د دجال د راتګ لپاره لاره هوارول

په نړۍ کې اوس ډیرې داسې شیطاني ټولنې شته چې غواړي خلک په خپلو شیطاني کړو وغولوي او د دې ارمان لپاره هر یو د یوې شیطانی څیرې لکه فرغون، قارون، نمرود او دجال شعارونه، ویناوې او کړه وړه را ژوندي کوي چې دلته ېې د یوې بین المللی ټولنې نوم اخلو چې د فراماسونری سازمان دی چې په اتلسمه پيرۍ کې لومړی په انګلستان بیا په فرانسې بیا په المان او امریکا کې منځ ته راغلی دی چې یو مرموز او پټ سازمان دی چې د نړۍ لوی سیاست وال او دولتي ارکان يې غړي دي او منظم تشکیلات لري.
د (مسین) مانا معمار او د (فری) مانا خپلواک ده یعنې خپلواک معمار.
د فراماسونری غړي ماسون یا فراماسون بلل کیږی، د هغوی موخه دا ده چې د دجال راتګ ته لاره اواره کړي او د هغوی سترې زده کړې له لرغوني مصر څخه د فرعون زده کړې دي او سمبولونه يې هم د لرغوني مصر اهرامونه او د هغه شیطاني کړه دي.
هغه شواهد چې دا ادعا تایید وي دا دي:
1. د نړۍ په تعمیراتو او تزئیني چارو کې د هرم له شکل او د هیروګلیف له تورو څخه کار اخیستل لکه: په یو ډالري نوټ باندې
په یو ډالریز نوټ باندې یو دیارلس پوړه هرم لیدل کیږي چې لاندې یې په هیروګلیف یو مخفف لیکل شوی دی چې پوهانو یې مانا (۱۷۷۶) ویلې ده چې د دې سازمان د منځ ته راتلو کال ښيي او چې د هغه لاندی په لاتین لیکل شوي دي: (Novus ordo seclorum) چې مانا يې ده: د نوي حکم وخت.
دا هرم دیارلس پوړه لري، په دیارلسم پوړ چې له نورو جلا دی یو سترګه لیدل کیږي چې د دې سترګې مراد هوراس جادو ګر دی چې ویل کیږي هغه د باکرې جنۍ څخه بې له پلاره پیدا شوی او بیا په دار ځړول شوی او درې ورځي وروسته بیرته را ژوندی شوی دی لکه هغه څه چې د عیسی(ع) په هکله په انجیل کې ویل شوي دي چې اوس د دجال د یوې سترګې نښه ده چې د هغوی به اند دجال به پر ټول جهان نظارت وکړي او د هغه د راتلو سره به دا د هرم دیارلسم پوړ د نورو پوړونو سره ونښلي.
د هرم د پاتې دولسو جلا پوړونو مانا دا ده چې یهود به د دولسو قومونو وروسته بیا د دنیا واک ونیسي او یا دا چې د یعقوب (ع) د زامنو شمیر دولس وو د هغو د واک وروسته به دجال راشي، دیارلسم عدد چې اصلا ډیر شوم عدد دی او ان په ایربس الوتنو کې دا شمېر نشته او په ډیرو هوټلونو کې ان دیارلسم پوړ نشته خو دا عدد اوس په ډیرو شیانو کې لیدل کیږی ځکه دا عدد د دجال د طایفې نمبر هم دی.
2. د هغو دعاګانې د لرغوني مصر دعاګانې دي لکه (مَعَت نِب مِن آ، مَعَت بَ آ = لوی دی استاد فراماسونری، لویه ده روح د فراماسونری)
3. د یوې سترګې سمبول کارول چې ټول جهان ویني، دا د یو لرغوني مصري معبود هوراس سمبول وو.
دجال
4. د شپږ اړخېزه ستوري سمبول استعمال، چې یو یهودي سمبول دی چې د هغو د بیرغ نښان دی دا شکل د شیطانی وزې د سر د هندسی شکل څخه اخیستل شوی چې ډیر تعمیرونه په دې شکل جوړ شوي او جوړیږي لکه د پینتاګون تعمیر
دا شپږ مثلثیز نښان یو له ډیرو شرکي نښو څخه دی.
دا د دوو الهو Isis و Osiris د خلقت تعادل په عالم کې ښیي.
دا شیطان پرستان دغه شپږ اړخیزه نښان خپل قوی نښان ګڼي او په خپلو شیطاني مراسمو کې له هغو څخه کار اخلي.
د شپږو کوچنیو مثلثونو، شپږ اړخیز او شپږ زاویې د (۶۶۶)عدد دی چې دا د مسیحانو او شیطان پرستو یو ځانګړی عدد دی چې د دجال د راتګ نښان هم بلل کیږي. هغوی غواړي د دجال واکمنۍ ته لار ه هواره کړی
ان د « hex » کلمه چې د کرکۍ مانا لری له  HEXAGRAM شپږ اړخي څخه اخیستل شوې ده.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب