغداد: ۱۳/۳۶۴(. يحيى بن قطان وايي: د امام صاحب سره کېناستلی يم درس مې ترې ويلى دی، كله به چې ما يې مخ مبارک ته وكتل نو پوه به شوم چې د الله ﷻ څخه ډېر وېریده. (تاريخ بغداد: ۱۳/۳۵۲)

يزيد بن هارون وايي: څوك مې هم له ابو حنيفه نه زيات نرم خويه نه دي ليدلي. معاويه الضرير وايي: له ابو حنيفه سره مينه له سنتو څخه ده.

امام الیث بن سعد بن عبد الرحمان الفهمي: تر امام عبد الله ابن مبارک پورې چې هغه امیر المؤمنین فی الحدیث دی، فرمايي چې د امام صاحب نه ما څوک په علم حدیث کې بل کس پوه نه دی لیدلی او هغه د امام صاحب دومره مداح وو چې یوه ورځ یو کس د هغه په اړه یو څه وویل نو دی ورته وايي چې هغه پنځه څلوېښت کاله په یوه اودس او ټوله شپه کې په دوه رکعتو کې به قرآن ختمولو، دی په ۱۸۱ کې وفات شوی او له امام بخاري نه نیولې تر امام مسلم وغیره پورې د ده د علم او سترو کارنامو چې په علم حدیث کې یې کړي او علم فقه کې یې کړي دوی یې مداح دي.

د فقهې د تدوین کمېټه او د مسائلو استنباط او استخراج: امام اعظم ابوحنیفه د فقهې تدوین لپاره یوه څلویښت کسیزه ډله جوړه کړه چې د هغه وخت تر ټولو ستر علماء په هغه کمېټه شتون درلوده، هغوی له قرآن او سنت په زرګونو مسائل استخراج او استنباط کړل دارنګه خپله امام اعظم د مسایلو په استنباط کې داسې طریقه مقرر کړله: زه تر ټولو وړاندې د الله له کتاب څخه اخذ او استنباط کوم، که مې هلته و نه موند نو د رسول الله صلی الله عليه وسلم سنت او د ثقه راويانو په واسطه نقل شويو صحيحو احاديثو ته رجوع کوم، که مې په کتاب الله او سنت رسول کې و نه موند نو د رسول الله صلی الله عليه وسلم په ملګرو کې چې مې د چا قول خوښ شي، اجتهاد ځنې کوم. له دې ها خوا د بل چا قول نه اخلم. کله چې خبره ابراهيم، شعبي، ابن مسيب (ده څو نور نومونه واخيستل …) رسېږي نو د هغوی په شان زه هم په خپله اجتهاد کوم. آخري عمل قیاس شرعي دی، یعنې که په دغو کې مسئله و نه موندل شوه بیا قیاس شرعي ته مخه کوم.

علم حدیث او د امام صاحب لوړ مقام: امام صاحب د احادیثو په اړه ډېر محتاط او لرې لیدونکی وو هغه د حدیثو قوي، ضعیف، مشهور، آحاد څخه علاوه دا هم کتل هغه آخري امر چې جناب رسول کریم ﷺ پرې رحلت کړی وي یا آخري عمل یې وو هغه کوم یو وو.

ځینې خلک چې وايي د امام صاحب نه روایتونه کم ول. دا خلک علم نه لري او حق دا ده چې د امام صاحب اوولس مسنده دي، الحمد لله جامع المسانید چې اوس ټول مسانید په کې راغونډ شوي دي او چاپ شوي دي، د امام ابوحنیفه او حضرت محمد (ص) په منځ کې دوه واسطې وې، د حدیثو په ستر کتاب بخاري چې موږ پرې فخر کوو د دې په حاشیو کې ذکر وي چې من ثلاثیات دوه ویشت دي، ثلاثي دا ډېر مهتم بشان احادیث دي او زموږ تمام روایات ټول ثلاثیات دي او ځینې وخت کې ثنایات هم دي، که څوک وايي چې امام ته دا حدیث نه دی رسېدلی نو دا مردوده خبره ده.

د امام صاحب عدالت خو هر چا ته معلوم دی او د ضبط په اړه يې د جرح او تعدیل علماء لکه امام ذهبي، یحیی ابن معین، یحیی بن سعید القطان، علي بن عاصم او نور علماء وايي: چې امام صاحب ډېر احاديث یاد او روایت کړل، او یوازې د هغو احادیثو روایت یې کاوه چې یاد یې وو، ابوحنیفه په حدیثو کې ثقه دی، که د ابو حنیفه علم د هغه د وخت د علماو له علم سره وتلل شي د ابو حنیفه تله به درنه شي… د امام صاحب تعامل له احادیثو سره د هغه له خپلو اقوالو ښه معلوميږي، چې د حدیث د علم کتابونو را اخیستي دي، خلک یې د حدیث زده کړې او په احادیثو عمل کولو ته تشويقول او له دې یې سخته کرکه کوله چې د الله ﷻ په دين کې له ځانه وغږيږي، امام صاحب به ویل: له دې ځان وساتئ چې د الله په دین کې له ځانه وغږېږئ او د نبوي احاديثو پيروي وکړئ، ځکه چې چا احاديث پرېښودل هغه لار ورکه کړه او هیچاته په کار نه ده، چې داسې څه ووايی چې د رسول الله ﷺ شریعت يې نه قبلوي، امام صاحب د نورو امامانو په څېر شرعي احکام له قرآن او سنت څخه را ایستل او حدیث یې په قرآن کریم د پوهې غوره لار ګڼله، یو ځل په جومات کې ناست وو او د حدیث درس شروع وو، یو کس راننوت او ويې ویل چې دا احادیث پرېږده، مه يې راته بیانوه، امام صاحب ورته سختې خبرې وکړې او ويې ویل چې که احاديث نه وای، نو هیڅوک به هم په قرآن نه وای پوهېدلی.

علامه موفق د حافظ ابو یحيیٰ زکريا بن یحيیٰ نیشاپوري د مناقب ابي حنيفه په حواله د یحیٰ بن نصر دا خبره را نقل کړې چې ما له امام ابو حنیفه اورېدلي چې، ما سره د احادیثو ډېر زيات صندقونه دي، لږ مې ترې راوېستلي چې له کومو ګټه پورته کيږي. امام زبيدي په خپل کتاب ″عقود الجواهر المنیفة″ کې د یحیٰ بن نصر دا وينا را نقل کړې چې″زه يو وار امام صاحب ته ورغلم او کوټه يې له کتابو ډکه وه، ومې پوښتل دا څه دي؟ امام صاحب ځواب را کړ چې د احاديثو کتابونه دي.

له پورتنيو پېښو ښکاري چې کتاب الآثار کې څومره احاديث دي، دا د امام صاحب ټوله علمي پانګه نه ده، بلکې دا يې يو مختصر کتاب دی. په هر صورت د امام صاحب لوی فضیلت دا دی چې د احاديثو په کتابونو کې تر ټولو لومړی په فقهي ترتيب ليکل شوی کتاب د امام صاحب دی. د حديثو په علم کې د امام صاحب سويه څومره لوړه ده؟

دا اندازه د هغه وخت د محدثينو له اقوالو کېدای شي، چې خپلو شاګردانو ته يې نه يوازې د کتاب الآثار د مطالعې توصیه کړې، بلکې تاکيد يې پرې کړی چې له دې پرته په فقه پوهېدل نا شوني دي. دا اقوال د امام اعظم رحمه الله په مناقبو کې په پوره تفصيل سره ذکر شوي دي، او بله دا چې محدثینو د کتاب الآثار څومره خدمت کړی، له همدې خدماتو د ياد کتاب ارزښت معلوميږي، له همدې امله يې ډېرې شرحې ليکل شوي دي.

د امام ابوحنیفة عالي سند احادي دی، سبحان الله. د مځکې په سر بل داسې محدث نشته چې له ده سره احادي سند موجود وي. دا ویاړ او اعزاز یوازې امام ابوحنیفه رحمة الله علیه ته الله ﷻ ورکړی ده. د محدثینو په آند له ټولو نه عالي سند اسانید ثلاثیات دي. د علم حدیث په دنیا کې یوازې او یوازې امام مالک سره ثنایات شته. نور ټول څومره چې محدثین دي او د دوی کتابونه دي عالی سند له دوی سره ثلاثیات دي. که په لنډو درته ووایم امام شافعي، امام احمد بن حنبل، امام بخاري، امام مسلم، امام ترمذي، امام ابوداؤد، امام نسائي، امام ابن ماجه، امام ابوداؤد الطیالسي، امام عبد بن حمید، امام دارمي او امام طبراني دې ټولو سره عالی سند چې موجود دی هغه ثلاثیات دي. نو په دې ټولو محدثینو کې امام مالک رحمة الله علیه ته دا فوقیت حاصل دی چې ده سره ثنائیات شته. اوس به راشم دېته، چې وحدانیات کوم چې امام خوارزمي په جامع المسانید کې په اسانید امام صاحب نه نقل کړي. له دغو صحابه وو نه امام صاحب احادیث نقل کړي دي: له حضرت انس بن مالک رض نه یې درې حدیثه. له عبد الله بن الحارث بن جزء رض نه یې یو حدیث له عبد الله بن انس نه یې یو حدیث، له جابر بن عبد الله انصاري رض نه یې یو حدیث، له عبد الله بن ابي اوفی رض نه یې یو حدیث، له واثلة بن الاسقع رض نه یې دوه حدیثه، له عایشه بنت عجرد رض نه یې یو حدیث روایت کړی ده. همداسې امام جلال الدین سیوطي او امام ابن حجر هیتمي په دې باندې څېړنه کړې ده او د امام اعظم ابوحنیفة رحمة الله علیه ۷ احادیات یې په خپلو کتابونو کې لیکلي دي چې مستقیماً یې له صحابه کرامو رضنه روایت کړي دي. خو نورو علماء کرامو چې بیا په دې مسئله باندې څېړنه کړې ده نو ۱۶ احادیات یې پیدا کړي دي.

امام بخاري غیر د پلار له طریقې د امام اعظم په علمي لمسیانو کې راځي ځکه چې ده له مکي بن ابراهیم نه روایت کړی ده او مکي بن ابراهیم د امام اعظم صاحب شاګرد وو. په دې اړه امام ذهبي وايي: حدث عن جعفر الصادق و ابی حنیفة، وعنه البخاري و احمد. (ذهبي، تذکرة الحفاظ، ۱: ۳۶۵)

دا څومره فقهاء او محدثین او مفسرین او شارحین او مستنبطین چې شتون لري دا ټول یا د امام اعظم ابوحنیفه نېغ په نېغه شاګردان دي یا د هغه د شاګردانو شاګردان دي او دا خبره په ثبوت هم رسېدلي کتابونه په دې شاهد او علماء په دې اقرار کوي. لنډه دا چې امام صاحب د هغه وخت د اسلامي نړۍ د پنځو سترو اسلامي مراکزو  (مکه، مدینه، بصره، کوفه او شام) د علومو وارث او امین دی. د نړۍ ټول علماء دا مني چې اسلامي نړۍ د امام صاحب د علم، خدمتونو او هغه کړنې یې چې ترسره کړي د هغو پوروړي دي او د هغه د مذهب مقلدین به دا لړۍ همداسې تر قیامت پورې چلوي ـ ان شآء الله هو العزیز.

غوښتنه: لکه څنګه چې امام صاحب په هر میدان او برخه کې مخکښ او داسې ځلېدلی ؤ چې نن سبا موږ پرې فخر کوو، نو راځئ د امام صاحب کړنې او علمي خدمتونه پر همغه طریقه خلکو ته ورسوو څرنګه چې هغه خپل رسولي او هغه کړنلاره غوره کړو کومه چې نوموړي ستر امام خپله کړې وه. خلکو ته حنفي مذهب په سمه توګه ورسوو له هر ډول خرافاتو، بدعاتو، ناوړه عقایدو او هره هغه کړنه چې د امام صاحب له مذهب یا مسلک سره اړخ نه لګوي له هغې باید بلکل لرې ووسو. کتل کیږي نن سبا داسې ډېر خلک شتون لري چې عقاید او کړنې یې بلکل د امام صاحب له مسلک سره په مخالفت کې واقع دي خو بیا همدوی د حنفي مذهب او امام اعظم نوم څخه په ناوړه ګټې اخیستنې خپل مخالفین په ډول ډول نومونو متهم کوي چاته یو څه او چاته بل څه نوم اخلي، په دې توګه د حنفي مذهب خدمت نه بلکې اصلاً دا د مذهب په جامه کې د همدغه سوچه مذهب بدنامول او د خلکو د لرېوالي سبب ګرځي.

وړاندیز او سپارښتنې: د کابل سمپوزیم په آخري ورځ چې کوم وړاندیزونه او غوښتنې وشوې فکر کوم چې یوه یې هم عملي بڼه نه لري او نه ګټور تمامیږي، پکار دا وه چې رغنیز او د کار وړ وړاندیزونه شوي وای او نظام څخه غوښتل شوي وای ترڅو پرې عمل وکړي. زه له ټولو مخورو او مسئولو کسانو څخه دا غوښتنه لرم چې د امام اعظم ابوحنیفه سیرت دارنګه د درنو ائمه مجتهدینو، فقهاؤ، محدثینو، شارحینو او ځینو علماؤ اړوند معلومات د ښوونیز نصاب یوه برخه وګرځوي، د هغو خدمتونه ذکر شي د هغوی له کتابونو ځینې اخیستنې ذکر شي ترڅو خلک یا زده کوونکي ورسره بلد شي ـ له ټولو مهم دا چې حنفي فقه باید د ښوونیز نصاب مهمه برخه شي په ځانګړې توګه دیني مضامینو کې باید دا فقه په ټولیز ډول شامله او زده کوونکو ته وښودل شي، له عقایدو شروع بیا تر عبادات، معاملات، تجارت، معاشرت دا ټول باید د حنفي فقهې له مخې روښانه او ټولنې ته وړاندې شي. له هر ډول تحریف نه باید ځان ژغورنه وشي کتل کیږي دا نن سبا چې کوم مواد له نورو ژبو پښتو او دري ته ژباړل شي کیږي اکثر یې له عربي او فارسي دارنګه اردو نه زموږ ملي ژبو ته ژباړل کیږي بیا دا هم نه کتل کیږي چې دا مواد یا کتابونه د کوم مسلک او خلکو دي، حج اوقاف، د پوهنې وزارت او لوړو زده کړو وزارت دا دنده لري ترڅو د حقاني او جیدو علماؤ یو فني بورډ تشکیل کړي ‎او هغه علماء په کې شامل کړي کوم چې حنفي مسلک ته ژمن یا عملاً د حنفي مذهب خدمت کوونکي وي، خو کتل کیږي ځینې خلک تخلص حنفي یعنې ښکاره حنفي خو په پټه یا غیرمقلد یا بدعتي یا آزاد خیال کس وي، نو زما هیله دا ده چې دا موضوع جدي ونیول شي او حنفي فقه د ښوونیز نصاب یوه مهمه برخه وګرځي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب