د داود خان دوره او سیاسي ګوندونه

زه غواړم چې د دغې لیکنې په پیل کې، یوه ریښتنۍ کیسه، چې د دغې لیکنې سره تړاو لري، درته وړاندې کړم.
زه چې کله نیږدې ۴۸ کاله مخکې په ثانوي تخنیک کې شاګرد وم، نو ما ډېر ښه تکړه مسلمان ملګري لرل، او ما د هغوی ټولو سره، خاص د الله(ج) په خاطر، ډېره پاکه مینه لرله. زه دغه خبره په ډېر صداقت سره تاسې ته لیکم، چې زما ښه ملګري، د زما د ژوند یوه ډېره مهمه برخه تشکیلوي.
کیسه خو داسې وه، چې زما د یوه ملګری څخه به د هر مضمون استاد، د امتحان پارچه په ډېر زور اخستله، او ده عاجز به هر استاد ته ویل‌، چې ”یک دقیقهٔ دیګر“، او دغه د ده کار و. یوه ورځ ما ورته وویل ”چرا زود زود نوشته نمی کنی“. هغو په ځواب کې راته وویل چې ”عبدالله! من مقصد سوال استاد را نمی فهمم، که چی خواسته؟ لهذا، من تمام نوت استاد را برایش نوشته میکنم، و می خواهم که خود استاد، جواب سوال خود را در آن نوت پیدا کند“.
نو ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو! زه هم د خپل ملګري په شان، د خپلو سترګو لیدلی، او پخپلو غوږو اورېدلی حال، ټول درته وړاندې کوم، او هر لوستونکی دې، د خپلې خوښې معلومات تري واخلي.
اوس غواړم، چې د داود خان د حکومت په هکله یو څو نورې خبرې هم درسره شریکې کړم:
د داود خان د پلان وزیر علی احمد خرم، د چا پواسطه په کابل کې په رڼا ورځ ووژل شو، او د داود خان حکومت، هغه د اسلامی نهضت په وروڼو ور تاوان کړ. د داود خان حکومت، د انجینرۍ د پوهنځۍ یو استاد، چې هغه الحمدلله، تر اوسه ژوندی دی، د پلان د وزیر په قتل کې ونیوه، او هغه یې بندي کړ. د علی احمد خرم د وژل کېدو څخه، بیا هغه د مرجان کیسه ترې جوړه شوه.
همدارنګه، ښاغلی محمد هاشم میوندوال، چې د ظاهرشاه، د وخت یو صدراعظم و، هم د داود خان، د حکومت په دوره کې، په بندیخانه کې، په مرموزه توګه، مړ شو. د حکومت په رسمی اعلامیه کې وویل شول، چې میوندوال، خپل ځان پخپله نکتاىٔي، به بندیخانه کې غرغره کړی دی.
شاغلی میوندوال، د مساوات د ګوند مشر و، او د مساوات په نامه، یو اخبار به هم دده له طرفه نشر کېده، او دغه اخبار به نیږدې ټول، ده پخپل قلم لیکه، او د اخبار په آخر کې به یې، هر وخت نوشته کول، ”بقلم میوندوال“.
د یادولو وړ ده، چې کله داود خان، کودتا وکړه، نو په هغه وخت کې محمد موسٰی شفیق، د افغانستان صدراعظم و. موسٰی شفیق، د افغانستان، یو ډېر تکړه مسلمان، او پوه صدراعظم و. یوه ورځ، د کابل د پوهنتون په ساحه کې یو نړیوال کنفرانس و، او دده خبرې یې د دغه کنفرانس ګډونوالو ته، په ژوندۍ بڼه خپرولې. ده دغه خبرې په انګریزي ژبه کولې، چې زمونږه ټول ملګري، دده پوهې ته حیران و، او ټول ډېر خوشحاله و، چې الله(ج) یو داسې صدراعظم، افغان ولس ته ورپه برخه کړی دی. همدغه ښه موسٰی شفیق هم، بیا د داود خان د حکومت پواسطه، د ډېر وخت دپاره په بنديخانه کې بندی پاته شو.
همدارنګه، ډاکتر عبدالاحمد جاوېد، د کابل د پوهنتون رىٔیس و، چې بیا هغه له خپلې دندې ګوښه، او پرځای یې، ډاکتر حیدر، د کابل د پوهنتون رىٔیس وټاکل شو.
هېره د نوي، چې په هغه وخت کې یوازې د کابل پوهنتون، او د جلال آباد پوهنتون و، او بس.
لکه چې ما په تېره لیکنه کې هم دغې ټکي ته اشاره کړېده، چې د داود خان د حکومت په آخرو کلونو کې، د غرب په طرفدارۍ تغیرات تر سترګو کېدل، چې یو ښه مثال یې، د انجینرۍ د پوهنځۍ، بیا په پښو درول و. دا مثال پدې خاطر د اهمیت وړ دی، چې د داود خان حکومت، د انجینرۍ پوهنځۍ، د امریکایانو د جاسوسۍ ځاله بللې وه، او هغه ته یې نوی محصلین نه نیول. اما، بیا یې د خپل حکومت په آخرو وختونو کې، د انجینرۍ د پوهنځۍ، د لومړی ټولګی دپاره هر کال، ۱۰۰۰ شاګردان نیول شروع کړل.
د انجینرۍ په پوهنځۍ کې امریکایانو، او په پولیتخنیک کې روسانو درس ورکاوه.
د یادولو وړ ده، چې د داود خان په کودتا کې، عبدالکریم مستغنی او د هغه ملګرو هم رغنده ونډه لرله. جنرال عبدالکریم مستغنی، د داود خان د حکومت په لومړني وخت کي د لوی درستیز په حیث وظیفه اجراء کوله. البته، د ملی دفاع وزارت ټولې چارې، د ښاغلی عبدالکریم مستغنی پواسطه سرته رسېدلې. جنرال عبدالکریم مستغني زما په فکر سره، یو وطنی مسلمان جنرال و. یوه ورځ ما د یوه سړي څخه، چې هغو له مستغنی سره ډېره نیږدې رابطه لرله، واورېدل چې، کله عبدالکریم مستغنی، د دفاع په وزارت کې، په لومړی ځل خپل کار شروع کړ، نو هغو په لومړنۍ ورځ په خپل دفتر کې د اوداسه دپاره د تشناب د جوړولو امر ورکړ، او هغو به خپل لمونځ او اودس، هلته په خپل دفتر کې کاوه. نو زما په فکر، دغه نظریه، چې د داود خان کودتا، یوازې او یوازې، د خلقیانو او پرچمیانو، د طرفدارانو، له خوا سرته ورسېده، سمه به نوي. دا پدې معنا، چې ځینو مسلمانانو نظامي افسرانو هم په هغو کې، د عبدالکریم مستغنی په مشرۍ، برخه درلوده.
هېره د نوي، چې عبدالکریم مستغنی، د داود خان ښه نیږدې او اعتباری انډیوال و. د اورېدلو څخه، عبدالکریم مستغنی، چې کله داود خان، د ظاهرشاه، له حکومته لېرې کړل شو، نو مستغنی هم په هماغه وخت کې د داود خان له لېرې کېدلو سره یوځای، استعفاء ورکړه.
همدارنګه، ما په خپلو غوږو، له یوه چا څخه اورېدلي دي، چې کله د حربی ښوونځۍ فارغان، روسیې ته د زده کړو لپاره استول کېدل، نو ښاغلی مستغنی، ټولو فارغانو ته په واضح ډول، ښې ملی خبرې او نصیحتونه وکړل. یوه خبره یې په ډېرو واضحو ټکو ټولو فارغانو ته کړې وه، چې هر افغان محصل باید په درسونو کې زیات کوښښ وکړي، او په هېڅ صورت کې له روسۍ ښځو سره واده ونکړي، او ټول هڅه وکړي، چې د خپل کلی او کور نجونه نېک بخته کړي. دغه ټکی یې ډېر ځله ورته ذکر کړی و.
د یادولو وړ ده، چې مسلمانانو په هر وخت کې ډېرې سهوې کړېدي، او حتٰی په ځینو وختونو کې یې په خپلو دښمنانو هم اعتماد کړی دی. هرچا ته، چې دوی د دوستۍ لاس ور وړاندې کړی، هغوی په مړوند کې ورته غوڅ کړیدی.
زما په فکر سره، د مستغنی او دده د ملګرو برخه هم، د دوی یوه تاریخی تېروتنه وه، او هغه و، چې مستغنی او دده ملګری هم بیا ډېر ژر د پرچمیانو له خواه، له قدرته ګوښه کړل شول.
زما ښه په یاد دي، چې زه کله په واشنګټن کې د افغانستان سفارت ته د یوه کار دپاره تللی وم، نو هلته ما، د افغانستان په اخبار کې ولیده، چې مستغنی یې، پولنډ ته د سفیر په حیث لیږلی و.
د یادولو وړ ده، چې زه په ۱۹۷۵ میلادی کال کې، د فولبرایت د بورس پذریعه، د ۶ میاشتو دپاره، د درس دپاره امریکې ته تللی وم.

د پام وړ ټکي:
داود خان او محمد ظاهرشاه د تره زامن، او د داود خان مېرمن، د محمد ظاهرشاه خور وه. کله چې محمد ظاهرشاه، په قانون کې دغه ماده علاوه کړه، چې صدراعظم، باید له شاهی کورنۍ څخه نه وي، نو د همدغې مادې له کبله، داود خان د صدارت د چوکۍ څخه لېرې کړل شو. زما په فکر سره، داود خان د همدغې ورځې څخه، د محمد ظاهرشاه، د حکومت د ړنګېدو، په فکر کې شو.
زما په فکر سره، روسانو له داود خان څخه، ښه ناوړه ګټه پورته کړه. همدارنګه، د خلق د ګوند غړو، د داود خان، له حکومت څخه ښه غوښنه ناوړه ګټه پورته کړه.
داود خان یو با ناموسه او ملی سړی و. البته، د اسلامی ګوند د غړو په هکله یې، ډېره نه جبرېدونکې، جفاء کړېده، او دغه ټولې جفاوې، روسانو، او د خلک د ګوند غړو پرې وکړې.
د یادولو وړ ده، چې دده وراره، عزیز نعیم، چې د نعیم خان زوی و، هر وخت به یې، د روسانو د اشغال په ضد مظاهرو کې برخه اخستله، او هغه د سیاسی علومو په پوهنځۍ کې، پخوانی استاد و.
ځیني خراب خلک چې اوس ځوان نسل ته ښه معلومېږي، نو ګناه د مونږه خپله ده، چې مونږه، خپل ځانونه ډېر خراب کړل. مونږه ټول باید هر وخت خپلو اعمالو ته ډېره پاملرنه وکړو، او له الله(ج) څخه هره لحظه، د نېکې او ایمانداره، خاتمې سوال وکړو. داسې نه، چې خدای مکړه، شروع مو ښه، او آخره مو خرابه شي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب